ټکنالوژي

اردوګان محصلینو ته، پام! د انټرنيټ غلامان نشئ

نن ټکی آسیا: د ترکیې صدراعظم د دغه هېواد یو شمېر محلصینو ته د جایزو د ورکړې پر مهال توصیه وکړه، چې د انټرنیټ له غلامۍ ځان وژغورئ او غلامان یې نشئ.
نوموړي د خپل هغه پلان ننګه وکړه چې له مخې يې په ټول هېواد کې پر انټرنيټ څارنه او کنټرول زیاتېږي.

نوموړي په انقره کې د محصلینو یوې غونډې ته په وینا کې همداراز وویل،چې انټرنيټ یوه ډېره ځواکمنه وسېله ده او د خطرناکو وګړو له لورې ستاسو لپاره په یوه ستر ګواښ هم بدلېدای شي؛نو ځکه یې باید په استعمال کې ځیرک واوسئ او غلامۍ ته یې غاړه کوزه نکړئ.
ښاغلي اردوګان په داسې مهال خپلو هیوادوالو ته دا توصیه کوي، چې د دغه هېواد پارلمان په غوڅ اکثریت سره د روانې میاشتې په لومړیو کې د انټرنیټ پر استعمال یو لړ قیودات ولګول او د حکومتي نظارت د زیاتېدا غوښتنه یې هم وکړه.
ښاغلی اردوګان د وینا په پای کې محصلینو ته ډاګه کړه، چې زموږ د دې پریکړې موخه د هېوادوالو مهارول نه؛ بلکي د انټرنيټ او ټکنالوژۍ په مټ د اختطافګرو، بدمعاشانو، لوټمارو او قاتلانو د ناوړه هڅو شنډول دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x