هلمند: په چاودنه کې د یوه قومندان په ګډون شپږ تنه پولیس وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله د پولیسو یو قومندان د شپږو ساتونکو په ګډون وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته ویلي چې نن تر غرمې وروسته یوه نیمه بجه شاوخوا د ګریشک ولسوالۍ د نهر سراج په سیمه کې د کندهار پر لویه لاره چاودنه وشوه چې له امله یې په ګزمه بوخت د «شاهراه قومندان» جمعه خان دوستیار د خپلو منسوبینو په ګډون ووژل شو.

نوموړي د وژل شویو کسانو شمېر څلور یاد کړ او دوه تنه یې ټپيان وبلل. خو نورو امنیتي سرچینو د وژل شویو پولیسو شمېر ۶ تنه یاد کړی دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.