روژه په اسلام او ساینس کي (۲۸)

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر

د مبارکې روژې په برکت سره مې اسلام قبول کړ

فاطمه سکاټ

زما د مسلمانېدو لړۍ يو الهامی کار ؤ، ځکه چې زما د بدن په یوه رګ کې هم داسې احساس او نښې نښانې نه وې چې اسلام قبول کړم؛ خو چې هدایت راشي، نو ضلالت ځي، چې رڼا راشي، تاریکي خپل ځان ټولوي، چې ورځ پیل شي، شپه کډه کوي او چې کله د حق څرک د انسان په زړه کې ځاله جوړه کړي؛ نو د باطل جنازه پورته او له خاورو سره خاورې کېږي.

پخوا په اروپا کې اسلام راوړل یو پېغور او شرم احساسېده، په ځانګړی ډول، په هغو سیمو کې چې هلته به کلیساوې ډېرې وې، د عیسایت لمن به پراخه وه او هر ځای به د بایبل پوهان، مبشرین او مبلغین ناست او خلک به يې عیسایت ته رابلل، د عیسایت د مینې تخم به یې د خلکو په منځ کې شینده، کلیسا ته به يې بلنه ورکوله او کله، کله خو به یې په کرسمس کې د بایبل یوه نسخه هم د سوغات په توګه ورکوله، نو په داسې سیمو کې په مسلمانانو رشخن وهل او تجاوز کول ، یوه عادي خبره وه، چې دا ټولې هلې ځلې د عیسایی مبلیغینو وې او دوی تر اوسه پوره کوښښ کوي چې ټوله نړې (Christianized) یا عیسایی کړي، خو دا ناشونې او له امکانه وتلې خبره ده، چې په دې خوبو کې ډېر پاپان، راهبان او کشیشان تر خاورو لاندی شول او دا ارمان يې له ځان سره ګور ته یووړ.

دا یو حقیقت دی چې عیسایي ګروپونه او کړۍ زمونږ ښځینه قشر ته، العیاذ بالله اسلام ډېر سپک معرفي کوي او حال دا چې کومې کامیابۍ، خوښۍ، سکون او ښکلی احساس چې په اسلام کې شتون لري، په بل هیڅ دین کې یې زرمه برخه هم نشته؛ نو ځکه که یو چا اسلام قبول کړی وای، نو هغه به د لوی ګواښ سره لاس او ګرېوان ؤ او داسې خو لا هم پېښه شوه چې دعایشه اسلام په نوم زما یوه دوسته چې کله په اسلام مشرفه شوه؛ نو د عیسایي وحشي ځناورو لخوا په مرموز ډول سره لومړی اختطاف شوه، وروسته یې داسې شکنجه کړې وه، چې په ژوند يې ټول ویښتان ورنه ایستلي وو او بیا یې په ډېر بد حالت د شهادت مقام ته رسولې وه، چې د دې شهادت د ټول مسلمه امت لپاره نه هېرېدونکی ویاړ دی.

عایشه اسلام یوه نیکه، رېښتینې او مخلصه مؤمنه بي بي وه، چې زړه وړونکې څهره یې درلوده او د اسلام لپاره يې شپه او ورځ دومره کوښښ کاوه چې د اسلامي شغلو خپرېدل یې پر ځان فرض ګرځولی وو او حال دا چې هغه له اسلام راوړلو مخکې یوه متعصبه عیسایی مېرمن وه، خو چې کله مسلمانه شوه، نو اسلام ته یې چوپړ نه هېرونکې دی او تر اوسه له چانه هېره شوې نه ده او د ټولو په زړونو کې ځای لری.

عایشې ته هر چا ته احترام کاوه، ځکه چې هغې په ډېرو مذاهبو او ادیانو کې ځانګړی مهارت او پوره معلومات درلودل او له همدې کبله، د هغې په جنازه کې له مسلمانانو څخه علاوه هندوان، عام عیسایان، زردشتیان، یهودان او د نورو مذهبونو خلکو هم ګډون کړی ؤ.

ما د خپلې شهیدې مسلمانې خور په جنازه کې، له خپلې بلې ملګرې (مریمې) سره دومره وژړل، چې له تګ څخه لویدلې وم او هغه دومره زړه بوګنونکې ورځ وه، چې یادول یې د انسان زړه او دماغو ته ټکان ورکوي. خدای بخښلې عایشی به تل ماته دا توصیه کوله چې مسلمانه شه او دا به یې هم راته ویل که چیرې په اسلام کې ستا د زړه مراد او د ژوند هدف ترسره نشو او ټولې نیمګړتیاوې دې بشپړې نشوې؛ نو بیا ما ته سزا راکړه!!! خو ما د هغې خبرو ته هیڅ توجه نه کوله، خو ارمان ارمان!!! چې زه هم په هغه وخت کې مسلمانه شوې وای او د عایشې په څیر ما هم د شهادت ویاړ ګټلی وای، ځکه تراوسه پورې د اسلام په لاره کې دغه لوړ مقام ته تږې ناسته او له الله جل جلاله څخه دا هیله لرم چې د شهادت مرګ را په نصیب کړي.

نو په داسې ټولنه کې اسلام راوړل مرګ ته ښه راغلاست ویل وو، خو د عایشې اسلام او د هغې له شهادت څخه درې کاله وروسته چاپیریال بدلون پیدا کړ، د هغې پاکو وینو رنګ راووړ او په ځوانانو کې داسې یو انقلاب راغی، چې د اسلام راوړل، د شرم پر ځای یو ویاړ وبلل شو؛ ځکه هر څوک دا کوښښ کوي چې قران ولولي، احادیث نبوی صلی الله علیه وسلم زده کړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت ځان خبر کړي او د اسلامی ویاړلي تاریخ او اسلامي فکر مطالعه خپله کړي.

لله الحمد، زما په شان ډېر ځوانان، لومړی د اسلام په اړه څیړنې کوي او بیا د شهادت کلمې ته لبیک وايي؛ ځکه اوس د نړۍ په هر ګوټ کې اسلامي مرکزونه جوړ شوي دي، ورځ تر بلې د مسجدونو ډبرې کښېښودل کېږي او اسلامي حجاب عام شوی دی، یو شمېر خلک خپل شخصي کورونه نړوي، مدرسې او مسجدونه په کې جوړوي او دا هغه ویاړ دی چې موږ يې شُکر نشو ادا کولای او بله د ویاړ خبره دا ده چې یو شمیر ځوانانو په پوره لیوالتیا د اسلام لپاره، نه ستړې کېدونکې هلې ځلې شروع کړي او په دې لاره کې د ځان لپاره، د دارینو سعادت او نیکمرغي لټوي.

مخکې پر مسلمانانو دومره سختۍ وې، چې د ټولو بیانول ناشوني او دردونکي دي، خو زه د خپلې سیمی یوه بېلګه ستاسو حضور ته وړاندې کوم:

هغه دا چې زمونږ په سیمه کې د عمرفاروق رضی الله عنه په نامه یو وړوکې مسجد تعمیر شو او شاو خوا (۳۰) تنه لمونځ کوونکي به ورته راتلل، په دې سیمه کې، د عیسایانو له خوا نه په آذان کولو بندیز ولیږیده، مسلمانان ووهل شول، د مسجد امام بې عزته شو او په عام محضر کې، د خنځیر په وینو ولمبول شو، داسې وخت هم راغی، چې ټول مسلمانان دې له دې ځایه وشړل شي او مسیجد دې هم شهید کړی شي؛ خو په دغه وخت کې دولت مداخله وکړه، د مسلمانانو پر ټولو سیمو پولیسو ځنځیر را تاو کړ، د مرګ او درد څخه یې وژغورل او فیصله په دې وشوه چې اذان دې بند کړل شي او په مسجد کې دې د اذان پر ځای یو ګروپ روښانه شي، تر څو د ګوتو په شمېر مسلمانان ورته راشي. همدا رنګه په مسجد کې به، نه د قرانکریم تعلیم او نه بل ډول تبلیغ کېږي، نامسلمانه وګړي دې اسلامی مراسیمو او مسجدونو ته نه دعوت کېږی او داسې نور یو لړ ستونزو شتون درلوده؛ خو اوس الحمد لله په همغه سیمه کې ډېر لوی او واړه مسجدونه، مدرسې، د مسلمانانو ټولنې او مرکزونه شتون لري او اسلام په چټکۍ سره خپله لمن پرانیستې ده او دا یو نړیوال واقعیت دی، چې نن سبا په اروپا او امریکا کې هیڅوک د اسلام له حقانیت څخه سترګې نشي پټولی.

نور بیا…



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.