نړۍ

اوکراين: د لاريون کوونکو او پوليسو تر منځ اخ و ډب کې ۱۸ تنه وژل شوي

د اوکراين پلازمينې  “کيف” کې د پوليسو او لاريونکوونکو تر منځ نښته کې د اوو پوليسو په ګدون ۱۸ تنه وژل شوي دي. د رسنيو له قوله مظاهره هغه مهال په تاوتريخوالي واوښته چې، پوليسو “ازادي” څلور لارې کې د مظاهره کوونکو پنډغالی ور وران کړ.

ويل کيږي د کيمپ له ورانولو وروسته هم ۲۵ زره مظاهره کوونکو خپل لاريون ته دوام ورکړ او شخړې پسې نورې هم تېزې شوې. ويل کيږي چې مظاهره کوونکو د کيف “سي ټي هال” نيولی او پر پوليسو يې د ډبرو او پيټرولي بمونو وارونه هم کړي دي.

اروپايي ټولنې، امريکا او  ناټو د دغو شخړو په اړه خپله انديښنه څرګنده کړې. مظاهره کوونکي غواړي د ولسمشر وکټر يانکووچ اختيارات دې کم شي. په اوکراين کې دغه مظاهرې هغه مهال پیل شوې چې، تېر کال نومبر مياشت کې ولسمشر وکټر اروپايي ټولنې سره يو سوداګريز تړون لغوه او له روسيې سره يې لاسليک کړ.

د اوکراين حکومت وایي چې، د دغو مظاهرو او لاريونونو تر شا د امريکا لاس دی او غواړي چې، له دې لارې په اوکراين او سيمه کې بې ثباتي او ګډوډي رامنځته کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x