سعودي د قطر پسونه او اوښان هم شړلي / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): پر قطر باندي د بندیزونو دوه اونۍ وروسته سعودي دغه هیواد ته هغه اوښان او پسونه هم شړلي چې د قطریانو ملکیت وه او د سعودي په صحرايي سیمو کې څرېدله.

دوه اونۍ وړاندي پر قطر باندي سعودی، امارات، بحرین او مصر هر اړخیز بندیزونه لګولي وه او په یادو هیوادونو کې مېشت قطریانو ته یې امر کړی وو چې په دوه اونیو کې به خپل هر څه له یادو هیوادونو څخه باسي.

دوه ورځې وړاندي دوه اونۍ پوره شوې او له دې وروسته هیڅ قطری په یادو څلورو هیوادونو کې هستوګنه نه شي کولای او نه هم د یادو هیوادونو اتباع کولای شي چې په قطر کې ژوند وکړي.

ویل کیږي چې ددغه بندیزونو وروسته د ډیرو قطریانو درسونه او تجارتونو د متضرر کېدو تر څنګ د کورنیو په منځ کې پرېکون راغلی، مېرمني د خپل خاوندانو څخه جلا والي ته مجبوره شوې او همداسي ماشومان د خپلو پلرونو او یا هم مندو څخه بې برخې شول.

بل خوا قطر ویلي چې له خپل هیواده هیڅ څوک نه شړي، که څوک په خپله خوښه په دغه هیواد کې پاتې کېدل غواړي کولای شي، او همداسي یې په زرګونو هغه محصلینو ته امتحانونه را مخته کړل چې د بندیزونو وروسته یې درسونه خرابېدل او امتحانونه ځیني تېرېدل.

د سعودي رسنۍ وايي چې دغه هیواد د قطریانو اوښان او پسونه ځکه له سعودي وشړل تر څو پر دغه هیواد باندي نور فشار هم زیات شي ځکه چې د اوښانو لپاره قطر د وښونو ډکې صحراوي نه لري، په داسي حال کې چې د قطر اړخ یې بیا د حیوانانو پر حقوقو تیری بولي او سعودي تورنوي چې په دغه سي توګه د انسانانو په ګډون سعودي حیوانانو ته هم سزا ورکول غواړي ‎.

ویل کیږي چې د سعودي سره پر پوله باندي په زرګونو اوښان او پسونه د قطر خواته شړل شوي چې له امله یې د هغوی د خوراک او څښاک لپاره قطریان لګیا دي، اجراءات کوي او هره ورځ په سلګونو ټانکران اوبه سیمې ته ور لیږي او د وښونو بندوبست ورته کوي.

د بیا را ستنو شویو اوښانو د ځای پر ځای کولو مسؤول د قطر یوه خبري اژانس ته ویلي چې داوښانو او پسونو شمېر ټول ۲۵ زره ته رسیږي، چې په هغو کې ۱۵ زره اوښان او لس زره پسونه دي.

نوموړي ویلي چې دوی اوس دغه حیوانانو ته د موقتې سرپناه په برابرولو بوخت دی او همداسي د اوبو او خوراک انتظام ورته کوي.

ويل کیږي چې قطر ته تر اوښتلو وروسته ډیر اوښان مړه شوي هم دي.

ویډیو:



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.