افغانستان

جوزجان: درزاب ولسوالۍ د طالبانو پر لاس سقوط کړی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالي یو ځل بیا د طالبانو پر لاس سقوط کړی دی.

د یادې ولسوالۍ سرپرست ولسوال «باز محمد» رسنیو ته ویلي چې طالبانو له تیرې ورځې د ولسوالۍ پر مرکز بریدونه پیل کړې وه چې تر نن ماسپښينه یې دوام وکړ چې له امله یې د یادې ولسوالۍ مرکز دوی خوشي کړ.

نوموړي ویلي چې د ولسوالۍ په شمالي برخه کې اوس هم ۳ پوستې په مقاومت بوختي دي او زیاته کړې که چیري کومک نه را ورسیږي، پاته درې پوستې به هم سقوط وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې طالبانو له تیرې ورځې راهیسي پر ولسوالۍ بریدونه پيل کړي وه او نن د سې شنبې په ورځ په ولسوالۍ ور ننوتل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

نن ټکی اسیا درنو چلوونکو ورونو سلامونه او نیکی هیلی می ومنی!
حیرانوونکی دروغ ، د اریانا نیوز د اباسیند په نوم یو ویاند وویل چه دغه ولسوالی د داعشیانو له خوا نیول شوی ؟؟؟
زه باور لرم چه د طالبانو ویاند مجاهد تل رشتیا وایی . په کار دا ده چه طالبان د هغه ولسوالی عینی حضور د یوی ویدیو یا تصاویرو له مخی چه سپین بیرغونه پکی ولیدل شی وښیی تر څو د خلکو د ذهنیتونو مغشو شتیا رفع او د غلامی اداری د غلامانو دروغ هیوادوالو او نړیوالو ته به ډاګه شی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x