افغان معلو لینو کرکټ لوبډلې د پاکستان معلو لینو لوبډلې ته ماتې ورکړه

pakistan_and_afghanistan_cricket_teamsنن ټکی آسیا: دافغانستان د معلولینو یا معیوب کرکټ لوبډلې په پيښور کې د پاکستان د معلو لینو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دافغانستان د معلولینو یا معیوب کرکټ لوبډلي د لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې پخپله د بيټنګ پرېکړه وکړه  او په ټاکل شوي ۳۰ اورونو کې یې د لسو لوبغاړو سوځیدو سره ۱۶۴ منډې جوړي کړې، او د پاکستان معلو لینو لوبډلې ته يې د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.

دافغانستان د معلولینو یا معیوب کرکټ لوبډلې  فرید الله ، نبۍ اله ، عبید الله ، ښه لوبه وکړه .

وروسته بیاد پاکستان معلو لینو لوبډلې بېټنګ وکړ، او په  ۳۰ اورونو کې یې د لسو لوبغاړو په سوځیدو سره  ۱۲۴ منډی جوړي كړې.

دافغان معلو لینو او اسیب پزیرو ټولنه مشر سید محمد صداقت  رسینو ته وویل چې دافغانستان د معلولینو یا معیوب کرکټ لوبډلو لپاره مونږ ډیر کار کړې او دوي په افغانستان کې هم  څو څو ځلې د سياليو اتل شوي دي.

داود جبار خیل



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.