خونړۍ چاپې او بمباري

ابو یاسر افغان

له کومې ورځې چې د جان کیري لخوا د هېواد په اصطلاح د ولس مشرۍ چارې اشرف غني ته سپارل شوي، نو د افغانانو د عام وژنې، لوټونې، تښتونې او زورنې یوه نوې څپه را الوتی ده. خیاطان خو یې هسې هم هر ظلم ته پرتوګونه ګنډي او کله چې هم د خارجي یا داخلي عسکرو لخوا کوم افغانان په شهادت ورسیږي، نو د ارګ خیاطان او د شرمیدلې ډیموکراسۍ پلویان یې یواځې په دې خبره مرګ روا ګڼي، چې بهرنیو ځواکونو وژل شوو کسانو ته د تروریستانو اصطلاح کارولې، نو حتماً به دوی تروریستان وي!! مګر حقیقت نه پټیږي، تر څو پورې به غرب او د غرب زیره خواره د افغان مظلوم ولس وژلو ته پلمې او بهانې جوړوي، تر څو پورې به دا چاپې، بمباري او داړې دوام لري؟؟ اخر به هم د ولس د صبر کاسه ډکه او ولس به دې ته مجبور شي چې د سرتاسري غزا ډول ته درز ورکړي، له ختیځه تر لویدیځ او له شماله تر جنوب د هېواد ځمکه راغلیو وحشي کفري یرغلګرو او هغوی داخلي لاسپوڅو ته سره تبۍ وګرځوي.

هوکی! داسې ورځ به راځي چې زموږ دا ویده ولس نور د غفلت له خوبه را بیدار او د خپل دین د دفاع او د هېواد د آزادۍ سپېڅلې جګړې ته په یو مخیز ډول را ودانګي.

د تېرې اونۍ خبرونو کې یو خبر دا ؤ چې امریکایي یرغلګرو په غني خیلو کې یو پلار اودوه زامن په داسې حال کې په شهادت رسولي، چې د سیمټي قالبونو په جوړولو یې ځانته یوه مړۍ حلاله روزي ګټله، بې رحمه یرغلګرو پرې د پیشنمي پر مهال د خپلو ټوپکو شپېلۍ را وګرځولې او دری واړه یې په مرمیو غلبیل غلبیل کړل، خو اشرف غني به خدای خبر چې له دې پېښې خبر هم وي او کنه، عکس العمل ښودل خو له داسې چا نه ډېره لرې خبره ده. همدا تیره شپه یوځل بیا وحشي صلیبي یرغلګرو د داخلي وحشي عسکرو په ملتیا د غني ولسوالۍ په یوه کلي چاپه وهلې او د چرګانو د فارم ۵ تنه بې ګناه کار کوونکي یې په سرو وینو لمبولي او ۵ نور یې له ځانه سره وړي دي، همداسې وحشتناکې پيښې زموږ د هېواد د هرې شپې او ورځې معمول ګرځېدلی، اشرف غني د فرانسې په یهودیانو او د امریکا په بچه بازانو خفه کیږي، د ایران په عسکرو او د لندن په کفارو د غم رازۍ پیغامونه خپروي، خو د افغانستان مظلوم ولس یې د صلیبي جبر او ستم میچنې ته سپارلی، له یوې خوا یې بهرني باداران د ولس وژلو ته آزاد پریښي او له بلې خوا یې داخلي عسکرو ته د عامو وګړو د وژلو، د کلیو او کورونو ورانولو او د بې ګناه خلکو د زنداني کولو پراخ واک ورکړی دی، ښکاري داسې چې امریکا او متحدین یې د خپلې صلیبي او یهودي دښمنۍ په سبب چې د اسلام او مسلمانانو سره یې لري، د افغان ولس نه د تیرو ماتو غچ اخلي او سمبولیک مشر اشرف غني یې په دغه چاره کې تر ټولو مخلص غلام دی، مګر افسوس د هغه وحشیانو په حال چې لا هم غواړي په درواغو او شیطاني فریبونو ولس ته د اشرف غني د حقیقي څېرې د څرګندېدلو مخه ونیسي، په داسې حال کې چې د اشرف غني د دوه سري رژیم دریم کال هم په پوره کېدو دی، په هېواد کې یې هیڅ یوه اقتصادي پروژه نه ده عملي کړی، که له یوې خوا هغه میلیاردونه ډالر وګورو چې بهرنیان یې مفسد رژیم ته ورکوي او له بل لوري د اشرف غني انحصاري مفسد رژیم او له فساده ډکه اداره وګورو، نو د اسلام سره د دښمنۍ تر څنګ یې د هېواد او خلکو سره د دښمنۍ کچه په ډېره اسانه توګه پیژندلی شو، د امنیت، اقتصاد، روغتیا، اداري فساد د مخنیوي، تعلیم، برق، کار موندنې او… په چارو یې صفر درجه پرمختګ نه دی کړی، هغه څه چې دوه سری رژیم یې دعوه کوي، یواځې باټې او غورې دي، په حقیقت کې د دې مداري رژیم ټوله توجه په دې خبره متمرکزه ده چې څه ډول افغان ولس کې د آزادۍ، خپلواکۍ او شریعت غوښتنې روحیه ووژني، څه ډول یې د بهرنیو یرغلګرو، یهودو او نصاراوو په وړاندې د حساسیت او دښمنۍ کچه را کمه کړي، څه ډول دا هېواد د نړیوال کفر په دایمي مستعمره بدل کړي، هره ورځ سلګونه افغانان وژل کیږي، د فقر او بې کارۍ کچه تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی، د هیڅ افغان سر او مال محفوظ نه دی، زندانونه له بې ګناه مسلمانانو ډک او مجرمین هسکې تڼۍ ګرځي، ظلم او وحشت شروع دی ، قومي تعصب، غصب، بې حیایي، ډمتوب، لنډه غریزم او نور وحشتونه یوه عادي چاره ګرځېدلې، د افغانانو ژوند اخیستل، ناموس لوټول د صلیبي یرغلګرو لپاره تر ټولو لویه مشغولا او ساعت تیري ده، مګر د ارګ مشران یواځې په باټو او درواغجنو شیطاني وعدو د ولس د تېر ایستنې هڅه کوي دا ټولې ناخوالې دی چې د افغانانو لپاره یې خپله خاوره سره تبۍ ګرځولې ده.

چې تر څو اشغال وي، د اشغالګرو لاسپوڅي وي تر هغو به د دې مظلوم ملت دردونه نور هم زیاتیږي، ژوند به یې سختیږي او ښه ورځ به نه ګوري، موږ په خپل غیور ولس غږ کوو چې د ارګ د مشرانو په شیطاني وعدو، مکارو څېرو او فریبونو نور خطا نه شي او د خپل راتلونکي په هکله دی په خپله تصمیم ونیسي، کنه نو همداسې به د بمونو، چاپو او جګړو په اور کې سوځي،د فقر په مرض به وژل کیږي، د غلامۍ په ځنځیرونو به تړلي وي، خو د ښې ورځې څښتن به نه شي.

د ګران هېواد د بشپړې آزادۍ او اسلامي شرعي نظام د قیام په هیله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د