نظــر

مفسد رژيم!

افغانستان  دډيموکراسي پر نامه د بلا راوړل په هېواد کې دننه او د باندي راغلو وږيو تږيو ته سم د زوى زېرى ښکاره شو، پرلپسې تبليغاتو ځينې ښاريان د ډيموکراسي منولو ته مايل کړل.

د ډيموکراسي تر ټولو زروره پايه سيکولريزم دى، سيکولريزم يواځې پر دې مانا نه،چې دين له سياسته بېل وګڼل شي، بلکې د ژوند په هره برخه کې چې څوک ديني اصول بېلوي يوه سيکولريستي کړنه ترسره کوي.

د همدې سيکولريزم په ګرد کې د ځوانانو ترمنځ دا دود شو، چې هرڅوک د خپل نظر داورولو حق لري، چې دا خبره يو څه دتامل وړده،له دې سره سره دا هم په درز کې تبليغ شوه، چې هيڅوک حق نه لري، چاته ووايي ، چې دا کوه او دا مه کوه!

ځکه دلته داسې تبليغ شوله،چې د هرچا نظر ته بايد احترام وشي او له دې نظره رازېږېدلى عمل هم بايد ځکه دروند او ښه وګڼل شي، چې له هماغه احترامي نظر نه رازېږېدلى، چې دې ډول پوچو تبليغاتو د امر باالمعروف او نهى عن المنکر مهمه فريضه ترپښو لاندې کړه.

که څه هم دا فريضه د يو اسلامي دولت دنده ده، مګر په داسې سيکولر دولت کې هر مسلمان مکلف دى چې يوبل ته د ښې لارې د عمل او له بدې د منعې هڅې وکړي.

دې تبليغاتو ته تر ټولو هغه ډېر خوشال وو، چې ټوله ځواني يې د امريکا په نايټ کلبو کې پر دې تمه تېره کړې وه،چې کله به له افغانستانه د اسلامي امارت کمپله ټوله شي، چې په امريکا کې زده کړې تجربه دلته استعمال کړي، تر دې لا زيات هغه حزبي پاټکيان چې هلک اونجلۍ ورته په جنسي معاملاتو کې بې توپېره وي، لا تږي  وو، چې کله به خداى طالبان ورک کړي، چې دوى خپل زړونه يخ کړي.

د دوى هڅې او زموږ ازموېښتونه وو،چې امارت چپه شو او پرځاى يې جمهوريت د خره اونګا وکړه.

دلته نو ځينو همدا موقع له خداى غوښته، دوى اصلاً هيڅ ډول ارزښتونو ته ژمن نه دي، ځکه خو يې آن په رژيم کې پر دوه کلنو جنسي تېري وشول، په دې زاني رژيم کې ورور او خور زنا سره وکړه،ځينې پوچ مغزه داسې استدلال کوي، چې نو کرزى خو د دوى کور ته نه دى ورغلى، چې تاسې داسې وکړئ!

خودا پوچ مغزه دې ته فکر نه کوي، چې داسې کړنو تا چا زمينه برابره کړې ده، همدا اوس د کابل په جادو کې ديني، تاريخي او مالوماتي فلمونه څومره خرڅېږي او لوڅ؟؟؟

د دې زاني رژيم يو لوړپوړي چارواکي کبير رنجبر خپله… پټه نه شواى کړاى او پردۍ تښتول شوې نجلۍ يې اخررسواشوه، حاجي دين محمد بيا له نجيبه فيض سره غاړه غړۍ انځورونه اخلي، احسان الله بيات، ډاکټرعبدالله… سړى کوم يو ياد کړي؟؟؟

دا خو يې هغه دي، چې لږ بې پروايي ترې شوې، او اسناد يې بازار ته راوتي اما د پردې شاته زه قسم کوم، چې يو هم نه دى پاتې.په دې زاني رژيم کې د ښځې يا هم پېغلې د مقررۍ لومړنى شرط د هغې ښايست او سټايل دى.

هغه بله ورځ بياپه يونر ولايت کې، په يوه ځېږ ولايت کې، په يوه غيرتي ولايت کې په زابل ولايت کې د شاجوى ولسوال له يوې کليوالې ښځې سره دزنا په حالت کې د زانيانو له خوا نېول شوى دى، د ولسوال د خپلې خولې چيغې وي، چې قوماندان له مانه غوښتل چې ما هم پر دې معامله درشريک کړه والله که هيڅوک درباندې خبر کړم، خو ښځې شور جوړ کړ، پوليس کوټې ته راغلل . او دا ښاغلى يې لوڅ لغړ ونيو.

له دې سره په څنګ کې د همدې ولايت د لومړۍ حوزې امربيا يو ښايستوکى له لواطت وروسته وژلى، هلته د پکتيکا په مشخېلو کې اربکيانو درې پېغلې تښتولې….

زاني رژيم، بايد د زنا په فساد کې هم اولنمره اعلان شي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x