نادري ناولده

يو افغان ۳۷ کاله په نبوي جومات کې د لمونځ وياړ لري

حاجي محمد په نبوي مسجد کې تر ټولو زياته پيژندل شوې څېره ده چې له ۳۷ کالو را پدېخوا په نبوي جومات کې په جمعه لمونځ کوي. دغه افغان چې په توره لونګۍ او واسکټ پيژندل کيږي، تل د امام پسې اول صف کې ښي لاس ته ولاړ وي او تل د کامرو مخې ته راځي پرته له چې دی ورته متوجه وي.

د “مکة” په نوم ورځپاڼه د حاجي محمد له قوله وايي چې، په ۱۹کلنۍ کې سعودي ته راغلی او له اولې ورځې يې خپل کفيل ته ويلي چې دی به د جمعې لمونځ نه قضا کوي او په روژه کې به رخصت وي او ټوله روژه به په حرم شريف کې تېروي.

حاجي محمد وايي چې له کوچنيوالي يې دا ارمان و چې ټول لمونځونه په نبوي جومات کې وکړي. نوموړی ۵۶ کلن دی او وايي چې دا یې ډېر خوښيږي چې، خلکو ته قران کريمونه ورکړي او له تلاوت وروسته يې بيرته په الماريوکې کيږدي حاجي محمد وايي چې دوه يې ښځې او دولس يې لوڼه زامن دي او د درېيمه ښځې په لټه کې هم دی.

دی وايي چې له ژونده خوښ دی کور ودانې يې د کور په کارونو کې يوه بلې سره مرسته کوي او ده ته هيڅ ستونزې نه جوړوي.

 

 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x