نړۍ

بروسلز: د اورګاډو په تم ځای کې چاودنه شوې / ویډیو او انځورونه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۳۹۶): د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم د بلجیم په پلازمینه بروسلز کې د اورګاډو په تم ځای کې چاودنه شوې ده.

تر اوسه پيښه جریان لری او په اړه یې ډېر معلومات نه دي تر لاسه شوي. خو د رسنیو د راپورونو سره سم پولیسو ویلي دي چې د چاودنې وروسته حالات په کنټرول کې دي، یو شکمن کس د پولیسو له لوري په ډزو ویشتل شوی دی، او د اورګاډو تم ځای تړل شوی دی.

د سي ان ان د خبر سره سم د بروسلز په ښار کې د «سنټرال» تم ځای تر څنګ دوه نور تم ځایونه «Gare du Nord and Gare Central» هم تړل شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي چې د چاودنې غږ ډېر اوچت وو.

د بلجیم د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پيښې ځای ته د ځان ژغورنې ټیمونه رسیدلي او د همداسي د بم خنثی کولو ټیمونه پلټنه کوي چې نور چاودېدونکې توکې نه وي پټ شوي او همداسي امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx