افغانستان

چارواکي: کاپیسا او بادغیس کې د ملي اردو شپږ سرتیري وژل شوي او دوه طالبانو ته اوښتي

نن ټکی آسیا: د دفاع وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د کاپیسا ولایت د آله سای ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سړک غاړي ماین د چاودنې له کبله د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ملي اردو ځواکونه په سیمه کې په چاڼیزو عملیاتو بوخت ول چې موټر یې پر ماین ور برابر شوی.

همداراز په یوه بل خبر کې د بادغیس ولایت امنیتي چارواکي د خپلو دوو عسکرو تسلیمېدل تائید کړل.

د بادغیس د مقر ولسوالۍ ولسوال احمدشاه حنظله په خبره دا دوه عسکر له څلور مېله وسلو سره یو ځای پرون طالبانو ته تسلیم شوي دي او اوس له هغوی سره یو ځای دي.

د طالبانو غبرګو ویندویانو دواړه پېښي تائید کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x