له تورې بوړې تر ایبټ آباده – د اسامه زوي د خپل پلار کیسه کوي (لومړۍ برخه)

ليکوال: استاد مصطفی حامد (ابوالوليد المصري)
ژباړن: ليکوال او شناند عبدالرحيم ثاقب

د ژباړونکې یادښت :

درنو لوستونکو!

لکه په اعلان کې چې تذکرشوی دی د دې کیسې اصلي لیکوال ښاغلی استاذ مصطفی حامد (ابوالولید المصري ) دی چې کیسه یې په عربې ژبې لیکلې او ما هغه پښتو ته ژباړلې ده.

د ژباړې د مقرراتو رعایت او په هغې کې د امانت داري اصل ته په ژمنتیا سره د متن په ټوله ترجمه کې زما شخصي مداخلې ته هیڅ ځای نه دی ورکړل شوی ؛ بلکې د کیسې متن او د هغې ټول محتویات د اسامه بن لادن د زوي په روایت د استاد مصطفی حامد نقل دی چې هرډول مسؤلیت یې هم هغوئ ته راجع او ما یې یواځې د ژباړې زیار پرځان منلی دی.

د دې کیسې د ترجمې امتیاز او د قبلي نشر حق یواځې نن ټکی آسیا ترلاسه کړي چې ترپوره کیدو وروسته به یې د عربي متن لینک د لیکوال د خپل ویب سایټ له لینک سره یوځای له درنو لوستونکو سره شریک کړل شي.

د صحافتي اهمیت له مخې یاده لیکنه ځکه تر نورو هغو ارزښتمنه ده چې دا د سپتمبر له پیښې وروسته د اسامه بن لادن د ژوند تر ټولوموثقه او تفصیلې لیکنه ده چې په ډیردقت او غور سره د هغه د ترټولو نیږدي او باوري شخص لخوا لیکل شوې.

د لیکوال سریزه:

د دې کیسې روایت کوونکی داسې څوک دی چې هغه شخصا د کیسې د ټولو جریاناتو عیني شاهد پاتې شوی نه دا چې هغه یې له بل چا اوریدلي او یا نقل کړي وي.

هو! دا شخص د اسامه بن لادن هغه زوی دی کوم چې له نوموړي سره د ده د وروستي سفر هم لاری و.

دوی دا سفر په ګډه د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د میاشتې له لومړۍ لسیزې شروع د ۲۰۰۲ کال تر پسرلې پوري جاري ساتلی دی.
دا یو کلن سفر چې له کابل څخه یې تر تورې بوړې ، کونړ، ډیورنډ کرښې هاغاړې قبائلي سیمې او بالاخره پیښور پوري اوږد واټن وهلی داسې یو خطر ناک سفر دی چې هره شیبه یې د استخباراتي شبکو تر تعقیب ، د امریکايي الوتکو تر بمبار او سیمه ییزو جاسوسانو تر څارنې لاندې تیره شوې ده.

زه د دې کیسې د لیکوال په توګه کله چې پر کومې موضوع خپله تبصره او یاهم وضاحت کول غواړم نو هغه د دې لپاره چې وپیژندل شي چې دا زما خپله تبصره او نظر دی په قوسینو کې په جلا مائل خط لیکم.

ما د خپل توان په کچه کوښښ کړی چې د دې پیښې د احداثو لپاره د جګړې له روزمره پیښو څخه تاریخونه را پیدا او دلته ورسره یوځای کړم.

له دې پرته نورهرڅه خپله د کیسې د راوي خبرې دي کومې چې یې د کیسې له پیله ترپایه له افغانستان څخه ترپاکستان / پیښور پورې له خپل پلار سره د ملتیا په اړه ماته روایت کړي دي.

پاکستان پیښور ته په رسیدو سره دواړه یوله بل نه جلا شوي او هر یوه د شخصي تحفظ او د دښمن له تعقیب څخه د ځان ژغورنې په خاطر ځانګړی لوری ځانته ټاکلی دی.

دلته د کیسې راوي په ایبټ آباد کې د امریکايي ځانګړيو ځواکونو په برید کې د اسامه بن لادن د وژل کیدو کیسه هم کړې خو هغه یې د پیښې د عیني شاهد په حیث نه ؛ بلکې د خپلې کورنۍ د غړیو د هغو عیني مشاهداتو پر اساس کړې کوم چې یې د دې بد مرغې پیښې ټوله ماجرا په خپلو سترګو لیدلې وه.

د دې کیسې په جریان کې یوه مهمه برخه د اسامه بن لادن او د مشهور افغان رهبر حکمتیار ترمنځ لیده کاته او څه وخت سره یو ځای پاتې کیدل دي چې د دې برخې په ترڅ کې پر یو لړ داسې ټکيو رڼا اچول شوې چې چا به د دې پیچلي شخصیت (حکمتیار) په اړه تر اوسه نه وي اوریدلي.

نوموړی رهبر چې د شوروي اشغال پر مهال په سخت دریځي او توند لاري مشهور و خو نن بیا د امریکايي اشغال له رعایاو سره مل دی.

نوموړي مجاهدینو ته د وسلې تسلیمولو د بلنې ترڅنګ له هغوی څخه غواړي چې د سولې په نوم د اشغالګرو خدمت وکړي.

په کونړ کې له اسامه بن لادن سره د حکمتیار تعامل په کابل کې د اشغالګرو ترڅنګ د هغه د اوسني شتون هغه تعبیر دی چې مونږ کولای شو په رڼا کې یې د دې پیچلې شخصیت مبهم اړخونه ورباندې تفسیر کړو.

د نوموړي اوسني موقف ته په کتو سره مونږ کولای شو دده د هغه خشن او ناملائم برخورد سِر درک کړو کوم چې يې په هماغه سختو شرائطو کې له اسامه سره کړی او هغه یې پرځان شکمن کړی دی.

دا واقعیتونه د هغه چا له خولې ویل شوي کوم چې دا هرڅه یې تر سترګو لاندې تیر شوي.

مونږ او تاسو ټول د دې سرګذشت د اوریدو له پاره د اسامه بن لادن د زوی خبرو ته غوږ یو، هغه زوی چې د نورو ټولو وروڼو په منځ کې دی خپل پلار ته ډیر ورته والی لري، دومره چې کولای شو نوموړی په خبرو، چوپتیا او کړنو کې د خپل پلار یوه کاپي وبولو …

نوموړی د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر تر پیښو څو اوونۍ وړاندې له کندهار څخه له خپل پلار سره یوځای راوتلی او تر هغو ورسره يو ځای پاتې شوی ترڅو هغه د ۲۰۰۲ کال په اکتوبر کې پر غره ییزو لارو د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان لوري ته اوښتی دی.

له ما سره په یوه نامالوم وخت او نا مالوم ځای کې یو ځای او د هغو سختو شیبو خاطرې او پیښې راته یوه یوه بیان کړه …
چې د ده د خبرو پیل په لاندې جملې پیلیږي:

له کابله تر تورې بوړي!

د سپتمبر له پیښې وړاندې مې پلار کندهار د کابل په نیت پریښود او هلته په کلکانو د جګړې په لومړۍ کرښه کې تم شو چې کله ناکله به یې د جګړې له ستومانۍ څخه د دمې اخیستو لپاره هغه استوګنځې ته هم سر ورښکاره کاوه چې د لومړي خط شاته یې په لنډ واټن کې موقعیت درلود.

همدا راز په کلکانو کې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه به وخت ناوخته د لوګر ولایت د مس عینک غونډ او له هغه ځایه د جلال آباد د تورې بوړې د غرونو خوا ته هم تلو تر څو هلته له دښمن (امریکايي ځواکونو)سره د راتلونکې جګړې له پاره تیاری ونیسي.

د کابل ، لوګر، جلال آباد او تورې بوړې ترمنځ تګ راتګ یې تقریبا څو اوونۍ دربر ونیولې.

د کابل د سقوط په ورځ (۱۱ نومبر د ۲۰۰۱) مي پلار په کابل کې و ، چې د ښار له سقوط سره سم د خپلو څو تنو مخلصو ملګرو جهادي قومندانانو هر یو (اول ګل ) (محمد رحیم ) او( ډاکټر امین) په ملتیا جلال آباد ته ولاړ.

د ( دسمبر په شپږم ۲۰۰۱) د ننګرهار د سقوط په ورځ مونږ ټول په یوه فور بای فور موټر کې سپاره او په توره شپه کې مو د تورې بوړې پرخوا ور ووهله.

حمزه الغامدي په ډیرمهارت سره په مړو څراغونو ډریوري کوله او امریکايي الوتکو په ننګرهار ښار او شاوخوا سیمو خطرناکه بمباري کوله.

د تورې بوړې غره ته په رسیدو سره مو موټر لاندې متوقف او مونږ پلي د غره په لوري ور روان شو.

تر دری ساعته مزله وروسته د تورې بوړې په غره کې د میشتو عربانو لومړني مرکز ته ورسیدو.

دا ځای په توره بوړه کې د ترصد کوونکي ګروپ مرکز و، شپه مو هلته ورسره تیره کړه ، سهار په لمر څرک مو تر ناشتې وروسته بیا د غره د هسکې څوکې په لور خپل سفر ته کش ورکړ مازدیګر ناوخته و چې د عربانو یو بل مرکز ته ورسیدو، هلته مو په ډیر مشکله د خوراک له پاره څه وریجې او کچالو پیدا او نوش جان کړل او نور مو تر ونو لاندې د دمې په نیت ځانونه واچول.

په دې ستړي سفر کې چې د غره په لاښونو کې سپینې واورې راباندې راچاپیر وې پلار مې نور هم مخ پورته د لوړ ختلو امر وکړ چې هلته په رسیدو سره له افغانستان سره په پوله د ډیورنډ کرښې هاخو قبائلي سیمې راته ښکاريدلې.

هلته زمونږ د دمې ځای د دوو پښتنو قبیلو ترمنځ موقعیت درلود کومې چې د ډیورڼد کرښې سره جلاکړې دي، د دې ځای خلګ د مولوي خالص تنظیم مربوط د شهید انجنیر محمود پلویان وو چې مونږ ورسره څه کم یوه اوونۍ تم شولو.

دلته تر یوې اوونۍ تیرولو وروسته مې پلار د یوه افغاني راه بلد په ملتیا نور هم په غره کې د لوړ ختلو تکل وکړ چې دې مزل نږدې لس ساعته وخت ونیو، بالاخره د مازدیګر د لمانځه وخت را باندې راغی چې تر اداء کولو وروسته مو بیا د سهار تر لمانځه پورې ستونزمن سفر ته دوام ورکړ.

د سهار ترلمانځه وروسته مو هم د وروستي منزل په لور ستړي ګامونه پیل کړل.

په دې حال کې مو د پلار د خوندیتوب په غرض په سیمه کې د موجودو دوو قبیلو له منځه له یوې سره خبرې روانې وې.

له پلار سره مې په دې سفر کې د ډاکټر ایمن الظواهري، سلیمان ابوالغیث ، ابوعمرالمغربي ، او حمزه الغامدي په شمول ۳۰ تنه نور ملګري هم مله وو.

زه او ورور مې هم د دې ستړي کاروان لارویان وو چې له خپل پلار سره مو په ټولو چارو کې مرسته کوله .

د همدې اوږده سفر په ترڅ کې د شپې مهال تر سپیده چاود وړاندې یوه کلي ته ورسیدو، خو له هغه ځایه ډیر په منډه ووتلو ترڅو کلیوال راخبر نشي او د سفر مسیر مو افشاء نه کړي.

بالآخره د غرونو په منځ کې یوه ګوښه کورته ورسیدو هلته مو ډډې ولګولې او ټول تر ماسپښینه پورې په ژور خوب بیده شول.

د ماسپښین ترلمانځه وروسته کوربنو راته ډیره مکلفه ډوډۍ تیاره کړې وه چې مونږ هم په ښه اشتهاء وخوړه.

تر نیمې شپې همدلته تم شولو او بیا همدې کوربنو راته یو باروړونکی لوی موټر راوست چې تر دې کلي لوړ يوه بل ځای ته يې د غره سر ته ولېږدولو.

هلته فقط یوه ودانۍ وه چې دوې کوټې یې لرلې او خلګو د مالونو (پسونو) ساتلو لپاره تري کار اخیست او زمونږ تر ورتلو وړاندې پکې کیکو (ورږو) ښې ډیرې ځالې جوړې کړې وې.

مونږ په داسې حال کې چې سخت ستړي او ستومانه و همالته مو واړول، زه او پلار مې ، ډاکټر ایمن الظواهري، او سلیمان ابوالغیث په یوه کوټه او زما ورور او نور ملګري په بله هغې کې ځای پرځای شولو.

پر دې ځای باندې ملګرو د کیکو د کور نوم کیښود، ما به همدا د کیکو په کور کې د خپلې ویډیویي کیمرې په وسیله د خپل پلار په پټه عکاسي کوله، چې دا کیمره مې د سفر د ټول بهیر د عکاسۍ له پاره تر پایه له ځان سره وساتله.

د کیکو په کور کې مو یوه اوونۍ تیره کړه، په دې حال کې له مونږ عربانو پرته بل هیڅ راه بلد څوک نه و.

هماغه د کیکو په کور کې د اوسیدو پر مهال د ډاکټر ایمن الظواهري د میرمنې ، محمد صلاح، او عبدالهادي اردني د شهادت خبر هم راورسیدو.

د دې خبر تر اوریدو وروسته مې پلار بیرته په توره بوړه کې د عربو مرکزونو ته د تللو پریکړه وکړه، ډاکټر ایمن الظواهري ته یې وویل چې ته د دې خواشینوونکي خبر د اوریدو له امله یوه ورځ همدلته نور هم دمه وکړه ، له هغه سره یې څو نفره ملګري هم پریښودل زه او نور پاتې ملګري مې له پلار سره د تورې بوړې د مرکزونو پرخوا را روان شوو.

د کیکو له کوره د تورې بوړې په خوا زمونږ دا راګرځیدل زمونږ لویه اشتباه وه ، ځکه مونږ په لوی لاس ځان د خطر ځای ته واچاوه ، په همدې لاره کې راباندې امریکايي الوتکو بمونو وغورځول چې یو بم یې په څو مترۍ کې راته ولګیده ، د بم له لګیدو سره سم مې پلار ځای پر ځای کیناست، زه یې مخې ته ناست وم نور ملګري شاوخوا سره تیت شول.

ښه ګړۍ وروسته چې د بمونو لوخړې ورکې شوې بیا مو خپل مزل په مخه واخیست او په توره بوړه کې د ملګرو دفاعي کرښو ته را ورسیدو.

دوې ورځې وروسته راپسې ډاکټر ایمن الظواهري هم هلته راغی.

په تورې بوړې باندې د روژې د میاشتې په ۱۷ نیټه چې د دسمبر له دریمې سره سمون خوري بمباري پیل شوه خو دا بمباري په متفرق ډول وه او پر یوه مشخص ځای یې ترکیز نه درلود.

زمونږ موقعیت د تورې بوړې غره په تر ټولو لوړه څوکه کې و، هلته د ټولو عربانو شمیر ۳۱۳ تنه و چې د میشتیدنې په ټوله موده کې ورباندې امریکايي الوتکو ډیر درانه بمونه وغورځول مګر بیا هم د شهیدانو شمیر لسو ته ونه رسیده.

مونږ په توره بوړه کې د شتون پرمهال له پاسه د امریکایانو لخوا تر سختې بمبارۍ لاندې وو او د ځمکې له لوري د ځینو سیمه ییزو قومندانانو لکه حاجي زمان، حضرت علی او اول ګل لخوا محاصره وو.

معلم اول ګل چې زما د پلار له نیږدې ملګرو څخه و هسي په نوم له حاجي زمان دوئ سره د تورې بوړې په محاصرې کې شریک و خو په حقیقت کې زمونږ ملګري او د محمد رحیم نومي مجاهد (چې زمونږ یو ډیر نیږدي دوست ، بلکې د القاعده تنظیم یو فعال شخص و ) په وسیله به یې مونږ ته د دښمن د لیکو ټول معلومات راکول، چې دا دواړه کسان بیا د امریکایانو لخوا ووژل شول.

امریکايي بي ۵۲ الوتکو به د ورځې له خوا زمونږ مورچلونه بمبارول او ایف ۱۶ هغو به د شپې مهال.

بي ۵۲ به د تګ او راتګ په مهال کې بمونه راباندې غورځول او مجاهدینو به د ځان ژغورنې په خاطر ترې خپل ځانونه یوې او بلې خواته ګوښه کول.

د اسامه بن لادن په مورچل کې بریښنايي چیپ (Electronic chip)

کوم ځای چې مونږ ورڅخه د مورچل په توګه استفاده کوله د هغه مساحت (۳× ۲متر) کې و، په همدې مورچل کې مې پلار، ډاکټر ایمن الظواهري ، ابوالغیث او زه خزه وو ( میشت وو).

یوه ورځ د سیمې ځینې خلګ زما له پلار سره د لیدنې کتنې او له هغه سره د ستړي مشي لپاره زمونږ سنګرونو ته راغلل، خو د واپسۍ پر مهال د هغوی له جملې څخه کوم یوه په پټه په هماغه ځای کې امریکايي الوتکو ته زمونږ د ځای ورښودلو له پاره یو یریښنايي چیپ غورځولی و.

کله چې همدا خلګ زمونږ له سترګو فنا شول سمدستي مې پلار ټولو ته د سیمې پریښودو امر وکړ او ټول لرې ترې ولاړو.

هماغه و چې لیږ ګړۍ وروسته الوتکې راغلې او هغه ځای یې سخت بمبار کړ.

پلار مي د بمبار شوي ځای د معلومولو له پاره یو کس هلته ور ولیږو، هغه معلومات راوړل چې الوتکو عین هغه زمونږ پر مورچل دومره لوی بم غورځولی چې ډیره ژوره کنده یې په ځمکه کې جوړه کړې وه، په هغه خندق کې د بم راپریوتو په حال کې یو تن بیده پاتې شوی و.

(۲۷ رمضان ـ۱۶ دسمبر ): دوې ورځې وړاندې مو د مخابرې له لارې په کندهار کې د ابو حفص مصري د شهادت خبر ترلاسه کړ( یعنې ترهمدې نیټې یوه میاشت شاو خوا وروسته ؛ځکه نوموړی د نومبرد میاشتې په ۱۳ورځ شهید کړای شو.)

په همدې ورځ مي پلار راته وویل چې ته او ورور دې دواړه نور له دې سیمې څخه ولاړشئ، خو ما د هغه خبره رد کړه ورته ومې ویل چې زه نه ؛ بلکې زما ورور دې ولاړ شي.

خو پلار مو د دواړو په تګ ټینګار وکړ، بیا یې همداسې پریښودلو او دی راڅخه ولاړ.

لږ ګړۍ وروسته بیا راغی او راته ویې ویل چې ته ، ډاکټر ایمن او ابوالغیث دری واړه یو بل ځای ته ولاړشئ!

داسې ځای چې مونږ ته یې په اړه هیڅ معلومات نه و ، خو تلل مو هلته اړین و او هوري به مو د پلار د راتلو انتظار کاوو.

مازدیګر مهال و چې د یو افغاني راه بلد په ملتیا مو د سفر تیاری ونیو ، پلار مو د خدای پامانۍ له پاره راغی زه یې خپلې سینې ته ورجوخت او په سرباندې ښکل کړم، ماټکان وخوړ ځکه دا کله هم د ده عادت نه و او زما نه یادیده چې پلار دي له ما پرته زما د نورو وروڼو سر ښکل کړی او يا یې په همدې ډول سره په غیږ کې ټینګ کړی وي.

همدا زه وم چې د سپتمبر تر پیښې وروسته په لوګر کې له اوسیدنې نیولې بیا تر همدې ځایه پوري د ده خادم وم چې کالي او د سفر نور سامان به مي ورسره اخیستی و.

په هرصورت مونږ د تورې بوړې له غره څخه د شپې په تیاره کې په داسې حال کې راښکته شوو چې د جلال اباد لخوا تر محاصرې لاندې وو، خو مونږ د وزیرو د سیمې په لورې راښکته او همدې د وزیرو قبیلې خلګو په قاچاقي ډول خپل کلي ته راوستلو.

له غره څخه د راښکته کیدو په مهال نږدي و چې د شمالي ټلوالې کسانو لیدلي وای؛ ځکه په سیمه کې د دوی د پیرې پوسته وه چې د هغې پوستې د ګزمې د موټر رڼا زمونږ پرلور را برابره شوه ، مونږ سمدستي هملته په ځمکه پروت وکړ، زما پښه لګیدلې(زخمې) وه خو په دغه خوږ حالت کې مې د تورې بوړې لوړې ژورې هم ورباندې ووهلې.

د ګزمې تر تیریدو وروسته مو خپل مزله ته دوام ورکړ یو ځای له لښتي څخه د ټوپ په حال کې د ډاکټر ایمن چشمې (عینکې) له سترګو ولویدې، ښايي لوی ټوپ یې وهلی وي، ځکه په همدې ځای کې چې مو هرڅومره وپلټلې پیدا مو نه کړې ، البته په توره شپه کې.

بالاخره هغه پټ کور ته ورسیدو چې همدې بدرګچیانو زمونږ لپاره لا له وړاندې تیارکړی و، هلته مو یواځې یوه شپه تیره کړه.

سهار د دسمبر په (۱۷) یې پیکپ موټر راته راوست د جلال اباد ښار له څنګه یې تیر او بیا یې همداسې لنډ د کونړ خواته ورتاو او په یوه غره ییزه لاره یې د کونړ مرکز (اسد آباد) ته ورسولو او هلته په یوه غلي کور کې پټ شولو.

د کمکي اختر په سهار (۱۹دسمبر) تر سپیده چاود لیږ وړاندې یو ځوان کوټې ته رادننه او په ډیراحساساتي لهجه یې باندې غږکړل:

جاء الأسامه … (اسامه راغی) له دې نه څو ثانیې وروسته مې پلار کوټې ته را داخل شو چې مونږ یې په لیدو ډیر خوشاله او سمدستي مو د شکر سجدې وکړې او پلار ته مو وویل چې نن پر مونږ دوه اخترونه راغلل:

کمکی اختراو په سلامتي سره ستاسي د رارسیدو اختر.

چا چې مې پلار راورساوه هغه معلم اول ګل و چې په خپل سپین رنګې لانډ کروزر موټر کې چې په تور رنګ یې لړلی و د کونړ ولایت تر حدودو پوري راوړ او تر هغه وروسته یې زمونږ خپل ملګري ښه راغلاست ته ورغلل او دی یې زمونږ د اوسیدو ترپټ ځایه راورساوه.

مونږه ټول په همدې غلي کور کې په داسې حال کې پټ اوسیدلو چې د ژمي سوړ موسم و او زمونږ شاوخوا سپینې واورې پرتې وې ، سره له دې چې یخ راباندې خولې لګولې خو مونږ د ځان د افشاء کیدو له ډاره هلته د لاس ګرمولو لپاره هم اور نشوای بلولای.

حکمتیار راورسیدو….

نوربیا ….

avatar
16 د تبصرو شمېر
5 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندی
میلمه
غوربندی

محترم ثاقب صاحب

د یادې ژباړې په پای کې هیله من یم د یو ثبت شوي حقیقت په توګه دومره هم پکې زیات کړی چې شهید بن لادن رحمه الله له خپلو ټولو مجاهداتو سره سره له طالبانو یانې افغانستان او افغانانو سره نه جبراتیدونکی خیانت وکړ، او په لوی لاس یې د یو ډېر بې مروته او وحشي دښمن سره په غېږه وروستل.

په دې سرع به مو د خپلو مظلومو او غیرتي افغانانو حق هم ادا کړی وي.

غوربندی
میلمه
غوربندی

لدې ماشوم سره نه ښایي چې د خپل سفر په کیسو کې د ګلبدین ټکولو ته ځای ورکړي.

ددې پر ځای دې د رباني او مسعود مذمت وکړي چې د القاعدې د ریالونو په زور یې ځانونه د یو مطرح فتنې په توګه په افغانانو وتپل.

ګلبدین او رباني زمونږ افغانانو داخلي ستونزې دي خو د افغانانو د وفا او غیرت مرهونو میلمنو ته کله هم نه ښایي چې زمونږ په کورنیو ستونزو مکث وکړي.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دروند ورور ثاقب صاحب سلامونه او نیکی هیلی ومنۍ ! الله ج دی اجرونه درکړی قلمی جد او جهد د توری او توپک تر سپیڅلی جهاد که لمړی والی ونه لری وروسته والی هم نه لری، توره او ټوپک که دهغو د پاره وکارول شی چه د قلم او کاغذ، منطق او استدلال په ژبه نه بوهیږی . دا لیکنه دی هم د نورو لیکنو په شان له ګټوری لیکنی ژباړلی کوم کی چه خپله د مرحوم شهید اسامه د اخری ژوند قیصه په خپله کوی طبیعی ده چه دا لیکنه به له اوتو بوتو وتلی قیصه وی. دا نه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دروند ورور غوربندی صاحب السلام علیکم ! ستاسی تبصری خو ټولی د کانی کرښه وی، مګر به دی تبصره دی بیا زه تبصره لرم او هغه دا چه تاسی لیکلی چه [ دی کمکی ماشوم ته اړه نه وه چه حکمتیار وټکوی ] لمړی ، څوک چه د خپل پلار د اخری حوادثو به اړه چه څه ولیکی احساس د مسولیت کوی فکر نه کوم که کمکی ماشوم وی، دوهم هغه سربیره بردی چه د هغه د پلار په اړه ده یوه تاریخی قیصه لیکلی که څوک به تاریخ یا قیصه لیکلو کی امین نه وی، د خپل ناسپیڅلی دریز… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

عزتمندو استاد بیانزی صاحب ستاسو نیوکې پر ځای دي او په اصل کې سمې دي خو د روسانو د اشغال پر مهال همدا عرب مجاهدین زمونږ په ویش ویشلي نه وو؟ ایا دوی زمونږ بین الافغاني درځونو په ورکولو کې مرسته وکړل او که نه لا یې پراخه کړل؟ د تنظیمونو په تعدد او زیږولو کې د دوی رول جوت او ښکاره نه وو؟ زه په پخواني او اوسني حزب اسلامي باندې ډېرې نیوکې لرم خو لدې سره سره دا چې له حزب اسلامي سره د اکثریتو عربو مجاهدینو ډډه نه لګیده سبب یی دا وو چې په نسبي ډول… نور لوستل »

عبدالله بیپروا
میلمه
عبدالله بیپروا

عبدالله بی پروا
اسلام علیکم ورحمت الله
محترم غوربندی صاحب
که دګلبدین اوربانی خپل منځی تاو تریخوالی کی بل کم مسلمان ته زیان ورسیږی خیر دی هغه کم مشکل نلری؟
او ماشوم اوس ماشوم ندی هغه چه ګلبدین ورته کم پلان درلودی خوپلی نسو که دارازونه افشا سی دافغان ملت به ګټی خوندی پاته سی دنورو تیر وتنو څخه وژغورل سی

محمود ضیا رحیمزی
میلمه
محمود ضیا رحیمزی

محترم ثاقب صاحب که دا قیصه ماته ټوله دغه ایمیل آدرس ته راولیږی نو ډیره مهربانب په مو وی

داکتر محمود ضیا رحیمزی
[email protected]

حاجی جان
میلمه
حاجی جان

ادعاهای افغانیت و عربیت همه ادعاهای جاهلیت است و تنها رابط ما کلمه توحید است، اما متاسفانه بعضی ها از روی جهل نسبت به عقیده اسلامی و یا نسبت به حقد دفین و تعصب مهلکی که دارند، در هرجا به کوبیدن جناح مخالف و یا مسلمانان خارج مرز ها می پردازند، در حالیکه اکثرا اعاشه شان از پول و ریال همان مهاجرین می باشد. کسانیکه عرب ها را عامل تعدد احزاب افغانستان میدانند، یا جاهل اند و یا متعصب، اگر ما فعالیت های عرب ها و به خصوص شیخ المجاهدین عبدالله عزام را در انسجام و وحدت احزاب ببنیم متحیر… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

حاج خان صاحب که اوسنيو معادلو ته پام وکړو نو د افغانستان په شمال کې د عربو مجاهدینو لخوا د شهید امرصاحب احمدشاه مسعود پالنه او تمویل ماته کله هم تصادف نه ښکاري، په داسې حال کې چې د اوس په شان د جهاد دروند بار د سویلي او سویل لویدیزو سیمو پر اوږو بار وو، چې د شمالي صفحاتو په نسبت ورته لاسرسی ډېر اسانه وو. اوس به نو د سمتي تبعیض تور هم راپورې کوې!! زما هدف د عربو مجاهدینو مذمت نه دی بلکه غواړم روښانه کړم چې ډېری پکې د امریکایانو رسمي جواسیس وو. که افغانان په… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ثاقب صاحب یو ځلی بیا سلامونه او نیکی هیلی !
د رحیمزی صاحب هیله خو زه هم لرم د نن ټکی اسیا څخه زما به اجازه زما ایمیل که تر لاسه او مونږ ته یی هم راواستوی مهربانی به مو وی . ډیر ورونه مونږ سره د ایمیل په واسطه معلومات تل شریکوی که تاسی هم داسی وکړی ډیرو دوستانو ته به مو ګټه ورسیږی او که تاسی هم دغه کړنه لری زمونږ ایمیل هم پکی ننباسی مننه

محمد احمد
ایډیټر

دروند استاذ جناب بیانزی صاحب او فاضل ورور ډاکټر صاحب رحیمزی.
زما احترامونه او ښې هیلې هم ومنئ.
سمه ده ان شاء الله د لیکنې کومه برخه چې بشپړه کیږي هغه به ستاسي بریښنالیکونه ته درلیږل کیږي .
مننه

nazeer ahmad
میلمه

السلام علیکم گرانه وروره که دغه لیکنی ماته هم را ایمیل کری دیره مهربانی به دی وی
[email protected]

سلطا ن صا لحی له قز وین سخه
میلمه

استادالحاج بیانزی صاحب قدرمن ته اسلام علیکم ورحمت الله وبر کاته قبولی طاعات اوعبادات دالله ج..سخه درته غوارم ستااوستاسی محترم فامیل ته اومخکی لا مخکی دی کوچنی اختر مبارکی تاته اوستا سی محترم فامیل ته احترامن وراندی ….وسلام علیکم ورحمت الله وبر کاته ….

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دروند او محترم ورور صالحی صاحب وعلیکم السلام و رحمته الله و برکاته ! ډیره مننه کوم ، مونږ هم درته هم د مبارکی روژی د عباداتو او مشقاتو قبلولو او اجرونو درکولو دعاګانی کوو چه مونږ او تاسی، ګران هیواد ، ټوله اسلامی نړی او مظلوم بشریت ددی د جالی وحشت څخه په خپل رحم او کرم وژغوری او هم د راتلونکی کوچنی اختر مبارکی تاسی او ستاسی کورنی ، دوستانو او خپلوانو ته وایم . تاسی تل لطف کړی تاسی کولای شی زما ایمیل له نن ټکی اسیا څخه واخلی نه غواړم چه دلته می ایمیل ولیکم که… نور لوستل »

محمد اسماعیل احمدی
میلمه
محمد اسماعیل احمدی

آیا ممکن است که این دفترخاطرات را به درسی ترجمه کنم؟!

عبد الله
میلمه

هو کولای سئ وروره.

محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

بسم الله الرحمن الرحیم سبحانك لا علم لنا الا ما علمتنا انك انت العليم الحكيم محترم الحاج استاذ بيانزی صاحب و حاج خان صاحب شما گپ های غوربندی صاحب را درست نفهمیدید که اینطور عجولانه و زود هنگام عکس العمل منفی نشان داده اید سخن های غوربندی صاحب کاملا بجا است وحدت واخوت سرزمین های اسلامی زمانی بوجود میاید که افراد تمام سرزمین های اسلامی همه درجا های خود بطور مساویانه درک احساس و مسولیت کند این اخوت ووحدت تنها توسط مردم افغانستان آمده نمیتواند و بسیار بعید به نظر میرسد و این بی انصافی است که ما تمام بار… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

حدیفه صاحب او ټولو مسلمانانو ته د کوچنی اختر مبارکی وایم . فکر کوم غوربندی صاحب په وروستی تبصره کی لیکلی وو چه زما نیوکی سمی او د سمون به خاطر وی غوربندی صاحب الحمدالله ډیره پوهه او تجربه لری، خو کله ناکله حالات او شرایط سړی د نشنلستی ( وطنپرستۍ ) له تعصباتو لاندی هم راولی مونږ معصومیت نه لرو ، شیطان به هر چاپیریال کی زمونږ د خطا ویستلو هڅی لری که نه تش په نامه اسلامی نړی د اوسنی برخه لیک سره به مخامخ نه وه ، څه زمونږ ناپوهی ، جهالت او سرزوری او څه د… نور لوستل »

محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

محترم الحاج استاذ بیانزی صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه تاسو ته هم د اختر مبارکی او د ټولو نیکو اعمالو قبولی د الله عزوجل له دربار نه غواړم تقبل الله منا ومنكم صالح الاعمال محترمه تاسو بيا زما په خبرو نه یاست پوه شوی د غوربندی صاحب د خبرو په حمایت کښی زما ددی تبصری له لیکلو نه مطلب دا نه دی چی زه د تیر جهاد د خائبنو رهبرانو له کړنو نه ملاتړ کوم او د تائید مهر په لګوم هغه کسان چی څومره ستا بد ایسی هغومره زما هم بد ایسی زما اصلی هدف د غوربندی… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)
میلمه

ښاغلی ثاقب صاحب الله دی تاته ډیر اجرونه درکړی چی دا نکل دی تر مونږه راورساوه یاره زه خو همدا اوس سخت جیګر خون یم باور وکړه د لومړی برخی په لوستلوسره له سترګومی اوښکی بهیږی الله دی تاته پوره پوره اجرونه درکړی او رب دی دا همت راکړی چی د لعنتی امریکا او د دوی د ګوډاګیو نه دی دی سپیڅلو شهیدانو غچ واخلو یا الله ته ورحمیړی یو ځل بیا هم ډیره ډیره مننه ګران ثاقب صاحب.

جمال
میلمه
جمال

زما دا تبصره چاته ځانګړیتیا نه لری بلکه د ځینو اصلیتو په اړه ده : د یو پلار په جرم زوی او یا د زوی په جرم پلار نیول او یا په سزا رسول په اسمانی او یا انسانی قانون کی جوار لری ؟ که ځواب مو ( نه ) وی نو بیا د یو شخص په جرم ( هغه هم که وی ) ټولو عربو ته ګوته نیول او متهم کول به کوم وجدان ومنی ؟ د یو څو کمونستانو او یا نورو ظالمانو په جرم ټولو افغانانو ته مجرم ویلی شو ؟ که وی نو بیا خو مونږ… نور لوستل »