کرکیټ: د پاکستان محمد عامر د نوو بندیزونو او ستونزو سره مخ دی

mohammad-amirنن ټکی آسیا: د پاکستان تکړه لوبغاړی او تیز بال غورځوونکی ځوان لوبغاړی محمد عامر باندي د کرکیټ د نړیوال تنظیم له خوا د نوو بندیزونه خبره سوې ده، ځکه چي نومړي د لندن په ښار کي په دې باندي ګرم بلل سوی چی د کرکیټ د یو کلب له خوا يې په دوستانه لوبه کي ګډون کړی.

محمد عامر هغه وخت ویلي وو چي دی نه وو خبر چي پر ده دي په داسي رنګه لوبو هم پابندي لګیدلې وې.

محمد عامر د پاکستان د هغو لوبغاړو څخه یو دی چي د پنځه کالو لپاره د کرکیټ د نړیوالو لوبو څخه د میچ فکسنګ او درغلی په تور شړل شوی دی، ځکه نو هغه نه شي کولای چي په هیڅ یو رنګه لوبه کي ګډون وکړي، او که دی دا فیصله ونه مني نو کیدای شي چي دنورو بندیزونو او جرمانو سره مخامخ شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.