ليکوال او شنناند نظر محمد مطمئن

ولسمشره زما اتل یې، زما ورک غازي امان الله خان یې!

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند

ولسمشره درې شلي او لس کلن شي، د ولس د زړه خبره دي وکړه، موږ درسره ولاړ یو، موږ دې ملاتړې یو، موږ دي عسکر او ملګري یو، موږ دي امر منلو ته حاضر یو.

خو! ژمنه وکړه، چې قول او عمل به دې یو کوې، په خبره به دي دریږې، شاته کیږي به نه، ولس ته به دوکه نه ورکوي.

ډیر خوشاله شوم چې ستاسي له خولې اورم چې وايې د اعلیحضرت شاه امان الله خان غازي نيمګړی فصل به بشپړ کوم، موږ دې په پوره امانت دارۍ ملګري یو.

خو! د افغانستان او نړۍ تاریخ لیکي چې غازي امان الله خان له انګریز ښکېلاک څخه ازادي واخیستله، او بیا یې له هیواد د انګریز پوځ د ایستلو لپاره جهاد اعلان کړ، افغان ولس ورته د غازي لقب ورکړ. غازي امان الله خان واک ته له رسېدو سره سم د خپلواکۍ اعلان وکړ، د وطن خپلواکۍ غازي هرې ستونزې او ننګونې منلو ته چمتو کړی و.

د حکومت مشره! تاریخ لیکي چې د مخکينې ولسمشر حامد کرزي، د اوسني ولسمشر غني، د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني، د پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي، د شمال ټلوالي د ګردو مشرانو او قومندانانو او ځینو نورو افغان مشرانو په ملګرتیا او غوښتنه امریکایې پوځیان افغانستان ته راوغوښتل شول، او افغانستان يې د بهرنیو پوځیانو په واک کې ورکړ.

دلته یو لوی توپیر ولیدل شو، غازي امان الله خان د هیواد ازادي واخیستله او تاسي ښاغلو د هیواد ازادې خرڅه کړه.

د حکومت مشره! تاریخ لیکې چې د افغانستان ولس د امریکا او ناټو سره د ناانډوله امنیتي تړون مخالف وو، او که غازي امان الله خان ژوندی وای، هغه به یې هم مخالفت کاوو، مګر تاسي ښاغلي واک ته د رسیدو په دوېمه ورځ دغه ننګین له شرمه ډک تړون لاسلیک کړ، چې نن یې اضرار هر لوی او واړه افغان ته رسیږي. غازي واک ته له رسېدو سره اول کار د ازادۍ اعلان وکړ، او تاسو هغه تړون لاسلیک کړ چې ستاسې د ټیم نژدې غړی، دمالیې وزیر اکلیل حکیمي هغه وخت ویلي و چې دا تړون زموږ په ګټه نه دی!

دلته یو لوی توپیر تاریخ لیکې چې غازي امان الله خان له یرغلګرو انګریزانو سره د هر ډول امنیتي تړون مخالف وو، مګر تاسي د هیواد نه پوځي او هوایي اډې (د کابل هوایې ډګر، د بګرام هوایې او پوځې اډه، د مزار شریف هوایې ډګر، د جلال اباد هوایې ډګر، د ګردیز پوځې اډه، د کندهار هوایې او پوځې اډه، د هلمند هوايې او پوځې اډه، د شینډنډ هوایې او پوځې اډه او د هرات هوایې ډګر)امریکا ته د افغانانو د وژلو په موخه په واک کې ورکړي، او تر څو له دې ځایه منځنۍ اسیا، چین او روسیه هم د امریکا له تهدید سره مخ وي.

تاریخ به دا هم ولیکي چې تاسي (ډاکټر غني) او مخکینې ولسمشر حامد کرزي د شاه امان الله خان غازي د ننګ مډالونه په ډیر ټیټ سره باندی د بهرنیو پوځیانو د قومندانانو په اوږو ورټومبل، هغوی چې زموږ په هیواد کې د افغان ولس په ضد جګړه کوي.
د لویدیز له عینکو، د لویدیز له غوښتنو سره سم، د میرمنو د حقونو په برخه کې ستاسي او ستاسي د میرمنې ځانګړې هڅې فوق العاده دي، چې تاریخ به داهم ولیکي.

تاریخ لیکي چې د مخکینې ولسمشر کرزي میرمن کله هم د افغان دود او کلتور مخالف حجاب کې حتی د میرمنو په ټولنه کې هم ونه لیدل شوه.

د حکومت مشره! دلته تاسي هم دا امتیاز لرئ، چې میرمن رولا غني په کابل کې د سړو او کله د میرمنو په لویو غونډو کې، او کله چې تاسي ته د ارګ چارې سپارل کیدی، په اوږدو لویو کابلي کالیو کې لیدل کیږي، هغه چې پخوا یې د لویدیځ جامه درلودله.

غازي امان الله خان چې پوه شو چې ولس ورڅخه فاصله ونیوله، هغه د خپل ولس په وړاندي جګړه ونه کړه، د لوی کندهار او غزني خلکو د هغه د ملاتړ لپاره وسلې را واخیستلي، مګر غازي امان الله خان ورته وویل چې د واک د ساتلو په خاطر خپل افغان ولس نه شم قرباني کولای.

غازي امان الله حتی د حبیب الله خان کلکاني (بچه سقاو) په مقابل کې هم د لوی کندهار او غزني د خلکو له قربانیو څخه ډډه وکړه، او د افغان وژلو دسیسې ته یې دوام ورنه کړ.

تاریخ به ولیکي چې تاسي د نیم حکومت (۵۰٪) واک د ساتلو لپاره په تیرو دریو کلونو کې دواړو لورو (حکومت او طالبانو) ته په لسګونو زرو افغان ځوانان او ماشومان د خپل واک ساتلو لپاره قرباني کړل.

موږ په خپلو پورته ژمنو دريږو، که تا د غازي امان الله خان له کارونو یو هم وکړ، لومړنی او یا وروستی، داچې امریکایې پوځیانو ته له هیواده د وتلو جرئت وکړئ او یا خو د خپل لړزیدلي واک لپاره د افغان بچيانو سرونه قرباني نه کړئ، د پردیو هیوادو د ګټو لپاره د افغان میرمنې په نېمه شپه کې په ژړا نه کړئ.

د حکومت مشره! د نړۍ او هیواد ګردو تاریخونو لیکلي چې خدای بخښلی موسی شفیق د شوروي پلوو افغان کمونسټانو لخوا له دي امله شهید کړلای شو، چې هغه د هیواد په ازادي مین لومړی وزیر وو. شفیق د خپل هېواد له دودیز تعلیمي نظامه نړۍ ته ووت، تمدن یې ولید، بېرته راغی همدې خوار ولس ته، د همدې ولس له ارزښتونو لپاره یې مبارزه وکړه او پای یې قرباني هم شو.

موسی شفیق چې په ۱۹۷۲ کې د ظاهر شاه له خوا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، ایران سره د اوبو او پاکستان سره د پولې په څېر لانجمنو موضوعاتو ته یې لاس واچاوه. شفیق زړور رهبر و، د سختو تصمیمونو جرئت یې درلود.

ولسمشره، پوهېږو، ته چې د امریکایانو یوه ړنده بمباري نه شې غندلی؛ نو د امنیتي تړون د الغا بحث به چېرته پورته کړای شې؛ خو شفیق داسې نه و، شفیق سختې پرېکړې کولې، شفیق چې ایران سره د اوبو ربړه حل کړه، هغو عناصرو په کابل کې شفیق ته د اوبو خرڅوونکي خطاب کاوه، چې نن ستا په غېږ کې ناست دي او ټول نظام یې په ولکه کې دی.

د حکومت مشره! فکر مه کوه چې د خلکو تاریخ هیر دی، تاریخ لوستل شوې او راتلونکی تاریخ لیکل کیږي.

۲۳م روژه مات ( ۲۸ غبرګولی ۱۳۹۶/ ۱۸ جون ۲۰۱۷) ته ارګ ته د مدني ټولنو استازي ورغوښتل شوې وو، د حکومت مشر ورته وویل چې : «د غازي امان الله خان او موسی شفیق ناتمام د هیواد د پرمختګ څپرکی به بشپړوم.»

ډاکټر غني ونشو ویلای چې د غازي امان الله خان او موسی شفیق د هیواد په ازادۍ او خپلواکۍ مینو افغانانو په قدم به قدم ږدو او هیواد به له پردیو بهرنیو پوځیانو خلاصوو.

د حکومت مشره! سوله اړینه ده، د بهرنیو پوځیانو په شتون کې سوله ستونزمنه ښکاري، ښه به وي چې سولې ته د رسیدو په اساسي او بنسټیزو شرایطو فکر وکړئ. که رښتونې سوله دي وکړه، زما اتل یې، زما ورک غازي امان الله خان یې.

حکومت مشره! کله چې داسي وخت راشي چې ستاسي وخت او ورځ نور په کابل کې نه تیريږي، او بیرته امریکا ته ځئ، بیا به د سولې چانس ونه لرئ، هغه وخت به ارمان کول کومه ګټه هم ونلري، او داهم یاد ولرئ، چې طالبان د دې خاورې بچیان دي، او هغه به یوه ورځ خامخا د خپل ولس د غوښتنو سره سم ښارونو ته راځي.

د حکومت مشره! د کابل پوهنتون د دیوال په قرارداد کې هم د لکونو ډالرو د فساد له امله ویل کیږي هغه وخت کې ستاسي د فساد دوسیه لویې څارنوالي ته لیږل شوې وه، چې د امریکا سفارت د مداخلي له کبله هغه همهلته ورکه شوه، او بیا چې تاسي واک ته ورسیدلئ، هغه څارنوالان د یادې فساد دوسیې قرباني او له دندو وشړل شول.

حکومت مشره! تاسي وویل چې : «په تېرو لسو ورځو کې مې له ۳۰۰۰ هېوادوالو سره وکتل».

یعني په یوه ورځ کې مو له ۳۰۰ کسانو سره کتلي، که مو له هر کس سره جلا جلا لیدلي وي، او هر کس ته مو لس دقیقي وخت ورکړی وي، نو په یوه ورځ کې مو ۳۰۰۰ دقیقي خبرې له خلکو سره کړي چې هره ورځ پنځوس ساعته یواځي تاسي ولسي خلک لیدلي، داچې نور مو څو ساعته کار کړي، که هغه وخت هم ورزیات کړو، نوستاسي کاري ورځ تر ۵۰ ساعته اوړي، حال داچې د نړۍ په ټولو هیوادو کې کاري ورځې ۸، ۱۲، ۱۸ ساعته وي، او شپه او ورځ بیا ۲۴ ساعته کیږي.

او یا دا چې په ډله ییز ډول مو له خلکو سره لیدلي، بیا خو نو یواځي تاسي خپلې خبرې ورته کړي ، د هغوی نظریات به مو ډیر لږ او یا خو نه وي اوریدلي، که ډله ییزه لیدنه وي، بیا نو په یوه ورځ کې سړی لسګونو زرو کسانو ته هم وینا کولای شي.

د حکومت مشره! تاسي وویل چې: «زه دلته د ښځو، ځوانانو او بېوزلو په رایو راغلی یم او هیچا سره شخصي مناسبات نه لرم، د افغانستان دښمنان یو قوي دولت نه غواړي، د افغانستان قوي ټولنې لپاره قوي دولت په کار دی او ژمنه کوم چې د کابل ښار ټول بند سرکونه به خلاصوم، خو تاسې به راسره دریږئ.»

دابه درسره ومنو چې تاسي ته نږدې ۲ میلیونه خلکو رڼې رایې درکړي، مګر تاسي ته د رایه درکوونکو ښځو، ځوانانواو بې وزلو په رایو ولې له ډاکټر عبدالله سره معامله وکړه، تاسي خپله قوي حکومت ونه غوښت او حکومت مو وویشي، په لوی لاس مو سهامي شرکت ورڅخه جوړ او یو کمزوري دولت مو تشکيل کړ.

حکومت مشره! ودي ویل : «کله چې جمهور رئیس شوم تاسې داسې تصور کولای شوای که د تورخم لار بنده شي کابل کې دې خلک ډوډۍ پیدا کړای شي؟ ما دوه کاله منځنۍ اسیا سره د اړیکو په جوړولو کار وکړ، کله چې د تورخم دروازه تر میاشت ډېره بنده وه، په مونږ یې یو فیصد اغېزه هم ونکړه. دا زمونږ د اقتصادي خپلواکۍ او ښېرازۍ ثبوت دی.»

مګر تاسي ته لکه چې د سوداګرې وزارت کارکوونکو نه دي ویلې چې د طالبانو د نظام پر مهال پاکستان په افغانستان اوړه بند کړل، طالبانو له ترکمنستان سره هوکړه لیک لاسلیک کړ، هغه کال غنم او اوړه دومره زیات وو، چې تر بل هر کال ارزانه وو.

مګر تاریخ داهم لیکي، چې ستاسي په وخت کې پاکستان د تورخم دروازه رسمې پرانیستله، ستاسي په وخت کې پاکستان د چمن دروازه رسمې کړه، ستاسي په وخت کې پاکستان د بولدک د کلیو سر شمېرنه وکړه، ستاسي په وخت کې د ډیورنډ په کرغیړنه لیکه خندق وایستل شو، او دافغانستان لورته پرې اغزن تار هم ولګول شو.

ستاسي په وخت کې پاکستاني چورلکو او پاکستاني پوځیانو د افغان پوځیانو سره په ګډه د ننګرهار په ځینو سېمو کې جنګې عملیات وکړل، ستاسي په وخت پاکستان ته استخباراتي معلومات ورکول شول، او ستاسي په وخت کې پاکستان ته افغان پوځیان د روزنې لپاره واستول شول.

حکومت مشره! د منځنۍ اسیا اړوند خبرې هغه وخت کوه چې د روسانو او امریکا اړیکې سمې شي، تر څو چې د روسانو او امریکا اړیکې کړکیچنې وي، نه ښکاري چې تاسي ته دي په منځنۍ اسیا کې ښه راغلاست وویل شي.

ولسمشر غني وویل : «دوه کاله مخکې د نظام د بقا سوال مطرح و. ټولو د سقوط نارې وهلې. ایا چا دا ویل چې ملي ځواکونه به هېواد وساتي؟ د ګردي میزونو خبرې مو در په یاد کړئ. نړۍ له افغانستان څخه د تېښتې په حال کې وه. ایا چا دا اټکل کولی شو چې مونږ به له وارسا او بروکسل کنفرانسونو ۱۵ ملیارده ډالر راوړو؟ دښمن دا نشي زغملی.»

حکومت مشره! پوهیږي چې د امریکا درانه له شره ډک لاسونه درباندي پراته دي، که نه د ولسې جرګې هغه خبره دریادوم چې د روښنایې غورځنګ ستر لاریون ارګ ته نږدې وو، د ولسي جرګې وکیل وایې چې له ویرې مو ضعف کړی وو. او د تيښتې لاره مو لټوله، مګر د امریکا سفارت ډاډ درکاوو. اوس هم چې د امریکا سفارت، امریکايې پوځیان درسره نه وی، کیدای شي،
ستاسي نظام ډیره بقاء ونه لري.

د کندز دوه ځله سقوط مو له یاده وتلی، د هلمند له موسی کلا څخه د افغان عسکرو د لواء شاته کېدل او وسایل یې طالبانو ته پاتې کېدل مو له یاده ووتل، د بدخشان ۲۰۰ تنه پوځیان چې طالبانو ته له خپلو وسلو او مهماتو سره تسليم شول، له یاده مو ووتل، د هملند، ارزګان او فراه د مرکزونه محاصره چې بیا امریکایې الوتکو ماته کړه، او له یاده مو وتلي چې په همدې اونۍ کې طالبانو د ارګ څخه نږدې ۲۵ کیلومټره لیرې ستا د پلرنې ټاټوبې لوګر څخه کابل ته لویه لاره کې ولاړ او په ساعتونو یې هلته تالاشي کوله.

د نړیوالو خپلواکو ادارو، د امریکایې مشهورو ورځپاڼو او سیګار راپورونه مو لکه چې له یاده ووتل، چې د هیواد ډیره خاوره د حکومت له واکه وتلي ده.

له وارسا او بروکسل غونډو چې هر څومره ډیر ډالر تاسي ترلاسه کوئ، هغه یواځي د افغان ولس د وژلو لپاره درته راځي، دا نو د ننګ نه ، بلکې د پېغور خبره ده، چې د خپل ولس د وژلو لپاره له امریکا او ناټو پیسې ترلاسه کوئ، او بیا فخر هم کوئ، کاش چې همدا پیسې مو د سولې په لاره کې لګولې وای.

تاسي وویل چې : ((ډېر ځوانان مې و ګومارل، ماته داسې اداره په میراث پاتې وه چې د خدمت فرهنګ پکې نه و.))

د حکومت مشره! کوم ځوانان؟ هغه چې په بهرنیو هیوادونو کې یې زده کړې کړي، او له راتګ وروسته به خامخا د کوم هیواد سپارښتنه د دندې اخیستلو لپاره ولري، موږ ډیری داسي د ماسټرې او دکتورا ځوانان لرو، چې د دندې د نه پيداکیدو او مایوسې له امله غیر مسلکې کارونه کوي.

د حکومت مشره! تاسي د کندهار، هلمند، زابل، ارزګان هغه ځوانان راته وښیاست چې د لیاقت پر بناء مو دندې ورکړي دي.
او رښتیا هم تر ټولو ډیر خدمت دي د ځوانانو په برخه کې دا وکړ چې نږدې دوه لکه ځوان افغان استعدادونه ستا دواک په وخت کې له هیواده وتښتېدل.

او یو میلیون افغانانو ته د کار پېداکولو پر ځای دي، تر یو میلیون زیاتو افغانانو څخه دندې واخیستلي.

ولسمشر وویل چې: ((ملي یووالی مو تر برید لاندې دی، ملي یووالی و ساتئ او خلک مه ناامیده کوئ.))

د حکومت مشره! د ملي یووالي بنسټونه یو ځل د ډاکټر نجیب الله وخت کې ړنګ شول، چې قومې ملیشې یې جوړي کړي، د شمال په استازیتوب یې د قومې ملیشو مشر ستاسي لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم او په جنوب کې د قومي ملیشو مشر یې ستاسي د هملند د جګړې اوپراتیفي مشر جبارخان وو.

دادي تاسي هم د ملي یووالي بنسټونه ونړول، حکومت مو په دوو برخو وویشی، نېمه حکومت مو شمال ټلوالي ته وباخښه، او نیم حکومت مو د نورو قومو په منځ کې وویشی، چې دي ډول د سیاسي ویش او سیاسي معاملي حکومت ته کله هم د ملي یووالي حکومت نه ویل کیږي.

ستاسي د متوازن انکشاف دعوي اړوند یواځي د پکتیا د مچلغو بند درته یادوم، چې ولي مو د هغه بند پروژه لغوه کړه، او داچې د پکتیکا یادونه مو وکړه، کومې پروژې هلته شوې او یا تر لاس لاندي دي؟

د چین سره د ښو اړیکو موږ منو، خو د لوګر د عینکو د مسو قرارداد چې کلونه پرې تیر شوې، ولي چینایې انجنیرانو ته د کار کولو اجازه نه ورکول کیږي، ولي ورته امنیتې ستونزې جوړیږي، دا څه ډول ښه روابط دي، څه ډول اقتصادي پرمختګ دی، چې قرارداد شوې د هیواد په کچه لویه پروژه نه پېل کیږي او دنورو پروژو په اړه راته ویل کیږي.

او د چین هیواد د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې دادي چې افغانستان ته د امریکایې زیاتو پوځیانو لیږل په سېمه کې کړکیچ زیږوي، د سولې په مخ کې خنډ جوړیږي.

او حکومت مشره! هغه د هند څخه راتلونکی اورګاډي ولي معطل دی، څه پېښه وشوه، چې هغه یوځل راتګ وشو، او بیا افغان سوداګرو ونه لیدی؟

او حکومت مشره! هغه د چابهار بندر څنګه شوه، هلته د افغان سوداګرو مالونه څه شول؟

او حکومت مشره! هغه د سالنګ دویم تونل، د اقینې بندر او ټوټاپ پروژې څه شوې؟

او حکومت مشره! د مخابراتو ۱۰ سلنه محصول دچا جیبونو ته لویږي؟

او حکومت مشره! د ننګرهار، هرات، شیرخان بندر او هرات د ګمرکونو غلا شوې پیسې د کومو چارواکو ترمنځ ویشل کیږي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

6 تبصرې

  1. عبد المنعم حامد

    نظرمحمد مطمئن###!
    نظرمحمد مطمئن يوه اوږده ليکنه کړې ده، ولسمشر يې مخاطب کړی او د ولس د ګمراه کولو ناکامه هڅه يې کړې ده. په پيل کې ### ولسمشر ته په ښېراوو سره څرګندوي او وايي: ولسمشره درې شلي او لس کلن شې. ښاغلی ولسمشر چې نږدې د اويا کالو دی نو دی ورته د زړو ښځو په څېر د مرګ ښېرا کوي.
    مطمئن ## اظهار څه په دې ډول کوي: د حکومت مشره! تاريخ ليکي چې د مخکينې ولسمشر حامد کرزي٬ د اوسني ولسمشر غني٬ د پخواني ولسمشر برهان الدين رباني٬ د پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي٬ د شماټلوالي د اردو مشرانو او قومندانانو او ځينو نورو افغان مشرانو په ملګرتيا او غوښتنه امريکايې پوځيان افغانستان ته راوغوښتل شول٬ او افغانستان يې د بهرنيو پوځيانو په واک کې ورکړ.
    ګله مطمئنه! افغانستان ته امريکايي پوځيان حامد کرزي او اشرف غني او نورو نه دي راغوښتي، تاريخ کې دا هر څه ليک دي چې دلته يوه نااهله ډله حاکمه وه، دلته واک د ای ايس ای و، دلته واک د اسامه او عربو و، ####، د هغوی واکدار اسامه پر امريکا حمله وکړه، امريکا له دغې ### ډلې نه اسامه وغوښت، د افغانستان علماوو دغې ډلې ته وويل چې اسامه له ملکه وشړه، دوی نه امريکا ته ورکړ او نه يې له ملکه وشاړه، د ای ايس ای په مرسته، لارښوونې او ملګرتيا امريکا پر افغانستان بريد وکړ، په ځای د دې چې دغې ### مقاومت او ميړانه کړې وای وتښتېدله او هماغه د ای ايس ای غېږې ته يې پناه يوړه، نو امريکا ستا د ډلې د بېوقوفۍ او غلامۍ په وجه افغانستان ته راغله، تاسو د هغه وخت حاکمان وئ لويه بې غيرتي مو وکړه او هېواد مو ورته پرېښوده.
    ته وايې له امريکې سره تړون له شرمه ډک دی، نو مظمئن ګله دغه تړون هم ستاسو د ناځوانۍ او غلامۍ په وجه وشو، ښاغلي کرزي پوره يو کال د تړون نهايي کول وځنډول، تاسو ته يې د سولې او روغې چيغې نارې وکړې خو تاسو د ای ايس ای پر ##### وئ، د خپلو ملي او اسلامي ګټو ته مو خيال نه و، سوله مو ونه کړه بلکې جنګونه مو نور هم تېز کړل، له کومو ولايتونو نه چې امريکايان ووتل هلته تاسو جنګ ته شدت ورکړ او دولت مو مجبوره کړ چې له امريکې سره تړون لاسليک کړي.
    يوه خبره د توجه وړ ده او هغه دا چې تاسو يوه فراري ډله ياست، تاسو له روس او ايران سره تړونونه کوئ، سره له دې چې ستاسو تړونونه د ولس او هېواد په شر دي، يو دولت چې د خلکو په رايه مينځ ته راغلی دی هغه ته دا حق نه ورکوئ چې له يو چا سره تړون وکړي. ستاسو د خوښې هېواد پاکستان او ورسره قطر له امريکې سره همدا ډول تړونونه لري، بلکې په قطر کې د امريکې تر ټولو لويه اډه ده هغه ستاسو خوښ هېواد دی خو دلته د يو مشروع او قانوني حکومت تړونونو ته د غلامۍ تړون وايئ.
    افغانستان خپلواک دی، غازي امان الله خان د خپلواکۍ اعلان وکړ، له انګرېزانو نه خو اوس هم د انګرېز د بچي د غلامانو له بريدونو لاندې دی، ځکه نو جنګ دوام لري.

    مطمئن صاحب ولسمشر ته وايي: تا لسګونو زرو افغان ځوانان او ماشومان د خپل واک ساتلو لپاره قرباني کړل.
    ښاغلی مطمئن ! ته ### چې د جنګ پړه پر دولت اچوې ، دولت خو يو مسوله اداره ده، د خلکو او هېواد دفاع يې ذمه واري ده، جنګ خو طالبجان کوي، دولت خو هغوی ته په وار وار بلنې او زارۍ ولېږلې چې راشئ سوله وکړئ، افغان وژنه بس کړئ او چې طالب سوله وکړي د دولت هېڅ حاجت نه پاتې کېږي چې امريکا ته ووايي چې دلته پاتې شئ، تاسو له دولت سره سوله وکړئ خپل دولت قوي کړئ خارجي قواوې به خپله مخه کوي خو تاسو د ای ايس ای غلامان يئ دا جنګ د پاکستان په ګټه دی او تاسو د هغه ګټو ته ژمن ياست.
    مطمئن جانه ښه پوهېږې چې دولت او حکومت تاسو کمزوری کړی دی، که حکومت کې فساد دی نو يو عمده لامل يې جنګ دی چې تاسو له خپل دولت سره شروع کړی دی، که پاکستان دروازې جوړوي او که رامخته کېږي سبب يې تاسو يئ، دولت ستاسوبغاوت وزپي او که د پاکستان مخه ونيسي، راشئ تاسو هم لږ غير ت ځان کې پيدا کړئ او د پاکستان مخه ونيسئ خو دا به تاسو کله هم ونه کړئ.
    نور بیا

    • عبدالمنعم حامد صاحب

      تاسو په دې خپل اوږد تعلیق کې یوازې طالبان ټکولي دي زه وام که لږ ي د امریکایانو او د هغوی د مفسدو غلامانو په ګند باندط هم تم شوی وای نو بده به نه وه.

      که فرض کړو د طالبانو په اړه ستا غرضي تورونه رښتیا وي نو بیا خو باید ټیکری په سر کړې ځکه ستا په کلیو او بانډو باندې واک چلوي او د ملګرو ملتونو د احصاییې له مخې د افغانستان ۵۵ فیصده خاوره تر خپل واک او کنټرول لاندې لري.

  2. عبدالمنعم صاحب !
    کوم کلی کی یو لاوباله او بیکاره دوه ورونه وو ، د ورځی به یی پیتاوی او شپی به یی په یوه او بله حجره کی په قطعو ، قیمار ، چرسو ، کنځلو او ګډو وډو ویلو تیرول همدا یی د ژوند ټول هدف وو پلار او مور یی ورباندی ډیر لوی او شکلی ومعتصم بالله او فضل من الله نومونه ایښی وو ، هغه نومونو یی پلار او مور ته د ګټی په ځای تر تاوان او شرم نور څه نه وو ، د عبدامنعم حامد صاحب لوی او شکلی اسلامی نوم چه می ولید او دی ګډو وډو او سرسام اورو خبرو ته می ورله وکتل کټ مټ هماغه معتصم بالله او فضل من الله را په یاد شول.
    ستاسی د ګډو وډو په ځوابولو وخت نه ضایع کوم، خپلواک خلک چه ستا تبصره لولی ستا د شخصیت اټکل کولی شی چه تاسی څوک او د چا د باره کار کوی مګر دغه یوی خبری ته مو ځواب لیکم ، تاسی لیکلی چه طالبان یوه تشتیدلی او فراری ډله ده، مګر د ځان په اړه مو نه ده لیکلی چه تاسی کومه ډله یاست او د چا په ټانکو او الوتکو بدرګه دی مچاهد اولس ته راوستل شوی، ستاسی له ماموره تر جمهور او له عسکره تر جنرال معاشونه مو څوک د څه د پاره درکوی، طبیعی ده چه هغوی به په دی خزانو وطن کی له یوی خوا د اسلامی نطام د مخنیوی او له بلی خوا به د دی هیواد د زمکی لاندی او باندی زیرمی لوټ کوی او زمونږ ټولنه به استثمار او غلاموی او ددغه موخو ته د رسیدلو د پاره به یی تاسی وسیله چوړه کړی یاست، لکه په فاحشو چه سرمایه ګذاری شوی، له فاحشیو څه لاسته راوړنه لری او هغه فاحشی د خپل کاذب حیثیت ساتلو دباره بیا ته نورو ته فاحشی وایی

  3. جمال صیب په قلم مو برکت شه ډیر په زړه پوری ځواب مو ورکړی دی

  4. نه په د حکومت به چارواکو کې داسې څوک شته چې د مسلمان خو څه چې د انسان په سترګه ورته وکتل شی.
    نه په طالبانو کې داسې یو څوک تر نظر کیږي چي حکومت خو ډیره لري خبره ده حتا خپل ځان تعریف کړی.

    وایې چې
    نه ما څه در ته پریښودل ، ته تا څه راته پریشودل
    په نړۍ کې ګمراهانو ، هرچاته څه را پریښودل
    چا ګل بڼ کړلو غوجله ، څوګ چرمښ د غوجلې
    چا د حق په سپنه لار کې تش خوسا یادونه پریښودل

  5. نعیمه ګلی سلامونه او نیکی هیلی می ومنه !
    ښکاره خبره ده چه ملت په دری برخو ویشل شوی یوه ډله خو هغوی چه د اشغالګرو په اوږو او ټانکو لکه فاحشی راوستل شوی چه تاسی یی حکومت او مظلوم ولس یی د اشغالګرو غلامه ، ناوړه او فاسده اداره بولی ، بله هغه ډله چه د خاوری ، خلکو او خپلواکی د دفاع د پاره په مالو ، ځانو او اولادو د قربانی ډګر ته راوتلی د ټولی نړی د یهودی استعمار سره څه د پاسه یوه نیمه لسیزی کیږی جهاد کوی، د شنو سترګو او سرو ویښتانو څخه د همدغه نعیمی به شان خویندو او میندو دعفت او سپیڅلتیا ساتنه کوی دا ورته مهمه هم نه ده چه د نعیمی په شان نجونه او میرمنی یی غندی که لمانځی ، هغوی د الله ج د رضا او مظلوم اولس د دفاع د پاره پاڅون کړی د چا د غندلو او ستایلو لیوالتیا نه لری .
    دریمه هغه ډله ده چه په اسلامی فرهنګ کی ورته منافقین وایی، هغوی نه د کفر او نه د اسلام پروا لری د هغوی د پاره که هندوان وی ، روسان وی ، انګریزان وی مهمه نه ده مهمه دا ده چه د هغوی بزنس او تجارت دروازی پکی پرانستلی او څه مادی لاسته راوړنی ولری ، هغوی ته خاوره ، خلک ، خپلواکی او حتی ناموس مادی لاسته راوړنی دی چه په هره روا او نارو ، په عفت یا بی عفتیو کی وی .
    نعیمی خور ستاسی له یادونو معلومیږی چه تاسی د دریمی ډلی سره تړاو لری نه دکفارو او نه د مسلمانانو اړخ نیسی ، هڅه لری که دغه لمړی غلامه اداره الیش او به ځای یی تاسی چارواکی شی ، بیا به همدغه اوسنی غلامان لکه د کرزی بابا په شان تاسی پسی ګډی وډی وایی چه پرونی کلمی پس ورته په غاړه شی بیا هر څه سم دی
    [ نه ما څه او نه تا څه راته پریښودل او ….] دا شعر ستاسی او د موچوده غلامی اداری تر مڼځ که زمزمه شی سمه ده مظلوم او لس مو مخاطب کړی مګر طالبانو ورته په وینو لړلی او ویاړلی کړنی پريشودی هغوی په خواږه خوب ویده او عفت یی طالبان خوندی ساتی، هغوی چه ساتنه یی اشغلګر کوی له کورو یی د سرو ویښتانو او شنو سترکو ماشومان راوځی او د مظلوم اولس له کورونو افغان او تور سترګی مجاهد ماشومان راوځی .
    ستاسی دوهم بیت ( چه چا غوجله ګل بڼ او څوک چرمښ د غوجلی …) فکر کوم چه دغه چرمښ نعیمی خور ستای په شان ناشکره او کم ضمیره دی له دی زیات به څه نه لیکم مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.