شعـــــرونه

غزل/ ملا محمد مطمئن

ملا محمد مطمئن

کاش چې یو کاڼی د حرم وای خدایه
ټولې دنیا ته محترم وای خدایه

یا نری تار وای د غلاف د کعبې
راباندې تل د ستا کرم وای خدایه

د عاجزۍ کچکول مې تل نیولی
د ستا په در کې دم په دم وای خدایه

زه د صفا غوڼډۍ کې تل ګرځېدای
چې مې تر څنګ آب زم زم وای خدایه

زما په مړاوو،رژېدلو هیلو
ستا د رحمت رنګین شبنم وای خدایه

د دنیاګۍ له خیر او شر نه لرې
نه پرېشاني نه به مې غم وای خدایه

د (مطمئن) بس دغه یو ارمان دی
چې ستا په در کې یې قدم وای خدایه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x