افغانستان

پکتيا کې چاودنې لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پکتيا ولايت چارواکي وايي چې، نن سه شنبه د ځاځي اريوب ولسوالۍ بازار کې د ماين چاودنې لسو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. د ځاځي اريوب ولسوال ازاد خان وايي چې د سيمې خلکو بازار کې سودا کوله چې د ماين چاودنه وشوه. د ازاد خان په وينا په دغه چاودنه کې درې ولسي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي. د پيښې مسؤوليت لا چا نه دی منلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx