
راځئ چې فکر وکړو …. (۲)
محمد نذير ذبيح
انسانان پداسې حال کې چې د الله (جل جلاله) روزي خوري او د الله (جل جلاله) له نعمتونو خوند اخلي او استعمالوي یې بیا هم د الله (جل جلاله) ګناهونه څنګه کوي؟
حضرت ابراهیم بن ادهم (رحمه ا لله) ته یو کس راغلو ورته یې وویل : یا ابا اسحق زه ډېر زیات ګنهګار یم له ګناهونو څخه ځان نشم منع کولی داسې څه طریقه راته و ښایه چې له ګناهونو څخه منع شم حضرت ابراهیم بن ادهم (رحمه ا لله) ورته وویل : که چېرته پنځه کارونه کولی شي نو بیا ګناه تاته هېڅ نقصان نه کوي .
ګنهګار : راته ووایه هغه پنځه کارونه . . .
حضرت ابراهیم بن ادهم (رحمه ا لله) : لمړی دا چې کله د غوښتل چې ګناه وکوي نو د الله (جل جلاله) روزي مه خوره .
ګنهګار : نو بیا څه شی وخورم په دنیا کې خو هرشی د هغه روزي ده؟
حضرت ابراهیم بن ادهم (رحمه ا لله) : نو دا اوس څه مناسب کار دی چې د یو چا روزي خورې او بیا یې نا فرماني کوې؟
ګنهګار : نه … رښتیا چې د چا روزي خورم او بیا د هغه ګناه کوم مناسبه نه ده … ښه نو دوهم؟
ابراهیم بن ادهم (رحمه ا لله) : دوهم دا چې کله د غوښتل چې د الله (جل جلاله) نا فرماني وکوې نو د هغه په ملک کې به نه اوسې چېرته به د هغه له ملک نه بهر لاړ شې او ګناه به وکوې .
ګنهګار : دا خو له اولې نه هم سخته ده نو چې دده په ملک کې نه اوسم نو چېرته اوسېږم له مشرق نه تر مغرب پورې زمکه خو ټوله د ده ده؟
نو آیا دا څه مناسبه ده چې د یو چا په ملک کې اوسېږې او د هغه رزق خورې او بیا یې نا فرماني کوې؟
ګنهګار : نه رښتیا هم مناسبه نه ده چې د چا په ملک کې اوسېږم او د هغه نا فرماني کوم … ښه نو دریم ؟
ابراهیم بن ادهم (رحمه ا لله) : دریم دا چې کله د ګناه کوله نو داسې ځای ته ځه چې الله (جل جلاله) د ونه ویني ځکه چې د هغه رزق خورې او د هغه په ملک کې اوسېږې او هغه تا ویني ښه خبره نه ده .
ګنهګار : نو بیا به چېرته ځم الله (جل جلاله) خو مې په هرځای کې ویني؟
ابراهیم بن ادهم (رحمه ا لله) : نو چې هغه د په هرځای کې ویني تاته مناسبه ښکاره کیږي چې د هغه رزق خورې ، د هغه په ملک کې اوسېږې او بیا په داسې ځای کې ګناه کوې چې هغه تا ویني؟
ګنهګار : رښتیا هم چې الله (جل جلاله) ما ویني او زه د هغه نا فرماني کوم مناسبه نه ده ..ښه نو څلورم؟
ابراهیم بن ادهم (رحمه ا لله) : څلورم دا چې کله ملک الموت ستا د روح د اخیستلو لپاره درته راشي نو ته ورته خپل روح مه ورکوه او ورته ووایه : صبر وکوه زه اوس مرګ ته تیار نه یم … ماته وخت راکړه چې توبه وباسم او نېک عملونه وکوم بیا مې روح واخله .
ګنهګار : دا خو زما د وس کار نه دی ځکه چې ملک الموت یو ځل چاته د روح ا خیستلو لپاره راشي هغه بیا روح اخلي که د چا خوښه وي او کنه ، که څوک مرګ ته تیار وي او کنه ملک الموت وخت نه ورکوي .
ابراهیم بن ادهم (رحمه ا لله) : دا چې ته اوس ګناهونه کوې او کله چې ملک الموت راشي نو ځان هم ورڅخه نشې خلاصولی او د ځان لپاره وخت هم نشي ورڅخه اخیستلی نو دا خو ته خپله خپل نقصان وینې او ګناه کوې دا خو هم څه مناسبه نه ده …
پنځم دا چې کله د قیامت په ورځ ستا د ګناهونو له امله په تا باندې د جهنم فیصله وشي نو د جهنم پرښتې راشي تا جهنم ته بیایي ته ورسره مه ځه زور ورسره وکوه او د هغوی سره له تلو څخه انکار وکوه .
ګنهګار : د پرښتې سره څوک زور کولی شي؟ د هغه نه څوک انکار کولی شي؟ دا خو نا ممکنه ده .
حضرت ابراهیم بن ادهم (رحمه ا لله) : نو چې د چا روزې خورې ، د چا په ملک کې ګرځې ، د هغه تر نظر لاندې ګناهونه کوې ، د هغه پرښتې ته له روح ورکولو انکار نشې کولی ، د هغه پرښتو ته نشې ویلی چې ته له دوی سره جهنم ته نه ځې نو بیا ته ګناهونه کوې او د نجات څه امید درسره دی؟
هغه کس لږ چُپ وو بیا یې وویل : یا ابراهیم بن ادهم (رحمه ا لله) بس زما توبه ده ، زه د الله (جل جلاله) نه د تېرو ګناهونو بښنه غواړم او نور ګناهونه نه کوم په نیکو عملونو باندې آخته شو تردې چې وفات شو .
او توبه هغه شی دی چې انسان یې تر ګناه وروسته وکوي رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمايي چې هغه داسې شي لکه بالکل ګناه یې چې نه وي کړې …
راځئ چې پدې مبارکو شپو او ورځو کې د الله (جل جلاله) په دربار کې خپل د توبې سر ښکته کړو د تېرو ګناهونو په اړه ورڅخه بښنه وغواړو او په راتلونکي کې د نه کولو عزم وکوو او که بیا راڅخه ګناه وشي بیا به توبه وباسو الله (جل جلاله) یې بیا هم قبلوي الله (جل جلاله) د ماته او زما ټولو لوستونکو ته د قبولې توبې توفیق را په برخه کړي .
ډيره زياته مننه الهې کريم دې تاسې نور هم توفیق درکړي ترځو خپلو مسلمانان ورونه او خوېندې داسلام لورې ته لا متوجه کړئ.