افغانستان

مجاهد: په درزاب ولسوالۍ کې راته ۶۰ پولیس تسلیم شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي اسیا ته په رالیږلي خبر کې ویلي چې د جوزجان ولسوالۍ د درزاب ولسوالۍ په جګړه کې ورته ۶۰ تنه پولیس تسلیم شوي دي او د هغوی ژوند ژغورل شوی دی.

نوموړي دغه خبر وروسته تر هغه ورکړ چې له مخکې لا د درزاب سرپرست ولسوال «بازمحمد» رسنیو ته ویلي وه چې دغه ولسوالۍ د طالبانو پر لاس سقوط کړی دی او اوس یوازي درې پوستې پاته ده چې مقاومت کوي.

نوموړي ویلي وه که د شبرغان څخه نور ځواکونه را ونه لیږل شي، پاته درې پوستې به هم سقوط وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د درزاب ولسوالۍ مرکز او ټولې امنیتي پوستې ددوی تر ولکې لاندي راغلي دي.

او زیاته کړې چې د ولسوالۍ اړوند د ۵ پوستو پولیس د خپلو ټولو وسلو، مهماتو او وسایطو سره طالبانو ته تسلیم شول او بشپړه ولسوالي ماځیګر مهال ددوی تر ولکې لاندي راغله.

مجاهد ویلي چې په دغه جګړه کې ددوی ۹ تنه جنګیالیو ته مرګ ژوبله رسیدلې چې په هغو کې ۳ تنه وژل شوي او پاته ۶ تنه ټپيان شوي دي، خو د مقابل اړخ په اړه یې ویلي چې د قومندانانو په ګډون په کښي ټول ۱۷ تنه اربکیانو او پولیسو ته مرګ ژوبله رسېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بلال

[ الله ج فرمایی جه شهید ته مړه یا وژل شوی مه وایاست، شهیدان ژوند او ستاسی په شان خوراک کوی ] د نن ټکی اسیا پانه لیکلی چه [ دغه جګړه کی دری تنه وژل شوی ] زما پوښتنه له مجاهد صاحب دا ده چه ستاسی خبره انحرافی رانقل شوی او که تاسی د خپلو شهیدانو به شهادت باور نه لری ؟ د قرانی ایتو نه منل کفر ( حتی که منسوخ شوی هم وی ) او نه عمل پری ګناه کبیره ده، او که د څلورو لسیزو شهیدانو به ویلو ستړی شوی یاست ؟ زما د اسلامی معلومات… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x