نړۍ

پاکستان د کعبې شریفې له امام څخه د طالبانو پرضد مرسته غواړي

د پاکستان حکومت غواړي چې د کعبې شریفې له امام څخه غوښتنه وکړي څو ددې هیواد خلک وهڅوي چې له طالبانو او نورو اسلامي ګوندونو سره خواخوږي کمه کړي.

سعودي او پاکستاني رسنۍ وايي چې شیخ عبدالرحمن السدیس ځکه ددې کار لپاره غوره شوی چې نوموړی د مسلمانانو او خصوصا د پاکستانیانو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.

یو پاکستاني چارواکي چې رسنیو ته یې د نوم له اخیستلو ډډه کوله ویلي چې شیخ عبدالرحمن السدیس به هغو خلکو ته چې له اسلامي او جهادي ګوندونو سره خواخوږي او تعاطف لري نصیحت وکړي، او له اسلامي او جهادي ګوندونو سره د خواخوږۍ ساتلو پرضد به فتوی ورکړي.

دغه پاکستانی چارواکی ادعا کوي چې طالبانو د ګوزڼ د واکسین د حراموالي فتوی ورکړې، او په وینا یې ممکن شیخ عبدالرحمن السدیس په دې اړه هم څرګندونې وکړي.

د کتونکو په اند د سیمې حکومتونه او لویديځ هیوادونه له دې نه سخت اندیښمن دي چې د افغانستان او پاکستان په ولسونو کې د طالبانو محبوبیت او ولسي ملاتړ ورځ تر بلې زیاتیږي، له همدې کبله یې د مخنیوي په لار کې د هیڅ ممکنه وسیلې د استعمال څخه دریغ نه کوي.

باید وویل شي چې شیخ عبدالرحمن السدیس د حرمین شریفینو په امامانو کې یوازینی شخص دی چې شاهي کورنۍ ته ډیر باوري او نږدي کس بلل کیږي.

شیخ عبدالرحمن په مصر کې د مرسي پر خلاف د پوځي کودتا له ملاتړو څخه وه او هغې خطبې یې ډیر اختلافات راوپارول چې په کې يې د مصر د حالاتو په اړوند د سعودي د شاهي کورنۍ موقف وستایلو، چې آن د کعبې شریفې مشهور امام او خطیب (سعود الشریم) هم د خپل ټویټر په پاڼه، پرته له دې چې د هغه نوم یاد کړي، د نوموړي دا څرګندونې په غیر مستقیم ډول رد کړې او هغه یې د “خدای د خوشحالۍ په قیمت د خلکو خوشحالول” یادې کړې.

شيخ عبدالرحمن السدیس له دې وړاندې هم په ۲۰۰۷ کال پاکستان ته تللی وه او د لال مسجد او جامعه حفصې له دیني طالب العلمانو څخه یې د پاکستاني حکومت پر ضد له مظاهرو څخه د لاس اخیستنې غوښتنه کړې وه.

هغه مهال شیخ عبدالرحمن السدیس په مساجدو کې د دې هیواد پوځي واکمن (جنرال پرویز مشرف) ته دعاګانې کولې او د هغه د حکومت ټولو چارواکو ته به يې د مرستې او توفیق سوالونه کول.

نوموړي د خپل دیني مقام نه په استفادې وکولای شول پر لال مسجد د پوځي عملیاتو پر خلاف د پاکستان راپاریدلی ولس تر ډیره حده خاموش کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
0708408746

ستر منافق

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x