imam zakiri

د شيخ امام ذاکري رحمه الله پر شهادت ويرجنو ته د شهيد د کورنۍ پيغام

الحمد لاهله والصلوة على اهلها اما بعد!

 

محترمو علماء کرامو، مجاهدينو عظامو، تبليغي حضراتو، صوفيه کرامو او پر دين مينو عامو مسلمانانو وروڼو السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

محترمو د شيخ الشهداء امام ذاکري رحمة الله عليه کورنۍ او داتحادعلماءافغانستان شوری ستاسو ډيره شکريه وايي چي تاسو زموږ سره زمو ږدستر شهید  په تعزيتي  مراسمو کي شريک سواست ،داچې  د حضرت شيخ الشهداء ذاکري رحمه الله تعالى فکر، درد او خدمت عالمي او د ټوله امت  په سطح وو، نو د نوموړي شهادت هم د ټول امت مسلمه شريک درد او مصيبت دى ، خو دا مصيبت پر ده شهيد رحمه الله باندي نه کوو، بلکي داپه دې خاطر کوو چې دامت یو ډیر درد مند او مدبر داعي له علمی ،روحاني اوسیاسي  مداره ووت ،

چې زموږ په فکر د دې علمي او جهادي ستوري تشه به په سیمه کي تر ډیره وخته ډکه نشي.  ولي شيخ الشهداء ذاکري رحمه الله  د کاميابي او شهادت في سبيل الله هغه مقام ته ورسيدى چي په تمنى او قيمت نه ،بلکي خالص د الله تعالى په فضل سره ومقربو بندګانو ته ورکول کيږي ،چي ددې مقام انبياء عليهم السلام هم  تمنى کړې وه او ډيرو انبياء عليهم السلام ته حاصل سوى دى کما قال عزوجل ويقتلون النبيين بغير حق الآية. وقال عزوجل ويقتلون الانبياء بغير حق الآية او په رواياتو کي راځي چي شهيد في سبيل الله ته الله جلت عظمته پنځه داسي صفات او فضيلتونه ورکړي دي ،چي په مخلوق کي يې بل هيچا ته حتى انبياء عليهم السلام ته هم نه دى ورکړى ،او دا د شهداؤ پر انبياء عليهم السلام جزئي فضيلت دى:

د حضرت شيخ الشهداء امام ذاکري رحمه الله تعالى عمر تقريباً ٨٤ څلور اتيا کاله وو او دا عمر که څلور برخي کړې نو تر درو برخو زيات وخت او عمر يې د اسلام او امت په خدمت کي تير کړى دى ،او د امت مسلمه د هري طبقې په خاص ډول د علماء کرامو، مجاهدينو عظامو، تبليغي حضراتو او واقعي صوفيه کرامو سرپرستي، صحيح راهنمايي او روحاني تربيت به يې کولو هغه ددې تر څنګ چې یو.

  ستر عالم ؤ او تقريباً تر ٥٠ زياتو علمي رسائلو مؤلف او د افغاني علماء کرامو د عظيمي شورى او اتحاديې مؤسس او مشر ؤ او د دغه اتحاديې (اتحاد علماء افغانستان) د تاسيس څخه وروسته افغاني علماء کرامو په خپل قوم او هیواد کي مستقل، اجتماعي او منظم حيثيت پيدا کړ، چې دشهید ذاکري صاحب او دده د شوری له خوا هر وخت دهر استعماراوطاغوت  په وړاندې که هغه په افغانستان کي وو او که له افغانستانه دباندې وود خپلو فتواوو او دهیوادونو او ګوندونو مشرانو ته په لیکونو او درسنیو له لارې دکرکي او دهغوی  په وړاندې دامت دبیدارولو او له هغوی  سره دهرډول مبارزي کولو ږغ پورته سوی دی .

لله الحمد شیخ ذاکري صاحب که له یوې خوا دیوه پراخ علمي ،جهادي او سیاسي  بصیرت څیښتن وو نو له بلي خوا دژورې تقوي او رښتني روحانیت څښتن هم وو ،چې دعمر په اوږدو کی یې دسنتو په پوره پابندۍ سره دخپلي خانقا له لورې د لکونو پیروانو روحاني او معنوي روزنه وکړه  چې  دده دا خدمت به په سیمه کي تر ډیره وخته  دجاري صدقي په ډول پاته سي ان شاءلله .

داچې دشهید شیخ ذاکري صاحب دتعزیت مراسم په بلا بیلو هیوادونو لکه  په افغانستان کي په کندهار، زابل ،هلمند ،هرات ، کندز ،غزني کي او دپاکستان دپلوچستان ایالت په ټولو ښارونو کی په خیبرپښتونخوا اوکراچي کي په مختلفو ځایونو کي، دسعودي هیواد په مکه او مدینه ښارونو کي او په دوبی کي ترسره شول، چې تیره ورځ دکراچۍ دتعزیتي مراسمو په ترسره کیدلو سره پای ته ورسیدل  .

موږ د شهید ذاکري صاحب کورنۍاو داتحاد علماء افغانستان شوری  له ټولو هغو دردیدلو مسلمانانوڅخه  دزړه له کومي مننه کوو چې په دې مراسمو کي يې دپراخ ګډون له کبله له موږ ،جهاد ،علمیت اوروحانیت سره دژورې میني او پوره پیوستون ثبوت وړاندي کړ، الله تعلی دېددوی دعاوې اوستړیاوي  په خپل دربار کي قبولي وګرزوي .

موږ له موقع څخه  په استفادي سره یو ځل بیا اعلانوو چې دشهید ذاکري صاحب کورني اود اتحاد علماء افغانستان شوری به دخپل ویاړلي مرشد او مشر لار ان شاءلله  په ډیر دقت ، پوره پابندۍ او لوړو قربانیو سره  تعقیب کړي.

زموږ مکار، سفاک او بې زړه  دښمن دې په دې ښه خبر وي چې موږ داډول مرګونه دځان ،مشرانو او خپلي ټولني لپاره ستر ویاړ او دخپلو اسلافو  میراث بولو،او دامود ژوند ورستۍ هیله او تمنا ده.

په پای کي یو ځل بیا د شهید شیخ ذاکري صاحب ټولو عقیدتمندانو او مینوالو ته وریادوو ، چې دپخوا په ډول به دهر طاغوت په وړاندي زموږ مبارزه جاري وي نو هیله کوو چې په دې مبارزه کي به په تعلق درلودلو او په ګټورو مشورو کي له موږ سره تر پایه پاتي شئ .  په درنښت

(اتحاد علماء افغانستان او ذاکري رحمه الله کورنۍ)

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د