مسلمانان به کله راويښيږي! – لاملونه او لارې چارې (لومړۍ برخه)

نياز الله عرفان
مقدمه
نن سبا په نړۍ کې (له پنځوسو زيات) اسلامي ممالک موجود دي، د مسلمانانو شمېر (نژدې دوه بيليونو) ته رسيږي، د ټولو اسلامي هېوادونو د پوځ شمېره هم له ميليونونو اوړي، په سلګونو لويې او وړې جهادي ډلې هم موجودې دي، د علماؤ مو شمېر نه دی معلوم، د ځينو اسلامي هېوادونو اقتصاد هم ښه پورته روان دی، ولسمشران مو هم ټول د اسلام دعوی کوي، حاجيان مو هم نور مسجد الحرم کې نه ځايږي، شيخان او پيران مو هم کم نه دي. خو بيا هم نن سبا اسلامي امت په داسې مظلوميت کې شپې ورځې تېروي چې له هيڅ بشري او انساني اخلاقو سره اړخ نه لګوي. هر ځای مسلمانان د وير په ټغر ناست دي، مهاجرين او کډوال مو د شمېر له حده وتلي، ځينې مسلمانان دومره ماړه دي چې نور نه پوهيږي په خپلو پيسو څه وکړي، خو ځينې نور د لوږې له لاسه بې سېکه پراته او حتی د کفارو مرستو ته يې سترګې نيولې دي.

دا ولې؟! د مسلمانانو په دومره لوړه شمېره کې ولې پر موږ دا حال راغلی؟ اسلام خو هماغه اسلام دی چې څوارلس سوه کاله پخوا ؤ، هلته چې د مسلمانانو شمېر لږ او ټوله نړۍ يې دښمني کوله، خو بيا هم مسلمانانو ډېر ژر ځانونه د روم او کسری تر ماڼيو ورسول، اروپا ته واوښتل، اندلس يې ونيو، ختيځ پلو تر چين او هندوستانه ورسېدل. خو د مسلمانانو دا فتوحات په داسې حال کې روان ؤ چې مسلمانانو د لوږې له امله په خېټه تيږې تړلې، نبي کريم صلي الله عليه وسلم هم د ډېرې لوږې له امله د خندق غزا پر مهال پر خېټه مبارکه تيږې تړلې وې. خو هلته الله تعالی د مسلمانانو مرسته کوله، اسلام خو هماغه اسلام دی، که موږ هم له ځانه هماغه شان مسلمانان جوړ کړو؛ ايا الله تعالی به مو هماغه شان مرسته ونه کړي!
لاملونه

د دې ټولو ناخوالو چې نن سبا مسلمانان ورسره لاس ګرېوان دي، علت يې په دريو ټکو کې راخلاصه کوو.

۱ – خپل منځي جګړې او بې باوري:

له هغو لاملونو چې مسلمانان يې له خپل زرين پړاوه دغه ذليل حالت ته رارسولي، ځينې يې دا دي: يو د بل نه زغمل، ځان غوښتنه، له خپلو حقونو تېری او جزئي اختلافات د حل پر ځای نور هم لويول، چې پايله کې يې پر بل بې باوري او ورپسې خپل منځي جنګ جګړې منځ ته راځي.

خپل منځي جګړې ډېر ځله پخوا ان د صحابه ؤ، تابعينو، او تبع تابعينو په وخت کې هم رامنځ ته شوې دي، خو هلته د خپل منځي تفاهم او خبرو اترو په ذريعه بيرته حل او فصل شوې دي. مګر نن سبا چې د مسلمانانو تر منځ څه اختلافات يا جګړه رامنځ ته شي، نو د خپل منځي خبرو اترو او د اسلامي امت د نېکانو، علماؤ او مشرانو پر ځای يې بهرني دښمن ته د حل لپاره پر مېز ږدي، نو بهرنی دښمن هم چې همدا موقع له خدايه غواړي؛ حتماً يې د يو په سر لاس راکش کوي او د بل پر خلاف يې د مرستې کولو په نوم وسلې ورکوي او خپل جنګي مشاورين ورسره استوي. چې دې صورت کې بالآخره که کوم وړوکی اختلاف هم وي حتماً يې جګړې ته رسوي.

د دې خبرې ښه او هم عصره مثال زموږ هېواد افغانستان کې د شا زمان په پاچاهي کې د شاشجاع له لوري هندوستان کې انګرېزانو ته شکايت کول او له هغوی څخه د خپل ورور پر خلاف مرسته غوښتل دي.

خپل منځي جګړې د هر چا تر منځه پيښيږي خو لکه څنګه چې زموږ دوديز رواج دی، چې د جرګو له لارې بيرته حل کيږي،
همداسې د هېوادونو او ولسونو په سطحه لانجې کشالې هم په ډېره ښه توګه حلېدلای شي، خو چې په خپلو کې يې حل کړي نه دا چې بهرنی دښمن پکې قاضي جوړ کړي او د هرې پرېکړې اختيار د هغه په لاس کې ورکړي.

دا هم بايد هېره نه کړو چې بهرني دښمنان زموږ د همدغو لانجو کشالو په تمه ناست دي؛ تر څو يې د جګړې تر بريده ورسوي، ځکه خو کله هم داسې نه دي پېښ شوي چې کوم مسلمان دی هغوی ته لانجه وروړې وي او هغوی دې يا حل کړې وي يا يې ورته ويلي وي چې د خپل منځي تفاهم له لارې يې سره حل کړئ. بلکې تل هغوی زموږ له يوه واړه اختلافه د لوې دسيسې په توګه ګټه اخيستې او موږ يې يو د بل وينو ته لمسولي يو.

لکه همدا اوس چې وينو هر اسلامي هېواد خپله لانجه امنيت شورا ته (چې پنځه کفري هېوادونه يې دايمي غړيتوب لري) په مېز ږدي، خو هغوی د حل پر ځای پر يوې غاړې لاس راکش کوي او پر بلې خوا يې بنديزونه لګوي، چې ډېر ژر همدا وړوکی اختلاف د ولسي نفرت او جنګ جګړې تر بريده رسوي. وينو چې همدا نن په نړۍ کې څومره اسلامي هېوادونه د همدې دسيسو ښکار شوي، اسلامي هېوادونو کې وړې لانجې د جنګ جګړو تر بريده رسيږي خو کفري هېوادونو کې لويې لويې لانجې هم د خبرو له لارې حل کيږي او حتی تجزيه شوي هېوادونه بيرته سره يو کيږي او په لسګونو هېوادونه د يوې ټولنې په جوړولو سره تر يو چتر لاندې راټوليږي.

لنډه دا چې له خپلو حقونو تېری، ځان غوښتنه، نه زغم او واړه واړه اختلافات د خس خاشاکو په توګه بالاخره د لويو لويو جګړو او بې باوريو اور رامنځ ته کوي او اسلامي امت په همدې لمبو کې سوزي.

نور بيا …



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.