fbpx
ملا عبدالمنان نیازی

نیویارک ټایمز: افغان حکومت د ملا رسول ډلې څخه د اربکیانو په توګه کار اخلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۳۹۶): نیویارک ټایمز د ملا محمد رسول او ملا منان نیازي په مشري د طالبانو څخه د جلا شوي ډلې په اړه په یوه راپور کې لیکلي چې د افغانستان حکومت ددغه ډلې څخه د اربکیانو په توګه کار اخلي او هغوی ته د وسلو او مهماتو تر څنګ استخباراتي معلومات ورکوي تر څو د طالبانو پر ضد عملیات وکړي.

د نیویارک ټایمز په وینا د حکومت لوری په دغه برخه کې ځان ډېر کامیابه بولي ځکه چې د جګړو په ترڅ کې ددوی په وینا دواړه لوري طالبان وژل کیږي.

ورځپاڼه وايي چې حکومت د ځان لپاره یوه اصولنامه جوړه کړې چې وايي: «که په خپله مونږ طالبانو ته ماتې نه سو ورکولای، نو دښمنان به ورته تقویه کړو».

باید وویل شي چې طالبان یوازي د ملا رسول ډلې له لوري نه په نښه کیږي، بلکې داعش ډله هم په مکرر ډول پر طالبانو بریدونه کوي او ګمان کیږي چې د هغوی سره هم حکومت د همدې اصولنامې پر اساس تعامل کوي.

په راپور کې ویل شوي چې نه یوازي افغان حکومت په هلمند کې د ملارسول ډلې سره کومک کوي، بلکې په هرات، غور او فراه کې هم ورسره فعاله همکاري کوي.

تېره اونۍ په ګریشک کې د طالبانو له لوري د اربکیانو پر یوه مرکز سرتیری برید وشو چې د نیویارک ټایمز په وینا دغه برید په اصل کې د ملا رسول ډلې وسلوال په نښه کړه چې د حکومت له لوري وسلې ورکول شوي او په دغه سیمه کې په دنده ګمارل شوي وه.

یوې سرچینې نیویارک ټایمز ته ویلي چې په چاودنه کې د ملارسول ډلې ۱۱ تنه ووژل شول چې د امنیتي ځواکونو له لوري یې مړي او ټپيان لښکرګاه ته انتقال شول.

د ملا رسول ډلې ویاند ملا منان نیازي چې اوس عملا د دغه ډلې مشري په غاړه لري، نیویارک ټایمز ته ویلي چې طالبان ځکه دوی په نښه کوي چې وېره ځیني لري، ځکه چې ددوی نفوذ په افغانستان کې ورځ په ورځ زیاتیږی.

نوموړی وایی چې په غور او فراه ولایتونو کې مونږ خلکو ته ویلي: « طالبان به په خپل کلیو کې نه پریږدئ، که هر چا طالبانو ته په خپل کور کې ځای ورکړ، ددوی کورونه به وسوځول شي».

ورځپاڼه وایي چې که څه هم حکومت په رسمي ډول دا نه مني چې د ملا رسول ډلې سره کومک کوي خو د امنیتي ځواکونو ډېرو سرچینو ورته ویلي چې دوی د ملا رسول ډلې پر ملاتړ مامور دي.

د لښکرګاه ښار یوې سرچینې نیویارک ټایمز ته ویلي چې د ښار د ساتونکو په منځ کې یوه ډله د ملا رسول اربکیان دي چې د افغان ملي امنیت ورته وسلې ورکړي او روزنه یې کړې ده.
نوموړي ویلي چې د ملي امنیت اداره دغه جنګیالیو ته د میاشتي د ۱۵۰ ډالرو څخه تر ۳۰۰ ډالره معاش ورکوي، او پر هغه سربېره وسلې، مهمات، خوراک او موټري ورکوي.

ورځپاڼې په خپل راپور کې همداراز ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت اداره په هلمند کې د «سنګوریانو» په نامه هم اربکیان لري چې د طالبانو د لیکو شاته عملیات کوي او طالبانو ته ورته جامې اغوندي.

نیویارک ټایمز په شینډنډ کې د ننګیال په نامه قومندان یادونه کړې چې د طالبانو پر لاس د شکست خوړلو وروسته حکومت ته تسلیم شو او هغوی بیرته د ملا رسول ډلې سره یو ځای کړ، وسلې یې ورکړې او د حکومت تر څنګ یې د طالبانو پر ضد د جنګ لپاره په دنده وګماره.

د شینډنډ پخواني ولسوالۍ حاجي عجب ګل ورځپاڼې ته ویلي چې د ملا رسول ډلې اربکیان د حکومت په سیمو کې اوسیږي او په ازاده توګه چې څه غواړي هغه کولای شي. او زیاته کړې يې ده، دوی د شینډنډ بازار ته راځي، چې هر څوک یې خوښ نه وي، هغه وژني او بیرته ځي.

د نیویارک ټایمز په وینا طالبان د هیواد په مختلفو برخو کې د داعش ډلې سره په جګړه بوخت دي، په ځانګړي ډول په ننګرهار کې یې ډیرې جګړې ورسره کړي دي چې په دې وروستیو کې د داعش له لوري د توړې بوړې د نیول کېدو خبرونه هم خپاره شوه.

که څه هم د نیویارک ټایمز په راپور کې د داعش سره د حکومت له لوري د همکارۍ په اړه څه نه دي ویل شوي خو ددې تر مخه په دولت کې ډېرو سرچینو د ملي امنیت له لوري د داعش دملاتړ راپورونه ورکړي دي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
trackback
افغان حکومت د ملا رسول ډلې څخه د اربکیانو په توګه کار اخلي – نن ټکی اسیا – کابل لينډ

[…] […]

عزيزالله عاجز
میلمه
عزيزالله عاجز

طالبانو ته رب العالمين کاپي دی
دمدرسول په شمول دده کوچنې ډله اونيازې دی دهغوکسانو انجام دي پرزړه کی چاچي داشغالګرو خارجيانو په پله قدم ايښي دی
دا ورځ ان شاالله ليرې نه ده چي اشغالګر امريکايان به له افغانستان څخه شرميدلي ځي مدرسول او نيازي به د نجيب پشان دخپلو اعمالو سزاووينی

عبدالولی
میلمه
عبدالولی

سلامونه او نیکی هیلی
بس د پښتنو عام وژنه روانه ده مګر نه پوهیږم چی دا پښتانه به خه وخت په ځان پوهیږی یا الله ته ورحمیږی پدی مظلوم ولس چی هره خوا آوری او ګوری پښتون مړ دی د پښتون په کور ماتم دی