د ټرمپ په نوې ستراتیژي کې پر پاکستان فشار زیاتیږي / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): د رویټرز خبري اژانس وايي چې د ډونلډ ټرمپ له لوري د افغانستان لپاره په نوې ستراتیژې کې پر پاکستان فشار زیاتیږي.

که څه هم دا نوې خبره نه ده ځکه چې ټرمپ په خپل انتخاباتي کمپاین کې هم تل پر پاکستان ټینګار کوه او ویل یې چې د امریکا لپاره ستر خطر پاکستان دی ځکه چې یوازینی اسلامي اټم بم لري، خو د سپینې ماڼۍ دوه چارواکو رویټرز ته د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي چې د افغان جګړې د ګټلو لپاره ضروري ده چې پر پاکستان فشار زیات شي.

دوی ویلي چې په دغه ستراتیژي کې به پر دې غور کیږي چې د پاکستان کومکونه کم کړل شي، او یا اقلا د هغو کومکونو د څارنې لپاره یوه اداره وټاکل شي چې امریکا یې پاکستان ته ورکوي، او یا هم کیدای شي د پاکستان د ناټو څخه د باندي د امریکا د ستر دوست په حیث مرتبه را ټیټه کړل شي.

د رویټرز خبرې اژانس په وینا د امریکا د نوې ادارې یو شمېر چارواکي بیا وايي چې د هندوستان سره د امریکا نیژدې اړیکې ددې سبب شوي چې د امریکا او پاکستان تر منځ جوړ جاړی نه راځي او مخکې هم په دې اړه ټولې هڅې ناکامي شوي دي.

دغو چارواکو ویلي چې په عموم کې امریکا د پاکستان سره ښې اړیکې غواړي، په زیاته کچه د ګډې همکارۍ تمه لري او امریکا د پاکستان سره اړیکې خرابول نه غواړي. ټاکل شوې چې د رارواني میاشتې جولايي په منځ کې د امریکا نوې اداره د افغانستان د جګړې او سیمې لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مک مسټر رسنیو ته ویلي وه چې نوې ستراتیژې به یوازي د افغانستان لپاره نه وي، بلکې پاکستان به هم په کښي شامل وي.

د یادوني وړ ده چې د امریکا دفاع وزیر جمیس ماټیس د افغانستان جګړه ناکامه بللې وه او ویلي وه چې دوی به په نوي ستراتیژې کې د پخوانیو غلطیو څخه ډډه وکړي او جګړه به د ګټلو پر لور روانه کړي. ویل کیږي چې ماټیس ته د اضافي ځواکونو لیږلو واک ورکړه شوی او نوموړي د ۴۰۰۰ اضافي عسکرو لیږلو پرېکړه کړې ده.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.