پاکستان د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار او کټارو لګولو دوهم پړاو پيل کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): د پاکستان د پوځ ویاند نن د سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د افغانستان سره پر پوله باندي د کټارو او اغزن تار لګولو دوهم پړاو رسما پیل شو.

نوموړي وویل چې په لومړي پړاو کې په بریا سره هغه سیمې وتړل شوې چې زیات تګ راتګ ورباندي کیدی، لکه په باجوړ، مهمند او خیبر ایجنسیو کې، او په وینا یې په دوهم پړاو کې به د پولې پاتې برخه هم په اغزن تار بېلې شي چې په هغه کې به د بلوچستان سیمه هم وي.

باید وویل شي چې د سپين بولدک په سیمه کې له وړاندي لا پر هغه کلیو اغزن تار را تاو شوی چیري چې دوه میاشتې وړاندي د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته وشوه او د دواړو خواوو عسکر په کې ووژل شول.

د کندهار اوسیدونکي وايي چې د دغه ولایت امنیه قومندان جنرال رازق او ورور یې «تادین» چې پر سپین بولدک واکمن بلل کیږی، د لقمان کلي پر سر د پاکستان سره سودا کړې ده او پر ۵۰ کیلو مترو باندي اباده دغه ګڼ مېشتې سیمه یې پاکستان ته خوشي کړې ده.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې د کټارو لګولو تر څنګ د پاکستان پوځ به د پولې سره پوستې او پوځي قرارګاوي هم جوړي کړي، تر څو یې په مټ د پولې څارنه او د هیواد دفاع وکړای شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.