کابل: پولیسو یو ځل بیا پر معترضینو ډزي کړې، یو مړ ۸ ټپيان دي / انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): نن سهار د سه شنبې په ورځ د پيشلمي پر وخت امنیتي ځواکونو په کابل کې د معترضینو پر خیمو برید وکړ او د هغوی د پاشلو او لیري کولو په موخه یې ډزي کړي چې له امله یې د ځینو خبري سرچینو په حواله تر اوسه یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان دي.

پر فیسبوک باندي د معترضینو له لوري نشر شوي ویډیوګاني او انځورونو کې اوریدل کیږي چې امنیتي ځواکونه په ډېر شدت سره ډزي کوي.

پر ټولنیزو پاڼو نشر شوي ځیني انځورونه ښيي چې اقلا یو کس په دغه ډزو کې وژل شوی او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.

باید وویل شي چې مخکې هم پر لاریون کوونکو د ډزو له امله پر حکومت باندي د نړیوالو بشري ټولنو او بهرنیو سفارتونو په شمول د افغان سیاسي مشرانو له لوري نیوکې شوي وې چې له امله یې معترضین نور هم تقویه شوي وه او ورځ په ورځ یې خپل اعتراضیه ناستې زیاتولې.

تېره ورځ د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر اشرف غني ویلي وه چې هر څوک د اعتراض حق لري خو د لارو بندولو حق نه لري.

د شنونکو له نظره د اشرف غنې له دې وینا وروسته د معترضینو د خیمو پر ضد دداسي عملیاتو تمه کېدله او دا د ولسمشر له لوري معترضینو ته یو ګواښ بلل شوی وو.

که څه هم تېر ځل پر لاریون د ډزو د امر ورکوونکو په اړه تحقیقات پيل شوي خو تر اوسه یې په اړه وروستی راپور نه دی نشر شوی، خو هغه مهال هم معترضینو ویل چې د اشرف غني په امر پر دوی ډزي شوي دي.

تېره ورځ د لويي څارنوالۍ دفتر وویل چې پر لاریون کوونکو د ډزو کوونکو په اړه تحقیقات لا روان دي، تر اوسه د کابل ګارنیزون او امنیه قومندان په اړه پرېکړه نه ده شوې.د دواړه امنیتي مسؤولینو دندې پر لاریون باندي د ډزو له امله د لويي څارنوالي له لوري ځنډول شوي دي. خو معترضینو لومړی د امنیتي مسؤولینو د بدلون غوښتنې لرلې چې وروسته د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر ګوښه کېدو پوري ورسیدلې.

باید وویل شي چې په لومړیو ورځو کې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم معترضینو ته د روژه ماتې په توګه پسونه، وریجي، شربتونه او نور خوراکي توکې را لیږلي وه. د نوموړي تر څنګ د جمعیت ګوند هم د اعتراضونو او لاریونونو ملاتړ کړی وو او دولسمشر څخه یې د امنیتي چارواکو ګوښه کولو غوښتنه کړې وه.




تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.