
پاکستانۍ جیټ الوتکې د ایران یوه بې پلوټه الوتکه را غورځولې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): د پاکستان جیټ الوتکو د بلوچستان په ایالت کې د ایران یوه ډرون الوتکه را نسکوره کړې ده.
یوه پاکستاني چارواکې دغه خبر نن د سې شنبې په ورځ د اسوشیټډ پریس خبري اژانس ته ورکړی دی.
نوموړي د نوم نه ښودلو په شرط اژانس ته معلومات ورکړي دي او زیاته کړې د تیري شنبې په ورځ د ایران بې پلوټه الوتکه په بلوچستان ایالت کې ډېره دننه راغلې وه.
د پاکستان ټربیون ورځپاڼې د راپور سره سم ددغه هیواد هوايي ځواکونو پر دې خبر باندي د تبصرې کولو څخه ډډه کړې ده.
په دې وروستیو کې د ایران پوځي مشر پاکستان ته په ګواښمنه لهجه ویلي وه چې په بلوچستان ایالت کې دي د ایران مخالفو وسلوالو مخه ونیسي، کنه ایراني ځواکونه به د پولې بلې غاړې ته د هغوی پر وړاندي په خپل سر عملیات وکړي ، خو پاکستان د ایران دغه ګواښ ته په سختۍ سره جواب ورکړی وو.