غزل/ حبيب الله تراب

حبيب الله تراب

آهونـه دي دردونــه دي زمونږه کلی وران دی
اختره مه را درومه په دې کلي کې خفګان دی

منم چې تـــه د مینې په جامه باندې سمبال یې
خو مونږ ته لیکل شوی په تقدیر کې ستا هجران دی

کوم بلې خوا ته لاړ شه چې ستا قدر عزت وکړي
له مونږ سره غمونه دي زمونږه مل تاوان دی

په دې امید له ژوند سره راغلي یـو تر اوسه
دا شپه که خدای سبا کړي دغه هیله مو ارمان دی

یتـیم لـه مـوره غـواړي د بابا د قبـر خاورې
له تاسره عادت نه دی له ژوند څخه ستومان دی

خندا ده مهـاجره د هـجـرت پـه دیـار اوسي
د ځمکې په لمن کې لا تـر اوسه جنګ روان دی

سپرلی مـرور شوی د بـلبلـو نـغـمه نـشته
ګلان شول پاڼې پاڼې په اغزو کې يې ګوزران دی

د امـن ښاپیرۍ له کـوه قـافـه نـه راګوري
شپیلۍ د عشق ګونګۍ ده په دې ښار کې عمر ګران دی

زارۍ درتـه کــوم حبیب الله تـراب جـانـانـه
پـه مینه راتـه وګوره پـه مینه جوړ جهان دی

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.