جلال اباد: په چاودنه کې یو قاضي وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې د استیناف محکمې یو قاضي وژل شوی دی.

پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې را منځته شوې او د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي په وینا د جلال اباد ښار په څلورم ماموریت کې د شیشم باغ په سیمه کې د استیناف محکمې د قاضي پر موټر چاودنه وشوه چې له امله یې نوموړی ومړ.
خوږياڼي د وژل شوي قاضي نوم «شېر الرحمن» ښودلی او ویلي چې د نوموړي تر څنګ د هغه دوه وروڼه او یو ملکي لاروی ټپي شوی دی.

د ننګرار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخېل رسنیو ته ویلي چې د چاودنې له ځانه دوی ته دوه تنه ټپيان ور وړل شوي دي چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

باید وویل شي چې د دې پيښې مسؤولیت د داعش ډلې په غاړه اخیستی دی:



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.