د ترکیې لومړی وزیر بن علي یلدرم

یلدرم: د «تروریزم» لپاره د واحد تعریف نشتون لویه ستونزه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۳۹۶): د ترکیې لومړی وزیر بن علي یلدرم وايي چې د تروریزم لپاره یو څرګند او واحد تعریف شتون نه لري او د ګونګ تعریف له کبله یې په نړۍ کې ډیرې ستونزې جوړې کړي دي.

نوموړي د تروریزم لپاره د واحد تعریف نشتون «ستونزه» بللې او د هغې د حل غوښتنه یې کړې.

ښاغلي یلدرم اندیښنه څرګنده کړې کړې چې که په نړۍ کې د تروریزم تعریف همداسې ګونګ پاتې وي نو په سیمه کې به اختلافات نور هم زیات شي. نوموړي دا څرګندونې د خلیجي هیوادونو د هغه کړکیچ په اړه کړي چې په کې سعودي عربستان، متحده عرب امارات او بحرین هیوادونه اخوان المسلمین او حماس ترهګرې ډلې بولي او له هغوی څخه د ملاتړ په تور یې له قطر سره سیاسی او اقتصادي اړیکي پرې کړي.

د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدرم تېره ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې د حیرانتیا په دود پوښتنه وکړه:

«له کوم وخت راهیسې اخوان المسلمین تروریستي ډله ګرځېدلې؟ اخوان المسلمین خو په مصر کې د ټاکنو په پایله کې قدرت ته رسیدلي وو چې بیا یې پر خلاف کودتا وشوه!!».

ښاغلي یلدرم د تروریزم پدیدې په تعریف کې په دوه ګونو معیارونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې داسې معیار شتون نه لري چې پر اساس یې تروریزم یو واضحه او واحد تعریف خپل کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د تروریزم لپاره د روښانه تعریف نشتون د دې لامل ګرځېدلی چې اخوان المسلمین او حماس تروریستان وګڼل شي خو د کردي جنګیالیو هغه ډله غیر تروریستي بلل کیږي کوم چې په ترکیه کې وسلوال بریدونه کوي.

د هغه په باور د تروریزم لپاره هرڅوک په خپل مزاج تعریف پیدا کوي او دا چاره په نړۍ کې د ګڼو ستونزو د راټوکېدو لامل ګرځېدلې.

د یادونې وړ ده چې له تروریزم سره د مبارزې په روان اوج کې لا هم څیړونکي نه دي توانیدلي چې دغې پدیدې ته روښانه تعریف وټاکي او تر دې دمه یې لږ تر لږه سل بېلابېل تعریفونه شتون لري.

که څه هم په افغانستان کې بهرنيو ځواکونو له تروریزم سره د مبارزې په جګړه کې سلګونه زره افغانان وژلي، خو د دغې پدیدې لپاره د روښانه تعریف نشتون دا موقع ورکړې چې تر همدې عنوان لاندې په هیواد کې خپلې بقا ته دوام ورکړي.

د یو شمېر کتونکو په باور لویدیځ هیوادونه له تروریزم سره د مبارزې له ادعا څخه تبلیغاتي ګټه اخلي او هغه افغانان چې په تېرو شپاړسو کلونو کې يې په همدې دلیل په خپل هیواد کې د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ له هغوی سره اوږه په اوږه جګړه کړې؛ لا هم د تروریزم په تعریف خبر نه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د