نظــر

د سولې شورا له «پاګلانو» سره مذاکرات کوي

دا څو ورځې رسنۍ لګیا دي چې کرزي له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي دي ، خبره لومړی له کومې غربي ورځپاڼې څخه راووته او وروسته محلي امریکایي رسنیو هوا ورکړه .

آبله ورځ داغاجان معتصم په نامه دطالبانو یوه معزول چارواکي یوه داسې اعلامیه خپره کړه لکه نوموړی چې دملامحمد عمر په دریځ کې وي ، دسولې شورا ، حامد کرزي ، ارغندیوال او دملي امنیت شورا له نوموړي څخه هرکلی وکړ .

په همدې بهیر کې نن ټکی اسیا کې یوه مستنده مقاله نشرشوه چې په کې دمایکل سیمپل په مشرۍ داغاجان پروژه دنوموړي په ژبه د پاګلانو ګوند بلل شوی وو ، لیکنې ښودله چې دمایکل سیمپل په نوم ایرلنډی جاسوس له څومره وخته لګیا دی ، ترڅو طالبان په مختلفو ډلو وویشي .

ملااغاجان چې ملامحمدعمر په خپله آډیویي فرمان سره له صف څخه شړلی دی اوس کوشش کوي ، ترڅوله مشر ملاصاحب څخه انتقام واخلي ،

داغاجان دیوه ملګري په استناد نوموړي یوځل ددوبۍ په مجلس کې وویل چې ملامحمد عمر مې ختم کړی نه وي ترهغه وخته والله که کرار کیناستم .
دنوموړي همدا عقده ددې لامل ګرځیدلې ده ، چې د خپل پخواني امیر ملامحمدعمر په ضد مایکل سمپل ته دورورۍ لاس ورکړي ، او د طالبانو په خلاف په یوه جبهه کې ورسره ودریږي .

په دې منځ کې دکرزي صاحب دسولې شورا چې له ډیره وخته دمذاکراتو کچکول په غاړه ګرځوي ، یوازې له خدایه همدومره فرصت غواړي ، چې یوڅوک دطالب په نامه پیدا شي ترڅو دوی ورسره خبرې وکړي .

ویل کیږي چې د سولې شورادپڅ فعالیت له امله امریکا په دې شورا تمویل بند کړی دی ، نوځکه اوس دا شورا اړه ده یو داسې مانور ولوبوي چې امریکایان یوځل بیا تمویل ته وهڅوي .

دهمدې لپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ دسولې شورا پلاوی دوبۍ ته روان شوی دی ، ترڅو داغاجان معتصم سره وګوري او دسولې مذاکرات ورسره وکړي .

نه پوهیږو دکابل حکومت سوله یوازې دتبلیغاتو لپاره کاروي او که په رښتینو اواغیزمنو مذاکراتو باور هم لري ، که چیرې دوی غواړي رښتیني مذاکرات وکړي خو باید دملامحمدعمر په مشرۍ له طالبانو سره دسولې دروازې خلاصې کړي .

په دې اوس هرڅوک پوهیږي چې معتصم اغاجان او دمایکل سیمپل مریدان نور دطالبانو دامارت غړي نه دي او یوازې ددې لپاره دا ډله رامنځته شوې ترڅو ګنګوسې او شکونه خپاره کړي ، له داسې نامسؤلو کسانو سره مذاکرات دوخت له ضیاع پرته ښایي بله ګټه ونلري.

لیکوال: یاسر حدید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x