کویټی عالم: د دجال را څرګندېدو ته منتظر شئ، وخت یې را رسیدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): د کویټ د یوه سیاسي ګوند (حزب الامه) مشر او دیني عالم دکتور حاکم المطیري پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي کله چې د اسرائیل پر ځای حماس په تروریزم تورن کیږي، کله چې د امریکا پر ځای قطر په تروریزم په ملاتړ تورن کیږي، کله چې په مصر کې د جنرال سیسي پر ځای شیخ یوسف قرضاوي په تروریزم تورن کيږي، کله چې په لیبیا کې د جنرال حفتر پر ځای شیخ الغریاني په تروریزم تورن کیږي.. نو د دجال د را څرګندېدو وخت را رسیدلی دی.

باید وویل شي چې پر قطر باندي د څلورو هیوادونو له لوري د بندیزونو وروسته د تروریزم په نامه یو تور لیست هم دغه هیوادونو خپور کړی دی چې په هغو کې د شیخ یوسف القرضاوي په ګډون د د.حاکم المطیري نوم هم په کښي شامل دی، چې نوموړي يې په اړه ویلي دا د عزت او شرف لیست دی چې دی باندي فخر کوي.

د نوموړي پورته څرګندونې په ټویټر کې ډیرې خوښي شوې او په سلګونو خلکو باندي تبصرې کړې چې په هغو کې یوه کس په تبصره کې ویلي، کله چې د ایران پر ځای د قطر هیواد محاصره کیږي، کله چې د اسرائیل پر ځای غزه محاصره کیږي، او کله چې انتخاب شوی ولسمشر «مرسي» بندي کیږي او قاتل حاکم بشار الاسد خوشي پرېښودل کیږي نو پوه شه چې لاره غلطه ده.

 



2 تبصرې

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    مَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِي وَمَنْ يُضْلِلْ فَأُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۱۷۸﴾الاعراف.معنی:
    چاته چه هدایت وکی الله نوهم هغه دۍ پرسمه لارباندی تلونکۍ اوڅوک چه ګمراه کړی الله پس هم هغه دۍ نقصان موندونکۍ.
    وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ
    اوبیشکه موږپیداکړی دی د دوږخ دپاره ډیرپیریان اوبنی آدمان ددوی زړونه دی خونه پوهیږی په هغوسره اوددوی سترګی دی اودونه وینی په هغوسره
    بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ ﴿۱۷۹﴾
    اوددوی غوږونه دی اونه اوری په هغوسره دخلک په قسم دڅاروودی بلکه ددوی نه هم زیات ګمراه هم داخلک دی له دین نه ناخبره.له دی آیاتوموږ ته الله انسانان پردوه قسمه وښودل ۱.هغه چه الله لارورښوولی ده.۲.هغه چه الله ګمراه کړی دی ،دامهمه نه ده چه دمسلمان په کورکی پیداسوۍ دۍ که دکافرپه کورکی عربی وایی که انګلسی ،دایودبل تزاد دی ۱.حق اخستوته جهاد وایی ،۲.حق اخستونکۍ ترورست بولی-دادۍ موږیی پخپلوسترګووینو چه دامریکا خونخواره ملک دظلم اووحشت ملګری کوی اوسعود اوملګری هم ورسره ولاړدی،اخوان المسلمین ترورست بولی ،اسرائیل چه دعربوپرمځکودیهودوکورونه په زور آبادوی اوحماس یی مخه نسی خپله عرب یی ترورست بولی،دغه عرب الله دامریکااواسرائیلوملګری جوړکړی دی دادنیا یوامتحان دۍ بیابه الله دخپلوبنده ګانوسره حساب اوکتاب کوی هیڅ یومعمولی عمل نه ضایع کیږی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

  2. عبدالواحد اسگزی صاحب ته اسلام علیکم ورحمت الله وبره کا ته وایم تر دغه با ایما نه دریز دی قربان شم خدای تعالا دی دوارو دارینو دی ایمان قوت درپه نصیب کا انشاالله لاحوله ولاقووته الابی الله وسلام علیکم ورحمت الله …‌‌‌.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.