د طالبانو په برید کې د بګرام لسو ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): تېره شپه ناوخته طالبانو دبګرام هوايي ډګر پر ساتونکو برید کړی چې له امله یې لږ تر لږه اته ساتونکې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند قاري ذبیح الله مجاهد نن ټکي اسیا ته وویل چې د بګرام هوايي ډګر ساتونکي د «شاکای» په سیمه کې د طالبانو تر برید لاندي راغلي. او زیاته یې کړه چې اته تنه یې ووژل شول او دوه تنه نور مرګوني ټپيان شول.

نوموړي وویل دغه عملیات د طالبانو د «دقیقو پلټنو او کره معلوماتو» پر اساس تر سره شوي دي.

د پروان ولایت امنیتي ځواکونو د همغږۍ مرکز مشر ډګروال الوزي احمدي هم رسنیو ته ورته معلومات ورکړي دي او ویلي چې د یادو ځواکونو موټر د طالبانو په کمین کې تر برید لاندي راغلي.

د پروان ولایتي شورا منشي شمس الحق شیخاني هم د پيښې پخلی کړی او ویلي يې دي چې یاد کسان په بګرام هوايي ډګر کې د «رید» په نامه امنیتي شرکت کې کار کوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په را لیږلي پیغام کې ویلي چې دغه کسانو په بګرام هوايي ډګر کې د ساتونکو دنده تر سره کول او په خپله سیمه کې به هم مسلح ګرځېدل.

نوموړي ویلي چې ددوی په برید کې وژل شوي کسان له کلونو راهیسي د امریکایانو لپاره جاسوسي کړې وه او په بګرام هوايي ډګر کې به هم مسلح ګرځېدل او د ساتونکو په توګه به یې دنده تر سره کوله.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.