
حقيقي روشنفکر څوک دی؟
کامران ملک
نن سبا ډيرۍ خلک ځانته د روشنفکر خطاب کوي، ځيني يي بيا په حقيقت پوهيږي او ځني بيا يواځې لدې نوم څخه ناوړه استفاده کوي. زما په اند لاندينۍ نقطی کيداۍ شي د يو کس په روشنفکرې دلالت وکړي:
حقيقي روشن فکر:
۱. د مخالف نظر درلودنکي سره له زغمه کار اخلي
۲. ښکنځل او جنګ نکوي
۳. بد او فحش نه وايي
۴. د مخالف خبره اوري او قناعت کوي
۵. د علماو احترام کوي او ورته بد او رد نه وايي
۶. په بحث کې نه احساساتي کيږي
۷. په مخالف فتوی نه لګوي
۸. درواغ نه وايي
۹. د نظر اختلاف ته احترام لري
۱۰. د مخالف سره د بحث وروسته هرڅه هيروي او کينه نه ساتي.
۱۱. دين او ديني اصولو ته پابند وي او ورته د درنښت په سترګه ګوري
۱۲. مثبت او د تغير فکر درلودنکې وي
۱۳. سوله او پرمختګ خوښونکی وي
۱۴. د نورو اشخاصو او هيوادونو نه مثبت شيان د خپل ديني او ملي اصولو ته په کتلو سره زده کوي
۱۵. مسلمانانو او خپلو هيوادولو سره نرم او د صبر نه کار اخلي.