نړۍ

پاکستاني طالبان: د اوربند لپاره به ډېر ژر پریکړه اعلان کړو

نن ټکی آسیا: د پاکستان د حکومت له لورې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره ټاکل شوي پلاوي نن د لومړي وزیر نوازشریف سره له کتنې وروسته وویل چې د بریدونو او چاودنو ترڅنګ مذاکرات ناشوني او بې ګټي دي او له طالبانو څخه یې جدي غوښتنه وکړه،چې د مذاکراتو پر مهال له بریدونو لاس واخلي.

د حکومتي کميټي غړو همداراز ټینګار وکړ، چې طالبا باید بې له کوم قیده او شرطه لومړی اوربند اعلان کړي او وروسته به د خبرو اترو پروسه پیل شي.
په غبرګون کې يې د پاکستاني طالبانو ویاند شاهد الله شاهد رسنیو ته وویل ، چې دوی د اوربند لپاره له خپلو ټولو څانګو سره تماسونه نیولي او ډېر ژر به د خپل مشرتابه شورا له سلا-مشورې وروسته پریکړه اعلان کړي.
د یادونې وړ ده چې پاکستاني چارواکي وروسته له هغې د مذاکراتو لپاره پر طالبانو د اوربند غږ کړی ،چې په دې وروستیو کې د طالبانو له لورې د دوی پر پولیسو او پوځيانو ګڼ خونړي بریدونه ترسره شول او په وروستۍ پېښه کې نن په پېښور کې د پوځ یو لوړپوړی چارواکی ووژل شو.  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x