نړۍ

د سعودي باچا ملک سلمان خپل زوی ولي عهد ټاکلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۳۹۶): د سعودي باچا د یوه فرمان په صادرلو سره خپل زوی محمد بن سلمان ولي عهد ټاکلی دی او پخوانی ولي عهد محمد بن نایف یې ګوښه کړی دی.

محمد بن سلمان ددې تر مخه دوهمه درجه ولي عهد وو، (ولي عهد ولي عهد)، خو اوس یې یوه درجه را پورته کړ او پخوانی ولي عهد یې له دندې ګوښه کړ.

په سعودي کې باچاهي د آل سعود کورنۍ په وراثت ده، تر ملک سلمان پوري ټول د سعودي هیواد (ددریم پړاو) موسس عبدالعزیز زامن د باچاهان په توګه ټاکل کېدل خو اوس چې د عمر په لحاظ د ملک سلمان وروسته د عبدالعزیز په زامنو کې د باچاهي لپاره مناسب څوک نشته، حکم د کورنۍ دوهم پوړ ته رسیږي.

د ملک سلمان تر مخه ملک عبدالله خپل زوی متعب بن عبدالله د ولي ولي عهد په توګه ټاکلی وو، تر څو هغه د ملک سلمان وروسته باچا شي، خو ملک سلمان د حکم تر لاسه کولو سمدستي وروسته هغه له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې خپل زوی محمد بن سلمان وټاکی.

له ډېره وخته داسي ښکارېده چې نوموړی به «محمد بن نایف» له ولایت عهد څخه ګوښه کړي او پر ځای به یې «محمد بن سلمان» وټاکي، څوک چې اوس وزیر دفاع هم دی.

ولي عهد محمد بن سلمان ۳۱ کلن دی، د وزارت دفاع او ولي عهد تر څنګ د وزیرانو د شورا نایب هم ټاکل شوی. بلخوا پخوانی ولي عهد چې هم د وزیرانو شورا مشر او هم د کورنیو چار وزیر وو، له دواړو دندو څخه ګوښه کړل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

پاچاهان چه غلامان وی هغوی ته پاجاهان ویل د پاچاهی نوم ته توهین او سپکوالی دی ،زه نه وایم چه پاچاهی کومه سبیڅلتیا ده ، لږ تر لږه خپلواکی خو باید ولری ، مګر پاچا چه غلام وی نو هغه ته پاچا ویل د پاچا کلیمی ته توهین دی لکه څوک نارینه چه ښځینه خصلت او مفعولیت ولری د هغه مفعول غلام پاچا د پاره مرګ ډیر شرف لری مهمه نه ده چه هغه څومره مادیات ولری او دخپلو لوڼدانو په غاړه څومره قیمتی هارونه او ایمیلونه تر غاړی کوی مګر هغه معنویات نه لری د اوبو په سر تر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x