نړۍ

ویډیو: په موصل کې د صلاح الدین ایوبي د وخت تاریخي مسجد ونړول شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): د عراق پوځونه او د ایران له ملاتړ څخه برخمنې شیعه ملېشې د موصل په ښار ننوتلې دي او وروستي راپورونه وايي چې د موصل ښار تاریخي جومات «جامع النوري» د خپلې مشهورې منارې سره نړول شوی دی.

جامع النوري ۹ پیړۍ تر مخه د صلاح الدین ایوبي په وخت کې نور الدین زنکي جوړ کړی وو، صلاح الدین ایوبي د نور الدین زنکي قومندان وو، نوموړی وتوانېد چې د عراق او شام په شمول د مصر او شمال افریقا څخه د شیعه ګانو «فاطمیون» دولت له منځه یوسي او فلسطین د یهودو او نصاراو د ولکې څخه یو ځل بیا را ازاد کړي.

دهمدې تاریخي شالید څخه په استفادې دوه کاله وړاندي د داعش «اسلامي دولت» خلیفه ابوبکر البغدادي د مسلمانانو د «خلیفه» په توګه خپله لومړۍ خطبه ورکړه.

که څه هم د عراق پوځي سرچینې وايي چې داعش دغه تاریخي جومات نړولی خو د عراق او موصل ښار څخه یو شمېر نورې سرچینې وايي چې عراقي او امریکايي الوتکو د «نور الدین زنکي» تاریخي جومات او د هغه تاریخي مناره بمبار او له منځه یووړه.

د داعش ډلې خبري اژانس «اعماق» د جامع جومات په تخریب کې لاس لرل رد کړي دي، د شنونکو په نظر داعش د خپل دیني معتقداتو او تاریخي شالید له امله هیڅکله داسي نه شي کولای.

د یوې عراقي ویب پاڼې په وینا داعش په هغو ښارونو او سیمو کې چې د دوی ولکه وه، د شیعه ګانو عبادت ځایونه او مزارونه له منځه وړي دي او شیعه ملېشو هم په مکرر ډول د غچ اخیستنې په موخه مسجدونه نړولي دي. چې کیدای شي دا هم د هغوی د غچ اخیستنې یوه برخه وي.

د عراق ولسمشر حیدر العبادي د پيښې وروسته ویلي چې د نوري جومات او د هغه تاریخې منارې نړېدل د داعش پر شکست دلالت کوي.

نوموړي تور پوري کړی چې دا کار داعش تر سره کړی او ویلي يې دي چې دا د داعش ډلې له لوري د شکست رسمي اعلان دی.

د موصل په جګړه کې د عراقي پوځ مشر «عبدالامیر یارالله» رسنیو ته ویلي چې کله دوی «نوري جومات» ته ۵۰۰ متره نیژدې شوه، داعش خپل یو بل تاریخي جرم تر سره کړ او د نوري جومات په شمول یې د هغې تاریخي منارې ته انفجار ورکړ.

داعش دغه تورونه رد کړي دي او ځینو نورو اړخونو په دغه تاریخي جرم امریکايي او عراقي ځواکونه تورن کړي دي.

ویډیو:

https://www.youtube.com/watch?v=z0joe_lEBik

پورته ویډیو د عراقي ځواکونو د الوتکې څخه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

انا لله و انا الیه راجعون

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x