افغانستان

دملا اغاجان معتصم پیغام په لومړي ځل دسولې شورا پر رسمي ویب پاڼه خپور شو

څو ورځې وړاندې دطالبانو داسلامي تحریک په نامه دملا اغاجان معتصم یو نوی پیغام دیو شمیر رسنیو له لارې نشر شو، په دې پیغام کې ، دافغانستان اولس،حکومت،او ټولو جهادي،او سیاسي  جهتونو ته په خطاب کې ویل شوي وو، چې سوله ،ثبات او استقرار دهیواد  د هر ځوریدلي او کړیدلي وګړي د زړه ارمان دی

،دهیوادوالو ددې ستر ارمان دپوره کیدلو په موخه مو په هیواد کې دسولې دټینګښت او د  وینو تویدلو دمخنیوي لپاره کوښښونه پیل کړي او غواړو چې په دې اړه خپل ایماني او وجداني رسالت اومکلفیت ترسره کړو. په پیغام کې ملا اغاجان معتصم ټول جهتونه سولې ته رابللي او  هیله یې څرګنده کړې ، چې په دې لار کې هرهغه څوک چې جنګ ته پر سوله ترجیح ورکوي،  ددوئ ملاتړ وکړي او ورسره ملګري شي.
دافغانستان اولسمشر حامد کرزي دپیغام تود هرکلی کړی او دا یې دسولې  او مذاکراتو لپاره یو ښه زیری او پرمختګ بللی.
همدا رانګه دافغانستان دسولې عالی شورا هم دملا اغاجان معتصم پر پیغام خوښي څرګنده کړې او دنوموړي پیغام یې دخپلې رسمي ویب پاڼې په لومړي مخ خپور کړی.
دا لومړی ځل دی چې دسولې عالي شورا دملا معتصم پیغام په خپله پاڼه نشر کوي، دچارو سیاسي شنونکي داکار دسولې په خبرو کې یوښه پرمختګ ګڼي او په دې آند دي چې دا چاره به د دواړو خواوو ترمنځ داعتماد او باور فضا رامنځ ته کړي او یو بل ته دلا ښه نژدې کیدلو سبب به شي.

د اغا جان معتصم په اړه ویل کیږي چي د طالبانو د حکومت پر مهال د مالي چارو وزیر پاته شوی، او د طالبانو د حکومت د ړنګېدو وروسته د مالي چارو تر څنګ د یو څه مودې لپاره د سیاسي کمېټې د مشر په توګه پاته شوی، چي بیا وروسته د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد په مالي فساد کې د ککړېدو له وجې له خپلې دندي څخه ګوښه کړ، چې له هغه راهیسي یې بیا په طالبانو کي کومه دنده نه ده لرلې.

ملا اغاجان معتصم ادعا کړې چي په دې ورستیو کي یې په دبۍ کي یوه غونډه کړې او په هغه کې فیصله شوی چي نور به دوی د کابل حکومت سره مذاکرات کوي، او د سولي لپاره به هلي ځلي کوي. دا په داسې حال کې چې خپله ښاغلی معتصم د کابل حکومت په مرسته د علاج لپاره ترکیې ته ولېږدول شو! او دا هغه مهال کله چې نوموړی په کراچي کي د نامعلومو وسلوالو له خوا په ډزو وویشتل شو.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې په رسنیو کې د کابل حکومت او طالبانو تر منځ په دوبۍ کې د خبرو اترو راپورونه خپاره شول، کوم چې طالبانو د یوې اعلاميې په ترڅ کې په کلکه رد کړل، او ویې ویل چې دوی د دا ډول خبرو اترو په اړه هېڅ معلومات نه لري، او نه هم په پټو خبرو اترو باور لري، دا دي اوس څرګنده شوه چې نوموړې خبرې د ښاغلي معتصم آغاجان او د کابل د سولې د شورا تر منځ شوې وې!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x