peace counsle 1

د افغانستان د سولي د شورا پلاوی دپخواني طالبانو سره د خبرو لپاره دبۍ ته تللی

نن ټکی آسیا – رسنۍ: د خبري سرچینو په قول د افغانستان د سولي د عالي شوری یو پلاوی د معصوم ستانکزی په مشري د دبۍ په لوري خوځېدلی، تر څو هلته دطالبانو د ځینو پخوانيو غړو سره د سولي په اړه خبري اتري وکړي.

 

د سولي عالی شورا سرچینو هم دبۍ ته د یاد پلاوي د تګ خبر تصدیق کړی، او ویلي چي د تیري یک شبنې په ورځ دبۍ ته تللی.

او زیاته کړې چي دوی به هلته د ملا اغا جان معتصم او دهغه د ملګرو سره مذاکرات کوی.

د اغا جان معتصم په اړه ویل کیږي چي د طالبانو په وخت کي د مالي چارو وزیر پاته شوی، او د طالبانو د حکومت د ړنګېدو وروسته د مالي چارو تر څنګ د یو څه مودې لپاره د سیاسي کمېټې د مشر په توګه پاته شوی، چي بیا وروسته طالبانو له خپلې دندي څخه ګوښه کړی، او له هغه راهیسي یې بیا په طالبانو کي کومه دنده نه ده لرلې.
ملا اغاجان معتصم ادعا کړې چي په دې ورستیو کي یې په دبۍ کي یوه غونډه کړې او په هغه کې فیصله شوی چي نور به دوی د کابل حکومت سره مذاکرات کوي، او د سولي لپاره به هلي ځلي کوي.

نوموړی په کراچي کي د نامعلومو وسلوالو له خوا په ډزو وویشتل شو، او بیا د افغانستان د حکومت په مرسته ترکیې ته ولاړ، او له هغه ځایه یې د تداوي تر څنګ سیاسي فعالیت پيل کړ، چي وروسته یې طالبان دې ته اړ کړل چي نوموړی د خپل تحریک څخه جلا شوی کس شمار کړي، او د هغه د ټول سیاسي فعالیت او خبرو څخه ځان جلا وبولي، او زیاته کړې وه چي د هغه د اعمالو څخه داسي ښکاري لکه نور چي په خپل واک کښي نه وي.

د ځینو کارپوهانو په وینا د سولي شورا چي له کومي ورځي په کار پيل کړی، د هغه راهیسي د طالبانو سره په رښتوني د اړیکو نیولو هڅه نه ده کړې، بلکي همیش په دې هڅه کښي شوي دی، تر څو د طالبانو له صفه ځیني غړي را وباسي، او بیا له هغوی سره مذاکرات وکړي، تر څو دطالبانو تحریک چي ځانته اسلامي امارت وايي، کمزوري کړي، او په څو ډلو یې وویشي.

د سولي شورا پخوانی مشر برهان الدین رباني هم دداسي یو هڅې په پایله کي د یوې چاودني ښکار شو.

بل خوا د افغانستان طالبانو همیش په دې خبره ټینګار کړی چي تر څو بهرنیان په هیواد کي شتون ولري، نو دوی به په کابل کي د واکمنانو سره د سولي په اړه مذاکرات ونه کړي، ځکه چي د اشغال په وجود کي د هیواد اصل واکمنان اشغالګر دی، او تر څو چي هغوی په هیواد کي شتون ولري، د بل چا سره به خبري هیڅ ګټه ونه لري.

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د