fbpx

غامديت که ګمراه اعتزال؟‎

باهر حقپال

سريزه…
اسلام يو داسي بشپړ او يوازينی دين دی چې د انساني ژوند د لارښوونې له پاره هر اړخيز او کامل نظام له ځان سره تشکيلوي. يوازينی دين اسلام دی چې د ژوند ټولو خواوو ته پکې پاملرنه شوي او هېڅ اړخ يې بې بيانه ندی پريښی، د ايمانياتو او عباداتو سربيره يې د معاملاتو، اخلاقياتو، سياست، دعوت او د احکامو حکمت يې داسي بيان کړي چې د عيّان ترکچې رسيدلي.

الله جل جلاله انسان ته د اسلامي اصولو د ادراک لپاره عقل او د سرته رسولو لپاره يې د عمل ځواک ور بښلی، ترڅو د عقل په مرسته نقل درک او د انساني بدني ځواک په مرسته يې تر عمله ورسوي، چې همدا ريښتوني بريا او د ژوند هدف دی.
داخبره جوته ده چې عقلي ادراک د عملي ګام لپاره موقوف عليه او ور پوري تړلی دی، ترڅو چې د شي ادراک ونشي ترهغې يې تر ژونده رسول او ترسره کول که ناشوني نه دي خو بې ګټې ضرور دي، همدا لامل و چې امام احمد بن حنبل رحمه الله به د ښوونې پرمهال زده کوونکيو ته ويل: “تفقهوا ثم اعتزلوا” يو ځل ځانونه پوه کوئ بيا ځانونه ګوښه کوئ!.

همدا عقل دی چې انسان يې په مرسته ښه له بدو او سم له ناسمو توپيروي، همدا عقل دی چې د انسان يې له نورو حيواناتو توپير کړی، انسان چې اشرف المخلوقات ګڼل کيږي لامل يې همدا عقل دی، د شرعي احکامو د مکلفيت لومړی شرط همدا عقل دی، څوک چې عقل نه لري هغوی مکلفيت نه لري، الله جل جلاله په خپل معجز کتاب کې چې چېرته هم د نعمتونو يادونه کوي جوخت ورسره د عقل يادونه هم کوي، کله وايې: افلاتعقلون. کله وايې: افلا تدبرون، کله وايې: لاتشعرون، لاتعلمون او… آن تر دې چې کم/زيات ۶۹ ځايونو کې د دې ستر نعمت يادونه شوي…

خو پام مو وي چې عقل هغه وخت نعمت دی چې د نقل تابع وګرځي که عقل له نقل څخه لوړ وګڼل شي پايله يې هغه لعنت را وځي د کوم چې شيطان وړ او تل ترتله ترټلی و ګرځيدی، شيطان د نقل له منلو د عقل په مټ انکار وکړ، عقل يې له نقل څخه لوړ وګاڼه او ويې ويل: “انا خير منه خلقتني من نار وخلقته من طين”.

همدغه شيطاني دنده، ځيني انساني شيطانان هم له پخوا په خپل ناسم عقل کې نغښتي په اوږه بار له ځانونو سره وړه/وړې.

اوس او پخوا کوم فرد، کومې ډلې او کومې ټولنې هم چې په اسلام کې د خپلو ناوړيو او زهرپاشونکيو نظرياتو د ننويستلو هڅه کړې/کوي يې، لومړۍ او د کار حربه يې الحاد ته مايل عقل کارولی او په نقل يې لوړ ګڼلی چې په مټ يې د خلکو ذهنونو ته دا خبره رسولې/رسوي چې اسلامي احکام او نبوي طريقې هغه مهال د منلو دي چې د دوی د عقل په تله وتلل او د عقل پر چڼوني چاڼ شي، کوم احکام او طريقې چې د دوی له پڅ عقل سره په ټکر کوي _که څه هم علماؤ دا ټکر د محکمو دلائلو په مټ له منځه وړی وي_ په اسانۍ وايې: دا د دوی له عقل سره سم اړخ نه لګوي بايد پريښودلی شي او پرځای يې داسي طريقې عملي کړای شي چې د دوی له عقل سره سمې او برابرې وي.

همدا د دوی له ځانه جوړ د شرعي احکامو معيار دی، له همدې ځايه د دوی د انکارونه لړۍ پيليږي او تر ارتداده پای مومي.

زموږ هېواد افغانستان چې د هر راز قربانيو سره-سره د هر ډول ناخوالو شاهد هم دی، له ډول-ډول دربدريو يې تر ټولو بوږنونکی او د زوال ستر لامل د سپيڅليو عقيدو ځپل دي، د مستشرقينو زهريله چمبې مو له هرڅه وړاندي عقيدې را چيچې، دا کار له پيړيو را روان دی، د دې لنډ شاليد به بيا وڅيړو اوس مو چې د څه لپاره ناتوان قلم پورته کړی هغه د پنجاب ژباړلی غامديت دی چې څه ډول مو پر هيواد تپل کيږي؟

څنګه مو هېوادوال را ځپي؟

غامديت له کوم ځايه سرچينه اخلي؟

معيار او پرې ولاړې دعواوې څه دي؟

څنګه د غامديت ريښې په تليوار غځيږي؟

ولې يې بايد مخه ونيول شي؟

دا او دېته ورته د نورو پوښتونو څيړنه او له خپل توان سره سم يې ځوابونه ځيني لنډ او ځيني اوږده په دې ليکنه کې څيړو…

د غامديت معيار او تحقيقي رد يې

د غامديت د ترويج او د بنسټيز ښوولو لپاره د پاکستان پنجابی منکرحديث، جاويد احمد غامدي د هرې اختلافي او متفق عليها مسئلې لپاره ځانګړی د خپل عقل په مټ جوړ شوی معيار ټاکي او د هغه معيار له مخې پرې دلائل وايې، خو د ټولو معيارونو سرخيل يې د نقل په پرتله عقل ته ميلان دی، مخکي مو وکښل چې مطلقاً د منکرينو د انکار تر ټولو ړومبی او ستر معيار عقل په نقل لوړ ګڼل دي _يو څه نور هم شته چې آينده کې به پرې بحث وکړو_ غامدي هم د عقل په مټ له هغه نقل څخه انکار کوي چې ترمنځ يې ټکر وي او د دې پرځای چې خپل عقل پړ وګڼي هڅه کوي د خپل جوړ کړي معیار له مخي لومړی نقل و ننګوي او بيا يې ترک کړي.

دی او پيروان يې د ادراک له دريو اسبابو دوه اخلي او دريم نه ټول اخلي او نه ټول پريږدي، دا متفقه خبره ده چې د ادراک (علم) دري اسباب دي:

۱_ حواس:

د حاسة جمعه ده د قوت او ځواک په معنا کارول کيږي چې دوه ډولونه لري: ظاهري حواس او باطني حواس.
دا چې باطني حواس شرعي احکامو کې د منلو وړ نه دي له څيړلو يې تېريږو.

ظاهري حواس:

پنځه دي:

۱_ د لامسې حاسه (د لګولو ځواک) کوم چې ټول ظاهربدن کې شتون لري.

۲_ د باصرې حاسه (د ليدنې ځواک)

۳_ د سامعې حاسه (د اوريدنې ځواک)

۴_ د ذائقه حاسه (د څکنې ځواک)

۵_ د شامې حاسه (د بوی کولو ځواک)

دا د ادراک هغه ذريعې دي چې په مرسته يې انسان د ظاهري شيانو ادراک کولی شي او تر ظاهري نړۍ پوري ځانګړي دي، د بيلګې په توګه د لامسي قوه دا دنده لري چې کوم شي پوري ولګيږي د هغه شي يخ او ګرم، نرم او کلک معلوموي او دا هغه مهال شونی دی چې هغه شی شتون ولري.

د باصرې حاسې دنده د ليدونکيو شيانو کم او کيف درک کول دي، کوم شی چې ناليدونکی وي هلته باصره قوه کارېنده نشو موندلی، همدا راز غږ د سامعې، بوی د شامې او خوږ او تريخ د ذائقې په مرسته درک کوی شو.

دا د ادراک لومړۍ ذريعه تر خپل کړنځای پوري کارېنده دي چې هغه مشاهدات ګڼل کيږي او له مشاهداتو وراخوا بيا کار پريږدي او د هغو د ادراک له پاره الله جل جلاله په دويمې ذريعې نازولي يو چې عقل ګڼل کيږي.

۲_ عقل:

د عربي لغت کې په ګڼو معناو سره کاريږې:

۱_ امام جوهري په الصحاح کې د بنديدلو او منع کولو په معنا اخيستی.

۲_ ابن منظور په لسان العرب کې کښلې: عقل له عقال البعير څخه اخيستل شوی، هغې رسۍ ته وايې په کوم به چې د اوښ پښي تړل کيدی يعنی دی يې هم د بندولو او منع کولو په معنی اخلي او وجه د تسميه کې يې وايې چې انساني دې ځواک ته ځکه عقل وايې چې انسان يې په مرسته له بدو را ګرځي؛ ځکه خو ويل کيږي چې “اذا عقلک عقلک عما لاينبغي فانت عاقل” کله چې خپل عقل له نامناسبه خبرو/کړنو را وګرځولي، بيا نو ته عاقل يې.

۳_ پوهي ته وايې.

۴_ ځواک ته وايې. او…

اصطلاحي هم ګڼ تعريفونه لري:

۱_جمهورعلماء وايې: د کوم ځواک په مټ چې بد له ښو توپيروو هغه ځواک “عقل” دی.

۲_ علامه تفتازاني يې شرح العقائد ۱۶م مخ کې په اړه ليکي: “العقل هو قوة للنفس بها تستعد للعلوم والادراکات” عقل هغه ځواک دی چې په مرسته يې نفسې ناطقه د يقيني او ظني علومو د ادراک وړ ګرځي.

۳_ وروسته کاږي:” قيل: جوهر تدرک به الغائبات بالوسائط والمحسوسات بالمشهدة” څوک وايې: عقل هغه جوهر دی چې له سترګو فنا په دليل سره او محسوسات په مشاهدي (د حواسو په مټ) سره درک کوي.

۴_ اصوليين وايې:” العقل نور في بدن الانسان يضئ به طريق يبتدئ به من حيث ينتهي اليه درک الحواس فيضئ المطلوب للقلب فيدرکه بتأمله” حسامي.
يعني عقل د انسان په بدن کې نور دی چې په مرسته يې انساني فکر روښانه کيږي او له هغه ځایه پيليږي کوم ځای کې چې د حواسو ادراک پای ته رسيږي، نو زړه ته هدف په ګوته کوي او په مرسته يې هدف ترلاسه کوي.

له پورته بحثه دا خبره څرګنده شوه چې ظاهري حواس د ادراک لومړۍ ذريعه ده؛ خو ترمعلومې اندازې کار کوي چې هغه ته مشاهدات يا ظاهري شيان وايې خو له هغې پورته بيا کار نه کوي، د عقل په تعريف (د اصوليينو) کې مو ويل چې کوم ځای حواس کار پريږدي له هغه ځايه عقل خپل کار پيلوي، د مثال په ډول: زموږ لاس کې قلم دی د لامسې په مرسته موږ وايو کلک دی، د باصري په مرسته يې رنګ معلوموو او…، دا چې دا قلم څنګه وجود ته راغلی زموو حواس يې په اړه کار نه کوي، دلته موږ عقل ته اړ کيږو؛ ځکه چې د قلم وجود زموږ له مشاهدې پرته شوی، عقل راښيي چې داشی دومره ښه او ګټور په خپل سر ندی موجود شوی هرومرو کوم موّجِد (پنځونکی) لري او دا ادراک مو د عقل په مټ وکړ، همدا راز عقل هم تر خپل کړنځای کارېنده دی او له خپلې دائرې چې و وځي هغه عقل سليم نه، بلکې عقل سقيم ګڼل کيږي او د عقل کارول به بې عقلي وي، که بيا هم څوک سرزوری دلته هم عقل کاروي، عقل به يې سمه لارښوونه نه کوي.

بيا چې کوم ځای کې عقل کار پريږدي هلته موږ د ادراک دريمې ذريعې “نقل” ته اړ کيږو او په مرسته به يې تر بريا رسيږو، اوس که څوک د نقل پرځای عقل کاروي د هغه مثال به داسي وي لکه د سترګو پرځای غوږ کارول د غوږ په ځای سترګې کارول، چې هېڅ وخت ښه پايله نشي ترلاسه کولای.

ستر تاريخپوه او مسلمان فيلسوف علامه ابن خلدون رحمه الله د تاريخ ابن خلدون په سريزه کې ليکي:” الله جل جلاله انسان ته د عقل ځواک ورکړی چې خورا لارښوونکی او د کار شی دی خو هغه وخت چې په خپله دائره کې وکارول شي، که يې له خپلې دائرې وتلی کاروي، ناپوهي کوي او د هېڅ ګټې امکان يې نشته، عقل د سرو زرو د تللو تلې ته ورته دی چې څو ګرامه زر تللی شي او بس، که کوم سر زوری په دې تله لويه ډبره تلي، پايله يې دا راځي چې تله له کاره غورځي او ماتيږي، اوس که څوک وايې چې دا تله خو بې کاره وه، دا ډبره يې ونشوای تللی، خلک به يې ناپوه وګڼي؛ ځکه تله پرخپل ځای کارېنده وه، نقصان د تلې نه، د هغه چا دی چې له دائرې وتلې يې وکاروله، کټ-مټ عقل هم دی چې له دائرې و وځي، د ګټې پرځای تاوان کوي، او د تاوان د عقل له امله نه بلکې د عاقل لامله رامنځ ته شو”

يادونه: عقل په دوه ډوله دی: عقل سليم او عقل سقيم زموږ هدف دلته دويم ډول دی چې شکوک را پيدا کوي او الحادي نظريې خپروي.

۳_ نقل/معجزه:

کوم پيغمبر هم چې د الله جل جلاله لخوا ليږل شوی، هر يو يې د غيري معمولي ځواک څښتنان ګرځولي، چې د دې ځواک له امله يو يا زياتې داسې کړنې ترسره کړي چې له انساني ځواک څخه پورته او عام انسان ترې بې برخې او بې وسعې وي.

له معجزې هدف دا وي چې خلکو ته وښيي چې د داسي کړنو ترسره کوونکي چې د کوم شي دعوا کوي پر حق دي.

قران کريم داسي کړنې ايت (د نبوت نښې) بولي او متکلمين يې له دې امله چې نور انسانان يې له ترسره کولو عاجزه ده “معجزه” بولي، بيا چې له پيغمبره پرته د بل چا په لاس ورته کړنې شتون ومومي “کرامت” ګڼل کيږي او چې د کافر په لاس ترسره شي “استدراج” ګڼل کيږي.

نقل د يو شي له يوځای څخه بل ځای ته وړلو ته وايې نَقَلة الاحاديث هغه چاته ويل کيږي څوک چې د د احادیث نقل کونکي او اسناد ته کتونکي وي.

د علماء په اصطلاح له نقل څخه هدف همدا دوه اصول دي: کتاب الله او سنت الرسول.

نور بيا ان شاءالله…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د