په مکه مکرمه کې د قدر په شپه یو نیم ملیون مسلمانانو لمونځ وکړ / انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): نن د روژې میاشتې په ۲۷م شپه په مکه مکرمه کې یو نیم ملیون مسلمانانو د ماخوستن لمونځ، تراویح او قیام اللیل (تهجد) وکړ.

د روژې میاشتې د ۲۷مې شپې په اړه غالب ګمان کیږي چې دا به د قدر شپه وي، د کومې په اړه چې الله جل جلاله په قرآن کریم کې فرمایلي چې تر زرو میاشتو بهتره ده. ځکه مسلمانان تل هڅه کوي چې په دغه شپه کې د اجر تر لاسه کولو لپاره تر بل هر وخت ډېر عبادت او تلاوت وکړي.

د سعودي رسنیو د راپور سره سم په دغه شپه باندي د نړۍ څخه را ټول شویو مسلمانانو او همداسي د سعودي څخه ورغلیو خلکو شمېر یونیم ملیون ته رسیدی چې له امله یې د مسجد حرام ټولې برنډې او ساحې په بشپړه توګه ډکې شوې وې.

په دغه مناسبت د مسجد حرام یو څو ښکلې انځورونه چې نن شپه اخیستل شوي:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د