نړۍ

ټرمپ د سعودي نوي ولي عهد ته پر تلیفون مبارکې ویلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): د سپینې ماڼۍ ویاند «شون سپایسر» رسنیو ته ویلي چې د سعودي ولي عهد په توګه د محمد بن سلمان تر ټاکل کېدو وروسته «ټرمپ» نوموړي ته تلیفون وکړ، مبارکي يې ورته وویل او پر قطر باندي د بندیزونو په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

د سپينې ماڼۍ د ویاند په وینا ټرمپ د نوي ولی عهد سره په منځني ختیځ کې د امنیت او تروریزم د ملاتړ پر موضوعاتو هم بحث وکړ په کوم چې د سعودي او اماراتو په شمول ټرمپ «قطر» هیواد تورنوي.

په تلیفوني اړیکه کې ټرمپ د سعودي نوي ولي عهد ته د مبارکي تر څنګ د ښه راتلونکې دعا هم کړې او ورته ویلي دي چې د په ګډه به د اسرائیل او فلسطین تر منځ د شخړې د حل په موخه هڅې کوي.

باید وویل شي چې د ولسمشر په حیث د ټرمپ تر ټاکل کېدو وروسته د سعودي وزیر دفاع او نوی ټاکل شوی ولي عهد «محمد بن سلمان» لومړی عربي مسؤول کس وو چې واشنګټن ته یې سفر وکړ او د ټرمپ سره یې ولیدل.

تېره ورځ د سعودي باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز پخوانی ولي عهد له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې خپل زوی محمد بن سلمان وټاکی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x