افغانستان

هلمند کې پر کابل بانک موټر بم او ډله ییز برید مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه کې پر کابل بانک موټر بم چاودنه شوې او وروسته يو شمېر بريدګر په سپکو او درنو وسلو سمبال د بانک ودانۍ ته ننوتي دي.

د هلمند ولايت چارواکي وايي، چې لومړی موټر بم چاودنه وشوه، وروسته نور بريدګر د کابل بانک ودانۍ ته ننوتل او هلته يې ډزې پيل کړي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، چې موټر بم او ډله يیز بريد ۲۲ کسان وژلي او له پنځوسو زيات کسان يې ټپيان کړي

ویل کېږي، چې دا بريد په داسې حال کې شوی، چې د ملي اردوعسکر او پوليس کابل بانک ته د تنخوا اخیستو لپاره تللی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x