افغانستان

ارګ وایی پر ډیورنډ کرښه اغزن تار ته اجازه نه ورکوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): په داسي حال کې چې پاکستان پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار او کتاړو لګولو لومړۍ پړاو پوره کړ او غواړي چې دوهم پړاو کې د بلوچستان ایالت سره د افغانستان پر پوله اغزن تار وغځوي، ارګ غبرګون ښودلی او ویلي چې د پاکستان سره پر پوله اعتراف نه لري ځکه به دغه هیواد ته اجازه ورنه کړي چې اغزن تارونه او کتاړې ولګوي.

هغه انځورونه چې د پاکستان د پوځ ویاند نشر کړي

باید وویل چې وړمه ورځ د پاکستان د پوځ ویاند پر خپل ټویټر پاڼه یوه خبرپاڼه او یو شمېر انځورونه نشر کړه، او وې ویل چې د افغانستان سره پر پوله باندي يې د باجوړ، مهمند او کرمې ایجنسۍ په سیمو کې د کتاړو لګولو لومړی پړاو پوره کړ، دوهم پړاو به هم ژر پیل شي چې په هغه کې به د بلوچستان سیمه هم را ونغښتل شي. په خبرپاڼه کې ویل شوي وه چې د پاکستان پولو د څارنې او دفاع په خاطر به ځای ځای پوستې او پوځي مرکزونه هم جوړ شي.

د پاکستان پوځ مشر: جنرال قمر باجوه

که څه هم څو میاشتې مخکې ددغه کار د پرانیستنې مراسم د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوه خپله کړی وو، هغه وخت هم د افغانستان حکومت ورته غبرګون ښودلی وو، خو په عمل کې هیڅ هم نه وه کړه، چې د ځینو په وینا د ګډحکومت غبرګون یوازي د ولسي فشار څخه د ځان خلاصون په موخه وو.

باید وویل شي چې دوه میاشتې وړاندي د افغانستان او پاکستان تر منځ په سپین بولدک کې پر ځینو کلیو باندي جګړه هم وشوه چې له امله یې دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله واوښته، خو اوس ویل کیږي چې پاکستاني ځواکونو پر هغو کلیو باندي هم اغزن تارونه را تاو کړي دي.

د کندهار مشهور ژورنالیست خالد هادي پر خپل فیسبوک پاڼه ولیکل چې د لقمان په نامه کلی چې ۵۰ کیلو متره مربع مساحت لري او د سپین بولدک تر ټولو ګڼ مېشته سیمه ده، د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق او ورور یې «تادین» پاکستان ته د یوې معاملې په ترڅ کې وسپارله.

تادین د رازق ورور دی ، د سپین بولدک څخه د جنرال رزاق له تګ وروسته دغه سرحدي مالداره ښار نوموړي ته په میراث پاته شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x