د قانع د شرط حقیقت

محمدرحیم سکندر

اصلاً قانع ته په برېتو کې څه شی پاتې کېدل نۀ، خپل سر یې هم نۀ ورته کاوۀ، البته له جیبه په کې تاواني و او دا یې ښه موقع وه.

قانع جانانه سړی دی، دومره د دوښمن او دوست په کیسه کې نۀ دی چې د ګیدړې په لکۍ شرط وتړي.

له برېتو سره دومره غیرتي زړه خدای نه دی ور کړی.

ګني د دۀ غوندې چره دار برېتونه چې د چا وي، یا په ببرک تاڼه کې پاټک لري، یا په سټو کنډو کې هوټل او نانوایي لري او یا د سر چوک هغه نامي مزدور وي چې دریم منزل ته تابوک شړلی شي.

او که بیا وایئ چې نۀ! چندانې بریتګنکي یې نه دي.

بیا یې نو داسې برېتونه دي لکه په اوږده میټايۍ چې میږي راغونډ شي.

یا لکه د زړې ښځې په لاس کې د اتڼ دسمالونه.

یا لکه د ماشوم په خیټه چې توش قلم خط کش کړې.

یا لکه نیت کمې بن چې په نغري پښې را تاو کړي.

او یا لکه له هلیکپټر نه چې پرتوګ راوشړې.

اصلي خبره دا ده چې قانع ځکه له بریتونو تنګ شوی و چې په کلي به کارغانو په عذابولو او کارغانو به یې په برېتونو دا ګومان کاوه چې بچی یې په خولۀ کې رانه نیولی.

مقصد بریت د غیرت نه، بلکې د شوق مال دی، ګني وایي چې په دا مرانشاه کې ډزې وشوې، بیا کوم برېتو بدمعاش ډېره سوې تېښته وکړه، چا ورته وویل چې شرم دی په دومره برېتو کې چېرې تښتې؟ دۀ ورته وویل چې ځه مړه دا برېت دي! څۀ اویا ډزې خو نۀ ده چې پسې راوایې ړوم.

مقصد نن د مېډیا/ تنور ګرم و، یو څو ډوډۍ ما هم پې را واچولې او سات تېر شو، که څوک خفه وي په غم کې یې شریک یم.

که له برېت سره غیرت شرط وي، نو دومره پېغورونه خو چې پنجابي ته ورکړې هم، د برېت پر ځای به له بل شي تېر شي.

مقصد که دغه کیسه چاته معلومه نه وي، نو داسې وه چې پرون د هند او پاکستان تر منځ د کرکټ فاینل و، د سیاسي چارو کارپوه عصمت قانع شرط لګولی و چې که هند وګټله، نو پخوانی افغان کرکټرتاج ملوک عالم به ږیره خریي او که پاکستان وګټله زۀ/ قانع به برېت خریم.

قانع د بل ږیرې ته لومه اچولې وه، خو خپله په کې ګیر شو، مقصد چې د بل چا سپکاوی کوې نو یا به برېت خریې او یا به عمري باور بایلې.

له پرون راهیسې ټولنیزې رسنۍ لکه فسبوک … او نور په کرکټ او د قانع په برېتونو راڅرخي او رنګارنګ پېِغورونه په کې ډزیږي.

که قانع برېت ونه خریي، نو د افغانستان د ټولو سیاسینو وعدې، غورې او احساس به ولس ته بې باوره کړي.

اوس به شاعران هم خپل جانان ته وایي:

زمونږ وعدې د قانع برېت نه دي

چې په شرطونو کې یې ونه خریل

بس خو منل نشته!



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.