
خيبر پښتونخوا: پيښور کې د پوځ او وسلوالو تر منځ نښته کې يو جګړن وژل شوی
د پاکستان پوځ وايي چې يو شمېر وسلوالو سره په نښته کې د يو پوځي افسر په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
د پاکستاني پوځي وياند وايي چې وسلوالو د پوځ پر کاروان وسلوال بريد وکړ چې په نتيجه کې جګړن جهانزيب او درې تنه نور و وژل شوو. د پوځ وياند وايي چې جګړه اوس هم روانه ده خو د پيښې دقيق ځای نه دی ښودل شوی.
د څلوريشت ساعتونو په دوران کې پر پاکستاني پوځ دا دوهم وسلوال بريد دی. تېره ورځ ماښام وزيرستان لدها سيمه کې د پوځ پر يوه پوسته وسلوال بريد يو پوځي وژل شوی وو.