نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): د سعودي د بهرنیو چارو وزارت پر خپل ټویټر پاڼه د سعودي د علماو هغه نظرونه را غونډ کړي دي چې په دې وروستیو کې یې پر خپل ټویټر پاڼه د اخوان المسلمین په اړه نشر کړي دي.
د هیئة کبار العلماء (د غټو علماو ټولنه) پر خپل ټویټر د اخوان المسلمین ډله خوارج بللي او ویلي: « ددوی تګلاره او نصاب سم نه دی، ددوی تګلاره د حکومت پر ضد خروج/وتل دی».
او زیاتوي: « دوی عقېدې او سنت ته پاملرنه نه کوي، ددوی تګلاره د دولت پر ضد وتل دي، که په اولو کې احتیاط وکړي، په وروستیو کې حتما د دولت پر ضد پورته کیږي».
جماعة الإخوان ليس لهم عناية بالعقيدة، ولا بالسنة، ومنهجهم قائم على الخروج على الدولة؛ إن لم يكن في البدايات، ففي النهايات.#الأمين_العام
— هيئة كبار العلماء (@ssa_at) June 19, 2017
په یوه بله وینا کې وايي: « اخوان المسلمین ګونديان دي، دوی حکومت ته رسیدل غواړي، دوی د عقېدې رغولو ته دعوت نه کوي، دوی د صحیح منهج او تګلارې خاوندان نه دي».
الإخوان حزبيون يريدون التوصل إلى الحكم، ولا يهتمون بالدعوة إلى تصحيح العقيدة.#الفوزان حفظه الله
— هيئة كبار العلماء (@ssa_at) June 19, 2017
او زیاتوي: « په قرآن او حدیث کې دا نسته چې ډېر ګوندونه جوړ شي، بلکي دواړه د ګوندونو نفي کوي».
ليس في الكتاب والسنة ما يبيح تعدد الأحزاب والجماعات؛ بل فيهما ما يذم ذلك:”إن الذين فرقوا دينهم وكانوا شيعا لست منهم في شيء”الآية #ابن_عثيمين
— هيئة كبار العلماء (@ssa_at) June 18, 2017
همدې ته په اشاره د سعودي بهرنیو چارو وزارت لاندي انځور نشر کړی چې په هغه کې د علماو ټولنې د ټویټر څخه په استفادې د اخوان المسلمین په اړه مهم ټکې را ټول کړي دي.
#انفوجرافيك_الخارجية| هيئة كبار العلماء تكشف #حقيقة_الإخوان_المسلمين pic.twitter.com/Qdj8OmltIu
— وزارة الخارجية 🇸🇦 (@KSAMOFA) June 19, 2017
د اخوان المسلمین حقیقت دا دی:
دوی د عقېدې او سنت لحاظ نه کوي
د سم منهج خاوندان نه دي
صحیح عقېدې ته د دعوت اهتمام نه کوي
ګوندیان دي، غواړي چې حکومت تر لاسه کړي
تګلاره یې پر حاکم او دولت باندي خروج دی
باید وویل شي چې د سعودي حکومت په ۲۰۱۴ کې د اخوان المسلمین ډله تروریستی ډله وبلله، په همدې کال په مصر کې د اخوان المسلمین پر منتخب حکومت د وزیر دفاع جنرال سیسي له لوري د سعودي او امارات په مرسته انقلاب تر سره شو.
د مشرانو عالمانو په جواب کې په ټویټر کې ډېرو خلکو جوابونه لیکلي چې ځیني يې په لاندي ډول دي:
ولأجل ذلك ترون السيسي الذي لديه عناية كبيرة بالعقيدة و الدعوة و نشر الإسلام أفضل
خاصة أنه لا يحب الخروج على ولي الأمر و الانقلاب عليه !!— الأسيف (@alasif23) June 19, 2017
الاسیف وایی: له همدې امله تاسو سیسي بهتره بولئ چې هغه عقیدې ته ډېره پاملرنه کوي، د اسلام په ښه توګه نشروي او دعوت کوي. په ځانګړي ډول دا خبره چې پر ولي امر/ حاکم باندي وتل یا انقلاب نه خوښوي.
طيب احذفوا هذي الفتوى من موقعكم الله يجزاكم خير pic.twitter.com/ncDkGDQtOe
— محمد الجاسم (@mj_aljassim) June 19, 2017
د همدې علماو یوې زړې فتوا ته په اشاره محمد الجاسم لیکلي: «سمه ده، خو دا فتوا یو ځل د خپل ویب پاڼې څخه حذف کړئ، الله دی خیر درته پېښ کړي».
په فتوا کې لیکلي چې اسلامي ګوندونو کې اهل حدیث ، بیا جماعة انصار السنة او بیا اخوان المسلمین پر سمه عقیده دي.
هيئه كبار العلماء فتاويها تتغير بتغير الحاكم والظروف السياسيه !
— Alssamel (@alssamel) June 19, 2017
یوه بل کس لیکلي: «د علماو فتواوي د حاکمانو او سیاسي حالت په بدلون سره بدلیږي».
د مصر عالم شیخ یوسف القرضاوي چې د سعودي، امارات، بحرین او مصر له لوري د تروریزم په تور لیست کې داخل شوی، څو میاشتي تر مخه په سعودي کې د علماو ټولنې د مشر سره ناست وو، د نوموړي انځورونه د عبدالله ال فهد په نامه کس نشر کړي او بیا یې تر لاندي لیکلي: څو میاشتې تر مخه مو قرضاوي دعوت کړی وو، ایا اوس مو د هغه خطر حس کړ؟ څه دلیل پر خپل خبرو لرئ، او که هغه څه وایاست چې نور یې درباندي املا کوي؟.
قبل كم شهر وجهتم دعوة للقرضاوي
فهل اكتشفتم خطرهم هذه الأيام
وهل هنالك اي دليل ع صحة كلامكم
ام تقولون ما يملى عليكم pic.twitter.com/FQRJHrovyy
— عبدالله ال فهد🇶🇦 (@qatarilaw2017) June 19, 2017
یوه بل کس لیکلي: « ایا اخوان پر شرعي حاکم باندي انقلاب وکړ او که علماني سیسي د امارات او سعودي په ملاتړ پر شرعي حاکم «مرسي» باندي انقلاب وکړ.
باید وویل شي چې پر قطر باندي د محاصرې وروسته په عربي نړۍ کې یو ځل بیا د مصر او اخوان المسلمین په اړه توند بحثونه را پارېدلي دي، په ځانګړي ډول په داسي وخت کې چې د مصر حکومت سعودي ته په سمندر کې خپل دوه جزیرې «تیران او صنافیر» ور وبخښلې چې له امله یې په مصر کې یو ځل بیا د جنرال سیسي د حکومت پر ضد توند غبرګونونه را پارېدلي دي.
اخوان ته ښایي چې له غرب/دیموکراسی سره خپله دښمني ډاګیزه او په واحده جغرافیه یانې مصر کې متمرکزه کړي تر څو د غرب د مزدورانو له ډرۍ وهلو څخه نجات ومومي.