لوڅ فلمونه او فاحش سریالونه کتل

حکيم الله صابر

آيا ته ددې خبري په معنٰی پوهیږې چي کله ته فاحش (لوڅ) فلمونه ګورې نو الله تعالی او ملائکه تا ویني؟!.

آیا ته پدې خبره پوهیږې چي دغه ناروا عمل ستا په عمل نامه کي لیکل کیږي او د قیامت په ورځ به تا ته وړاندي کړی شي؟!.

آیا ته د خپل ژوند ضمانت کولی شې چي د فاحش (لوڅ) فلم د ختمیدو پوري به ته ژوندی یې؟!.

او که بالفرض ژوندی پاتي شې نو د تنګستیا ، تشویش او د نیکو اعمالو د توفیق نه درکیدو نتائج قبلوې؟!.

آیا ته پوهیږې چي په کوم حالت کي به مړ شې نو د قیامت په ورځ به د قبر نه په هغه حالت کي پاڅېږې؟!.

ایا د الله تعالٰی غضب او غوصه په خپل ځان قبلوې؟!.

آیا د غیرت ختمیدل او د خپل شهوت غلام جوړیدل قبلوې؟!.

آیا د قبر د سخت عذاب برداشت کولی شې؟!.

آیا د قیامت د لوی ورځي چي پنځوس زره کاله ورځ ده د هغې د عذاب برداشت کولی شې؟!.

آیا پدې خوشحالیږې چي ته خپله میرمن ، خور ، ورور ، ځوی ، لور او نور خپلوان په داسي حالت کي ووینې چي هغوی فاحش لوڅ فلمونه او سریالونه ګوري؟!.

نو یقني خبره داده چي د پورتنيو ټولو سوالونو جواب به د هر مسلمان په ” نه ” سره وي ، نو مسلمان به دوه حالته لري یا خو به په یو مسلمان باندي الله تعالی رحم کړی وي چي لوڅ فلمونه او سریالونه به بیخي نه ګوري ، نو د دغه شان مسلمان لپاره دي په جنت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګاونډیتوب (همسایه توب) مبارک وي.

او یا به مسلمان غافل وي او د شیطان تر سلطې به لاندي وي نو هغه دي د الله تعالی د رحم څخه نه نا امیده کیږي الله تعالی ته دي توبه نصوحه وباسي نو الله تعالی بخښونکی او توبه قبلونکی ذات دی .

الله تعالی عزوجل په قرآنکريم کښي فرمایې : «قلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ».
(سورة الزمر آیتـــ۵۳).
ژباړه: ووایه اې (پيغمبره) صلی الله علیه وسلم چي الله تعالی فرمایې : اې زما هغه بندګانو چي پر نفسونو یې اسراف کړی ! مه نا امیده کیږئ له رحمته او مغفرته د الله تعالی ! بېشکه الله تعالی بخښي ګناهونه ټول (بغیر له شرکه او د مسلمان له حقه) او په تحقیق الله تعالی بخښونکی او رحم لرونکی ذات دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.