fbpx

طالبان: امریکا د منطق او تعقل په ژبه نه پوهیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې طالبان به د امریکایانو د اضافي عسکرو ستراتیژي داسې ناکاموي لکه تېرې ستراتیژيانې چې يې ورناکامې کړي دي.

ښاغلي مجاهد له تهران راډیو سره په تازه مرکه کې ویلي چې د امریکا هغه ستراتیژي يې تصمیم نه شي بدلولی چې له مخې يې افغانستان ته اضافي عسکر رالیږل کیږي.

نوموړي د اضافي عسکرو رالیږل د امریکا «د جنګ طلبانه پالیسیو دوام» بللی او زیاته کړې یې ده چې دا ستراتیژي یې هم خپلو اهدافو ته نه شي رسولی او افغانان به یې په وړاندې ټینګ دریږي.

ښاغلي مجاهد همدا راز څرګنده کړې چې امریکایان د منطق او خبرو خلک نه دي او جګړې ته ترجیح ورکوي خو زیاتوي چې «مونږ یې هم په وړاندې مجبور یو چې جهاد ته دوام ورکړو او د دوی دغه زور به مونږ ماتوو».

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکایانو د موجودیت پر ضد د سیمه ییزې اجماع رامینځته کیدل اړین بللي او زیاته کړې يې ده چې په سیمه ییزه کچه پکار ده چې د افغانانو د هغې داعیې حمایت وشي چې د امریکایي ځواکونو وتل غواړي.

نوموړی وايي چې د سولې هغه اقدامات چې هدف یې تسلیمي او د وسلې ایښودل وي «د سولې پرځای امریکايي موجودیت ته وخت او مشروعیت ورکوي». هغه ټینګار کوي چې که امریکایان له دوی سره تفاهم نه کوي او خبرو ته نه حاضریږي او د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه د افغانانو غوښتنې نه مني، «دا نه سوله راوستی شي او نه ثبات».

نوموړي د سولې په نامه روانو پروسو په مصداقیت بې باوري څرګنده کړې او زیاته کړې يې ده چې که د سولې کومه پروسه کامیابیږي د دې هیڅ تضمین نه شته چې خارجي پوځونه به له افغانستان څخه وځي.

د طالبانو ویاند امریکایان «بې وعدې او مغرور» خلک بللي او په وینا یې امریکایان د وسلې په ژبه پوهیږي او د منطق او تعقل په ژبه نه پوهیږي.

ښاغلي مجاهد د سیمې د هیوادونو هغه سیاستونه ستایلي چې د طالبانو له داعیې څخه ملاتړ کوي. نوموړي د چین او روسیې هغه څرګندونې، چې طالبانو ته له خپل هیواد څخه د دفاع په حق قایل دي، د امریکايي ځواکونو د شتون په ضد د سیمه ییزې اجماع په رامینځته کیدو کې ګټور بللي.

نوموړی زیاتوي چې امریکایان په اسانۍ له افغانستان څخه نه وځي او ټینګار یې کړی چې یا به په زور هیواد پریږدي او یا په هغه صورت کې له افغانستان څخه وځي چې په سیمه ییزه کچه د ځان په وړاندې خطر او مخالفت محسوس کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې امریکايي «اشغال» په هیواد کې د هرې فتنې جرړه ده او امریکایان غواړي چې په افغانستان کې هم د عراق په شان مذهبي شخړو او تاوتریخوالي ته لمن ووهي.

نوموړي د هیواد په ختیځ کې له داعش څخه د بهرنیانو له ملاتړه پرده پورته کړې او ویلي یې دي چې بهرني ځواکونه د هوايي بریدونو په مټ داعش د دوی له تعقیب څخه ژغوري.

ښاغلي مجاهد وايي چې هر وخت یې داعش د نهايي تصفیې حد ته رسولی، امریکايي الوتکو پرې بمبار کړی او داعش ته یې یو ځل بیا د پښو ټینګولو موقع ورکړې:

«هر کله چې طالبان د داعش پر ضد عملیاتو لاس پورې کوي او د محوې حد ته یې رسوي، ډیر په سرعت د بهرنیانو الوتکې رارسیږي، پر طالبانو بمبار کوي، د پرمختګ مخه یې ډب کوي او طالبان اړ کیږي چې خپل جګړییز تکتیک بدل کړي».

نوموړی وايي چې که امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي داعش د طالبانو په مقابل کې د یوې ورځې مشکل هم نه دی او تصفیه کولی یې شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کوي چې د داعش او امریکایانو ترمینځ هیڅ توپیر نه ويني او دواړو ته د افغاني ټولنې د دښمنانو په سترګه ګوري او په وینا یې، د خلکو په همکارۍ به یې په مقابل کې دریږي او پلانونه به یې شنډوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سلطا ن صا لحی له قز وین سخه
میلمه
سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

آمریکان غروررنه بلکی جهالتی ناپوهی لری چی دی دو نیا په هرگودکشی نا کام اوپه شرمیدلی شاتگ ته مجبور شووی نری په دغه طول دی سلویشتو کلونو کشی یا سه زیات موژ شا هدان ده دی یو چی دغه دجالی اواستعماری اوشرمیدلی صلیبی قدرت په جهان کشی دشرمیدلی نگونی سره مخوی اومخ شوی دی خو دغه بیشر مه دجالی قدرت په دی شرمونه پوهیژی اوکه پوهیژی هم بیا زانونه پوهو ی شه انسا نی تعقل نه لری نوده دی په خا ترده چی دغه غیری انسانی اواستبدادی اوصلیبی اودجالی قدرت په دونیا کشی ده یوی شرمیدلی نگونی سره مخ دی… نور لوستل »