په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره: نیکي هیلي

امریکا د امنیت شورا څخه غوښتي چې حماس تروریستي ډله وپيژني / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۳۹۶): د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي تېره ورځ سې شنبه د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د امنیت شورا غړي او ملګري ملتونه باید د حماس ډله تروریستي معرفي کړي.

نیکي هیلي وویل چې اوس هم د امنیت شورا په غونډه کې داسي هیوادونه شته چې په غزه کې د حماس او ورته نورو ډلو سره اړیکې پالي. او زیاته یې کړه چې حماس ډله پر اسرائیل باندي توغندۍ ور خوشي کوي او د تروریستي بریدونو لپاره پلانونه جوړوي.

باید وویل شي د امریکا له لوري د حماس ډله تروریستۍ بلله نوې خبره نه ده، ددې تر مخه د امریکا ولسمشر ټرمپ د اسلامي هیوادونو ولسمشرانو او استازو ته په وینا کې وویل چې د تروریستانو له ملاتړه لاس واخلي او په تروریستانو کې يې یوه ډله «حماس» وبلله.

حماس ډله چې په فلسطین کې د یوازینی ازادي سیمې «غزه» واکمني ور له غاړې ده، له تېرو څو کلونو راهیسي د مصر او اسرائیل له لوري تر کلکې محاصرې لاندي ده، او د اسرائیلي ځواکونو د پرمختګ مخنیوی یې د خپل مقاومت په مټ باندي کړی دی.

دغه ډله وايي چې د خپل شرعي ځمکې او هیواد څخه دفاع کوي او نه پریږدي چې اسرائیل پر غزه باندي داسي واکمن شي لکه څرنګه چې په «الضفة الغربیه» کې د حکومت ټولې ادارې او امنیتي چاري د اسرائیل په لاس کې دي.

باید وویل شي اوس په فلسطین کې یوازینی ازاده سیمه «غزه» بلل کیږي، چې د ښار ټوله مساحت یې د ګوګل په حساب 365 کیلومتره کیږي او په دغه وړه سیمه کې تر ۱.۸ ملیونه زیات انسانان ژوند کوي. خو دغه وړه سیمه د خپل ټول نفوس سره د اسرائیل او مصر تر کلکې محاصرې لاندي دی.

مصر، امارات، سعودي او بحرین د حماس ډله تروریستي بولې، د مصر اوسنی حکومت پخوانی ولسمشر محمد مرسي په دې وجه محکمه کوي چې د حماس ډلې سره یې تماس نیولی او یاد هیوادونه پر قطر باندي په دې وجه بندیزونه لګولي چې د نورو اختلافونو تر څنګ ولي د حماس ډلې ملاتړ کوي.

د امنیت شورا ته د امریکا د سفیري وینا لاندی کتلای شئ:

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سلطا ن صا لحی له قز وین سخه
میلمه
سلطا ن صا لحی له قز وین سخه

دغه سه نوی خبره نده چی دی جهان ستر توروریستی هیوادآمریکا اودهغی توروریستی دجالی مشران ئ کوی سازمان ملل خپله دغه یهودیان بیدینان دی چی سه کار ئ خوشه وی په جان کشی هغه عملی لکه استعمارگری لکه دافغانستان دی استعمارنوکران لکه دسعودی نوکران لکه دمصر سیسی سپی سپی اومحمودعباس نوکر دی اوهمدغه داسلامی نری نکران وچی دی ستراودجال جهانی اوباش خدمت حاضرشول اوپس لسجدی یی ورته وه ویل چی یوسواونی با دزه دغسی اعلان کوم چی تاسی زما حاضر باشان په دی خبر واست نوچی حماس تورریستان دی حزب اسلامی هم توریستان و یاکاملا تسلیم شوی دی اویا دپردی… نور لوستل »